د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

افغانستان

هند: له افغانانو سره د بشري مرستو سربېره، په پراختیایي پروګرامونو کې برخه اخلو

له افغانانو سره بشري مرستې، انځور له ارشیف څخه
له افغانانو سره بشري مرستې، انځور له ارشیف څخه

په ملګروملتونو کې د هند دایمي سفیر وايي، هېواد به یې د روانو بشري مرستو پر بهیر سربیره په نژدې راتلونکي کې د افغانستان په پراختیایي پروګرامونو کې هم برخه واخلي.

پارواتانیني هریش د افغانستان په اړه د امنیت شورا بېګانۍ غونډې ته د وینا پرمهال د روان کال په پیل کې، په دوبی کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د هند د بهرنیو چارو د وزیر ویکرم میسري لیدنې ته د اشارې په ترڅ کې وویل، هند طالبانو ته دا روښانه کړې ده چې ځینې مسایل په دوه اړخیزو اړیکي پورې تړلي دي او په افغانستان کې د نوې ډیلي د اوسنۍ ښکېلتیا بنسټ له خلکو سره اړیکي دي.

د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان بیا ځلې پر افغانستان واکمن شوي هند افغانستان ته ۲۵ ټنه بشري مرستې، ۵۰۰۰۰ ټنه غنم، ۴۰۰۰۰ لیتره کیمیاوي سره او څه باندې ۳۰۰ ټنه درمل او طبي تجهیزات لیږلي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام: په خوارکي توکو بار لارۍ مو په تورخم کې افغانستان ته د اوښتو په تمه ولاړې دي

د تورخم په لار کې په زرهاوو له مالونو ډکې لارۍ دواړو خواوو ته د اوښتو په تمه دي
د تورخم په لار کې په زرهاوو له مالونو ډکې لارۍ دواړو خواوو ته د اوښتو په تمه دي

د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي، د تورخم د لارې د بندېدو له کبله د افغانستان لپاره د دې سازمان د مرستو لارۍ چې ۱۲۰۰مټریک ټن مواد پکې بار دي په تورخم او پېښور کې ایسار پاتې دي.

WFP په یوه بیان کې چې د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ پر ویبپاڼه خپور شوی ویلي، دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ډېری ولایتونو، په تېره په لویدیځو او جنوبي سیمو کې د درنو بارانونونو او سېلابونو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون د شاوخوا دېرش کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي. د ملګروملتونو دا اړونده اداره زیاتوي چې د دوی څېړنې روانې دي څو د هغو خلکو شمېر معلوم کړي چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د امنیت شورا غړي هیوادونه: اړتیا ده چې یوناما په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي

د نړۍ نهو هېوادونو په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د کار له دوام څخه ملاتړ کړی دی.

په هغه بیان کې چې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا له بیګانۍ غونډې وروسته خپور شو فرانسې، ډنمارک، یونان، ګیانا، پاناما، جنوبي کوریا، سیرالیون، سلوونیا او برتانیا وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه څنډې ته شوې دي او غږ یې خاموش شوی دی.

دې هېوادونو همداراز د جرمونو د نړیوالې محکمې هغه اقدام هم ستایلی دی چې د طالبانو د لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده د نیولو د حکم غوښتنه یې کړې.

دې او یوشمېر نورو هېوادونو له دې مخکې هم د افغان ښځو او نجونو په ملاتړ غږ اوچت کړی دی.

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام په روزنیز کمپ کې برخه اخلي

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله نن د دوشنبه (د مارچ ۱۰مه) تایلینډ ته لاړه ترڅو د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام په روزنیز کمپ او سیالیو کې برخه واخلي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هیواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د سیالۍ په C ګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا له لوبډلو سره ده.

د ۲۰۲۵ کال اسیایي جام، چې د تایلینډ په کوربه توب ترسره کېږي، راتلونکې پنجشنبه، د مارچ په ۲۰مه پیل کېږي.

د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال ازاد شول

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي، پرون یکشنبه د (کب ۱۹) مه د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال له بنده خوشې او خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سيمو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نيول شوي وو او ۵ تر ۲۵ میاشتو پورې بنديان وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.

پاکستان په دې وروستیو کې د هغو افغانانو د ایستلو پروسه ګړندۍ کړې ده چې د استوګنې اسناد نلري.

اسلام آباد په دې وروستیو کې پریکړه کړې چې د افغانستان د تابعیت کارت (ACC) لرونکي به هم له پاکستان څخه وباسي.

د جمعې په ورځ، د مارچ په ۷مه، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د کارت لرونکي کسان د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت لري چې "په عزت سره" له دې هیواده ووځي، که نه نو د دوی د اخراج پروسه به د اپریل په لومړۍ نیټه پیل شي.

بدخشان کې د تښتول شوي ماشوم مړی موندل شوی

بدخشان کې تښتول شوی ماشوم، ارشیف
بدخشان کې تښتول شوی ماشوم، ارشیف

له بدخشان ولايت څخه ځايي سرچينې وايي، د عثمان نومي لس کلن ماشوم، چې دوه مياشتې وړاندې تښتول شوی و، مړی موندل شوی دی.

د سرچينو په وينا، عثمان د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې د دې ولسوالۍ له ښار وحدت سيمې څخه تښتول شوی و..

په بدخشان کې د طالبانو د پوليسو وياند احسان‌الله کامګار، د دې پېښې پخلی کړی او ويلي یې دي چې د دې ماشوم د قتل په اړه يې پلټنې پيل کړې دي..

د راپورونو له مخې، تښتوونکو د دې ماشوم د تښتونې په موده کې د عثمان له کورنۍ څخه د پيسو غوښتنه کړې وه، خو کله چې يې غوښتل شوې پيسې ترلاسه نه کړې، نوموړی يې وژلی او د بدن ځینې غړي یې ترې پرې کړي دي.

د دې ماشوم کورنۍ د پېښې پخلی کړی او له اړوندو ادارو څخه يې د عاملانو د فوري نيولو او مجازاتو غوښتنه کړې ده.

نیوزیلنډ د اتلانو د جام په فاینل کې هند ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه

د نیوزیلنډ او هند د نننۍ لوبې یوه څنډه
د نیوزیلنډ او هند د نننۍ لوبې یوه څنډه

د اتلانو د جام- چمپینز ټرافي د سیالیو په فاینل لوبه کې نیوزیلنډ هند ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه.

نیوزیلنډ د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په پنځوسو اوورونو کې یې د اوو لوبغاړو په زیان سره ۲۵۱ منډې جوړې کړې. په څو شېبو کې به د هند لوبډله بیټینګ پیل کړي.

نیوزیلنډ تېره چارشنبې په نیم پایلوبه کې جنوبي افریقا ته او هند بیا د سه شنبې په ورځ اسټرالیا ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته ووتل. په دې جام کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هم نسبتا ښې لوبې لرلې خو وروسته له دې چې له اسټرالیا سره یې د باران له کبله لوبه مساوي شوه له وړاندې تلو پاتې شو.

پاناما لسګونه کسان چې له امریکا څخه ایستل شوي وو، خوشې کړل

له امریکا څخه ایستل شوي کډوال
له امریکا څخه ایستل شوي کډوال

پاناما له متحدوایالتونو څخه ایستل شوي لسګونه کډوال چې افغانان هم پکې دي خوشې کړي دي.

پاناما د بشري حقونو د ډلو له څو اونیو شکایتونو او نیوکو وروسته د شنبې په ورځ لسګونه کسان چې له څو اونیو راهیسې په یوه لیرې پراته کمپ کې ساتل کېدل خوشې کړل او هغوی ته یې دېرش ورځې مهلت ورکړ چې د منځنۍ امریکا له دې هېواده ووځي.

د حیات الله اوماغ په نوم یو افغان کډوال چې په دې ډله کې خوشې شوی دی، اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته ویلي چې نه په پاناما کې د اوسېدو لپاره پیسې لري او نه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ستنېدلای شي.

د پاناما چارواکو ویلي چې ایستل شوي کسان د اړتیا په صورت کې کولای شي په دې هېواد کې د استوګنې ویزې تر شپېتو ورځو پورې تمدید کړي خو اوماغ وايي، دی هم د نورو کډوالو په څېر نه پوهېږي چې څه وکړي.

د اسوشیتيدپریس د راپور له مخې له امریکا څخه د ایستل شویو کډوالو له ډلې ۶۵ کسان خوشې شوي دي خو لسګونه نور لاهم په کمپونو کې ساتل کېږي.

د چارشنبې تر ورځې د هېواد په څو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی

په هلمند کې د وروستیو سېلابونو یوه څنډه (آرشیف)
په هلمند کې د وروستیو سېلابونو یوه څنډه (آرشیف)

د هواپېژندنې ادارې د راروانې چارشنبې تر ورځې پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل کوي.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت نن په یوه بیان کې وویل، سبا د کب یا حوت له ۲۰مې څخه د کب تر ۲۲مې پورې د هلمند، هریرود، شمال، پنج، آمو او کابل په سیندیزو حوزو کې د نسبتا تېزو بارانونو او واورو له کبله د سېلونو د راوتلو احتمال شته.

په بیان کې په ځانګړي ډول د ارزګان، زابل، هلمند، کندهار، بادغیس، هرات، غور، جوزجان، فاریاب، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، کندز، پکتیا، خوست او لغمان په سیندونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو خبرداری ورکړل شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت له هغو خلکو چې د یادو سیندونو پر غاړو استوګن دي غواړي چې د سېلابونو د راوتلو په صورت کې د کوزنیو سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي. په هلمند، فراه، کندهار او نورو ولایتونو کې د وروستیو وریاوو له کبله خلکو ته ګڼ انساني او مالي زیانونه واوښتل.

د هند او نیوزیلنډ لوبډلې د اتلانو د جام په فاینل لوبه کې سره مخامخ کېږي

د ۲۰۲۵ کال د اتلانو په جام کې د نیوزیلنډ او هند لوبه (آرشیف)
د ۲۰۲۵ کال د اتلانو په جام کې د نیوزیلنډ او هند لوبه (آرشیف)

د اتلانو د جام یا چمپینز ټرافي د لړۍ فاینل لوبه به نن د هند او نیوزیلنډ ترمنځ ترسره شي. دا لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه په ډوبی کې په پام کې ده.

نیوزیلنډ تېره چارشنبې په نیم پایلوبه کې جنوبي افریقا ته او هند بیا د سه شنبې په ورځ اسټرالیا ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته ووتل.

په دې جام کې افغانستان هم نسبتا ښې لوبې لرلې خو وروسته له دې چې له اسټرالیا سره یې د باران له کبله لوبه مساوي شوه له وړاندې تلو پاتې شو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG