د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۱

افغانستان

بنګله دیش د کرکټ په اسیایي جام کې افغانستان ته ماتې ورکړه

په اسیایي جام کې افغان لوبډله-ارشیف
په اسیایي جام کې افغان لوبډله-ارشیف

د اسیا د کرکټ د اتلولۍ لوبو په ترڅ کې تیرماښام د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ته بنګله دیش د اتو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په ټاکلیو شل اورونو کې بنګله دیش یوسل او څلورپنځوس منډې جوړې کړې چې په ځواب کې یې د افغانستان ټول لوبغاړي د یوسل او شپږ څلویښت منډو له جوړیدو سره وسوځیدل.

افغانستان په اسیايي جام کې په ( ب) ګروپ کې د بنګله دیش ترڅنګ له هانګ کانګ او سریلانکا سره یوځای شوی دی.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله سبا له سریلانکا سره مسابقه وکړي، دا لوبه به د افغانستان د ټیم برخلیک وټاکي چې له دې جامه بهر شي که نیمه پایلوبې ته وځي.

طالبانو د مخدر موادو په تړاو د امریکا د ولسمشر څرګندونې رد کړې

د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت
د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت

طالبانو په افغانستان کې د مخدر موادو پرضد د مبارزې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې چې د دوشنبې په ورځ سپنې ماڼۍ خپرې کړې. په دې څرګندونو کې راغلې دي چې د طالبانو ځیني غړي د مخدر مواد له سوداګرۍ څخه ګټه پورته کوي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت په خپل غږ په یوه پيِغام کې چې پرون یې خپور کړ، ویلي دي چې امریکا د افغانستان له واقعیتونو ناخبره ده او د مخدر موادو پرضد د دوی د جدي مبارزې له امله اوس افغانستان له مخدر موادو پاک شوی دی.

ملګرو ملتو د تیر میلادي کال په وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت نولس فیصده او د تریاکو تولید دیرش په سلو کې د وړم کال په پرتله زیات شوی دی.

د طالبانو دفاع وزیر قطر ته تللی

ملا محمد یعقوب مجاهد-عکس- ارشیف
ملا محمد یعقوب مجاهد-عکس- ارشیف

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې ملا محمد یعقوب مجاهد په پلازمینه دوحه کې د قطر په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره کتلې دي.

د مجاهد په وینا په دې لیدنه کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر اړیکو خبرې شوې دي او له قطر سره د افغانستان په خواخوږۍ او حمایت تاکید شوی دی.

اسراییل تیره اونۍ په دوحه کې د حماس پر دفتر هوایي برید وکړ چې له امله یې د دې ډلې پنځه تنه ووژل شول.

تر دې پیښې وروسته پرون په قطر کې د عربي-اسلامي هیوادو په سرمشریزه کې ټولو د قطر ملاتړ وکړ او د اسراییل برید یې وغانده.

طالبانو په بلخ کې پر انټرنټ بندیزونه لګولي

انټرنټ-ګرافیک
انټرنټ-ګرافیک

طالبانو د افغانستان په بلخ ولایت کې انټرنیټ محدود کړی دی.

د طالبانو د والي ویاند حاجي زید تیره شپه ناوخته په ایکسپاڼه کې په یوه پيغام کې ویلي دي چې په بلخ کې د فایبر اپټیک خدمات د دوی د مشر ملا هبت الله اخند په امر په بشپړ ډول ځنډول شوې دي.

د حاجي زید په وینا د دې پریکړې هدف له منکراتو څخه مخنیوی دی، خو نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دې ورکړي.

د بلخ یوشمیر اوسیدونکو ازادي راډيو ته وویل چې د انټرنټ له محدودیت سره د دیو ورځني فعالیتونه، د بانکدارۍ، سوداګرۍ او انلاین زده کړو په شمول ګډوډ کړې دي.

امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

په نیویارک کې د ملګرو ملتو ودانۍ
په نیویارک کې د ملګرو ملتو ودانۍ

د ملګرو ملتو امنیت شورا سبا چهارشنبه د ( سپتمبر اوولسمه) د افغانستان په اړه غونډه لري.

په دې غونډه کې به د یوناما مشره او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د امنیت شورا غړیو ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په تیرو غونډو کې د طالبانو له لورې د نجونو او ښځو پرضد د بندیزونو د لرې کیدو غوښتنې شوې دي او تل یې ټینګار کړی دی چې د ښځو د حقونو له ورکړې پرته سوله او ثبات نه شي راتلی.

د امنیت شورا سبانۍ غونډه د افغانستان په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې پيلیږي.

د جرمني محکمې یو افغان په عمري حبس محکوم کړ

د سلیمان عکس د محکمې پرمهال
د سلیمان عکس د محکمې پرمهال

یو افغان نن( د سپتمبر ۱۶ مه) په جرمني کې په عمري قید محکوم شو. د سلیمان په نوم دغه شپږ ویشت کلن افغان د قتل په تور مجرم پیژندل شوی دی.

سلیمان د اسلامي دولت ډلې ملاتړی بلل شوی چې پروسږکال یې د مې په میاشت کې د جرمني په لویدیځ ښار مانهایم کې پر چاقو یو جرمنی پولیس وواژه او پنځه تنه نور یې ټپيان کړل.

په تیرو دوو کلونو کې په جرمني کې ورته څو پیښې وشوې چې تر دې وروسته جرمني یوشمیر افغانان افغانستان ته واستول او روانه اونۍ د جرمني د حکومت مرستیال ویاند شتېفن مایر وویل چې په افغانستان کې یې له طالبانو سره تماسونه زیات کړې دي چې له جرمني څخه د مجرمو او خطرناکه افغانانو د ایستلو بهیر اسانه شي.

د کریکټ اسیایي جام کې نن افغانستان او بنګله دیش مخامخ کیږي

افغان لوبغاړي نننۍ لوبې ته د چمتوالي په جریان کې. کریکټ بورد
افغان لوبغاړي نننۍ لوبې ته د چمتوالي په جریان کې. کریکټ بورد

د کریکټ په اسیایي جام کې نن د افغانستان او بنګله دیش لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

لوبه د کابل په وخت ماښام ۷ بجې د دوبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره کیږي.

د افغانستان کریکټ بورد لیکلي چې لوبډلې یې د نننۍ لوبې لپاره د چمتوالي تمرینونه بشپړ کړي دي.

افغانستان په دې جام کې مخکې له هانک کانګ نه یوه لوبه په لوی توپیر ګټلې او نن یې په دې جام کې دویمه لوبه ده.

بنګله دیش بیا دې جام کې تراوسه دوه لوبې کړي چې سریلانکا ته یې بایللې، خو له هانک کانګ څخه یې ګټلې ده.

د پاکستان پوځ وایي، تیره شپه یې بنو او لکي مروت کې پر (ټي ټي پي) عملیات کړي

پاکستان کې نارامۍ
پاکستان کې نارامۍ

د پاکستان پوځ وایي چې د خیبرپښتونخوا په بنو او لکي مروت ولسوالیو کې یې د تحریک طالبان پاکستان یا ( ټي.ټي.پي) ۳۱ غړي وژلي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د پوځ د نننۍ ( دوشنبه، د وږي ۲۴مه) خبرپاڼې په حواله ویلي چې دغه عملیات تیره شپه شوي، خو جزیات یې نه دي ورکړي.

دا عملیات وروسته تر هغو کیږي چې د شنبې په ورځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان ۱۹ تنه پوځیان د وسله والو په بریدونو کې ووژل شول.

د دغو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

پاکستان کې په وروستیو کلونو کې پر امنیتي ځواکونو او پوځیانو بریدونه زیات شوي او د هغه هېواد چارواکي وایي، دا بریدونه ټي.ټي.پي د افغانستان له خاورې پلاوي.
د طالبانو حکومت بیا تل دا تورونه رد کړي دي.

د کریکټ اسیایي جام کې نن دوه سیالۍ کیږي

ارشیف
ارشیف

د کریکټ په اسیایي جام کې نن دوه سیالۍ ترسره کیږي.

لومړنۍ هغه د کوربه متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلو ترمنځ او دویمه هغه د سریلانکا او هانک کانګ ترمنځ ترسره کیږي.

لومړنۍ لوبه د کابل په وخت د ماذدیګر په ۴ نیمو او دویمه هغه د ماښام په ۷ بجو پیلیږي.

په دغه جام کې سبا سه شنبه افغانستان له بنګله دیش سره مخامخ کیږي او دا به د افغان لوبډلې دویمه لوبه وي.

افغان لوبډلې په لومړنۍ لوبه کې هانګ کانګ ته په ۹۴ منډو ماته ورکړې وه.

جرمني غواړي افغانستان ته په جرمونو د ککړو کډوالو اخراج منظم کړي

ارشیف
ارشیف

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرېنت وایي، له دغه هېواده " په جرمونو د ککړو" افغان کډوالو د اخراج لپاره د طالبانو له استازو سره تخنیکي خبرې روانې دي.

جرمني رسنیو د ښاغلي دوبرېنت په حواله ویلي، دوی غواړي د دغو خبرو اترو له لارې داسې پړاو ته ورسیږي چې د یوه نظم له مخې د اخراج بهیر مخته بوځي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د مسولانو او د طالب استازو ترمنځ دغه تخنیکي خبرې د قطر پلازمینه دوحه کې روانې دي.

که څه هم ځینې ناتایید شوي راپورونه خپاره شوي چې جرمني دیپلوماتان غواړي په همدې موخه کابل ته هم سفر وکړي، خو دویچ ویلې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر جان وادفول په حواله ویلي، کابل ته د پلاوي سفر اړین نه بولي.

جرمني په تیره جولای میاشته کې ۸۱ افغانان کابل ته ډیپورت کړل چې د دوی په ټکو جرمي دوسیې یې درلودې.

تر هغه وروسته دغه هېواد په برلین او بن کې د طالبانو دوه ډيپلوماتان هم ومنل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG