افغانستان
پاکستان وايي، د افغانستان له لوري برید ته یې ځواب ویلی

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د طالبانو ځواکونو پرون (سې شنبې) د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر کورمه بې دلیله برید وکړ چې د دوی له مقاومت سره مخامخ شول.
پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د پوځ پر اساس ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ شدیده جګړه ونښته او په نتیجه کې یې په افغانستان کې څو پوستې او ټانکونه ویجاړ شول.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه پورې د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ هم خپلې خوا ته د اوښتو تاوانونو یا مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.
پرون د کندهار له ښورباک ولسوالۍ څخه خبریالانو ازادي راډیو ته وویل چې د سې شنبې په شپه د دې ولسوالۍ او پاکستان ترمنځ په ډیورند کرښه کې شدیده نښته شوې او د سې شنبې تر سهاره یې دوام کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اکتوبر په ۱۱ مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې چې له امله یې دواړو لوریو یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوې وکړې.
د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې په پکتیا کې ستره سړه خونه جوړه کړه

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (TIKA) د افغانستان د کرنې د سکتور د پیاوړتیا لپاره یوه عصري سړه خونه، چې د ۳۰۰ ټنه مېوې یا سبزیو د ساتنې ظرفیت لري، په پکتیا ولایت کې جوړه کړه.
د ترکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هیواد د همکارۍ او همږغۍ ادارې پرون (سې شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د دې سړې خونې په پرانستونکې غونډه کې په کابل کې د ترکیې د همکارۍ او همږغۍ ادارې ريیس اکین اردوغان وویل، د افغانستان د خلکو ډېری برخه په کرنه او مالدارۍ پورې تړلې ده، نو ځکه دا دواړه برخې د پرمختیایي پروژو په لومړیتوبونو کې ځای لري.
د اوږدې مودې د زېرمتون د زیربناوو د نشتوالي له امله، بزګرانو نه شوای کولای خپل حاصلات په مناسبو شرایطو کې وساتي، چې له امله یې د محصولاتو تاوان او د عوایدو کمښت رامنځته شوی و.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، دغه تاسیسات چې د عصري ټکنالوژۍ په وسایلو سمبال دي، د مېوو او سبزیجاتو — په ځانګړي ډول مڼو — د غذایي ارزښت د اوږدې مودې لپاره د ساتلو زمینه برابروي. دا کار به تولیدوونکو ته دا چانس ورکړي چې خپل محصولات په ښه کیفیت او د لوړو بیو په بدل کې بازارونو ته وړاندې کړي.
په بریتانیا کې یو افغان په ۵ کاله بند محکوم شو

د فیاض خان په نوم یو افغان نن په بریتانیا کې په پنځه کاله بند محکوم شو.
د رویټرز د راپور له مخې، نوموړي د ټيکټاک په یوه ویډیو کې د بریتانیا د "ریفرم یوکې" مشر نایجل فراج ته د مرګ ګواښ کړی و.
یاده ویډیو د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې خپره شوې وه، چې پکې فیاض خان د وسلې د ډزو حرکات په لاس ښودل، او د هغه پر مخ د ټوپک انځور رسم شوی و.
نایجل فراج محکمې ته ویلي چې د خان له ګواښ څخه «په رښتیا اندېښمن» شوی و او دغه ویډیو یې «ډارونکې» بللې ده.
قاضي کارن سټین فیاض خان په پنځه کاله بند محکوم کړ، او هغه یې د برېتانیا ته د غیرقانوني داخلېدو د هڅې په تور هم مجرم وباله.
د کندهار په ښورابک کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې بیا نښته شوې

د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
سیمه ییزې سرچیني وايي دا نښته بیګاه شاوخوا لس بجې پیل شوې وه او تر سهاره یې دوام وکړ.
د کندهار یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو ازادي راډیو ته وویل چارواکو ورته تایید کړې چې په دې نښتو کې یې پاکستاني لوري ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغو خبریالانو وویل له کندهاره کرښې ته استول شوي زرګونه طالب ځواکونه لا هم بېرته نه دي راستانه شوي او چارواکو ویلي چې وضعیت لا هم ترینګلی دی.
په رسمي ډول کابل او اسلام اباد تراوسه د دې تازه نښتو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اکتوبر په ۱۱ مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې چې له امله یې دواړو لوریو یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوې وکړې.
د افغانستان په ۳ ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین پیلیږي

راتلونکې اوونۍ د افغانستان د ختیځ په کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې د پولیو پر ضد د واکسیناسیون کمپاین پیلېږي.
«له پولیو څخه ازاد افغانستان» د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پولیو پر ضد د واکسین نوی پړاو به راتلونکې اوونۍ د یادو ولایتونو —په بېلابېلو ولسوالیو کې پیل شي.
له پولیو څخه ازاد افغانستان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې کمپاین په ترڅ کې به تر پنځه کلونو کشر لسګونه زره ماشومان واکسین شي.
د واکسین دا لړۍ به هم د ستنې له لارې (تزریقي) او هم د خولې له لارې (خوراکي) دواړه ډولونه ولري، تر څو د ماشومانو معافیت د پولیو ویروس پر وړاندې پیاوړی شي
په افغانستان او پاکستان کې لا هم د پولیو ویروس له منځه نه دي تللي.
چارواکو ویلي چې د روغتیا ټیمونه به کور په کور وګرځي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅ ماشوم بې واکسینه پاتې نه شي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې لرې دي او ورتګ ورته ستونزمن دی.
یاد بنسټ ټینګار کړی چې دا هڅه د افغانستان د عامې روغتیا د پیاوړتیا او د پولیو د بشپړې لهمنځه وړنې د دوامدارو هڅو یوه برخه ده.
خواجه اصف: طالبانو له یوې خوا ګواښونه کوي، له بلې خوا د خبرو غوښتنه

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د دوشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت چلند متضاد وباله، ويې ويل چې له يوې خوا هغوی ګواښونه کوي او له بلې خوا د خبرو غوښتنه کوي.
آصف دا انتقاد وروسته له هغه وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې نښتې وشوې.
نوموړي له جیو نیوز تلویزیون سره په خبرو کې د پاکستان او افغانستان د وروستیو ترینګلتیاوو په تړاو په هند کې د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي څرګندونو ته اشاره وکړه.
متقي ویلي و چې پاکستان د افغانستان پر ملکي سیمو بریدونه کړي دي.
خواجه آصف ټینګار وکړ چې هر دولت حق لري چې برید ته ځواب ورکړي، او زیاته یې کړه چې پاکستان هیڅکله ملکي سیمې نه دي په نښه کړې، بلکې یوازې یې د «ترهګرو پټنځایونه او پناه ځایونه» له منځه وړي دي.
هغه خبرداری ورکړ چې د افغانستان خاوره د بېلابېلو ترهګرو ډلو لپاره په امن پټنځای بدله شوې ده.
دا هغه ادعا ده چې د طالبانو حکومت یې تل ردوي.
طالبانو د شنبې په ماخوستن په ځایي وخت لس بجې پر پاکستان غچ اخیستونکي بریدونه پيل کړل چې لږ تر لږه دوه ساعته یې دوام وکړ او له ځوابي بریدونو سره مل وو.
د طالبانو حکومت خپل لوري ته د ۹ امنیتي سرتیرو د وژلو پخلی وکړ، خو پاکستان بیا وویل چې جګړه کې د دوی ۲۳ سرتیري وژل شوي او ۲۹ ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت وروسته تر هغه پر پاکستان بریدونه وکړل چې د پاکستان جیټ الوتکو د تیرې اونۍ د پنجشنبې په ماخوستن د کابل په زړه او پکتیکا ولایت کې بریدونه وکړل.
پاکستان د طالبانو له حکومته وغوښتل د پاکستان د کورنیو چارو په اړه له څرګندونو ډډه وکړي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له طالبانو وغوښتل چې د پاکستان د کورنيو چارو په اړه له څرګندونو ډډه وکړي.
دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د تحریک لبیک پاکستان (TLP) د لاریونونو په اړه څرګندونې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل:
«موږ د طالبانو د رژيم د ویاند وروستۍ څرګندونې چې د پاکستان د کورنيو چارو په اړه شوې، په دقت څارلې دي.»
هغه زیاته کړه: «موږ په کلکه سپارښتنه کوو چې د افغانستان ویاند دې د خپل هېواد اړوند مسایلو ته لومړيتوب ورکړي او له هغو موضوعاتو څخه دې ډډه وکړي چې د ده له صلاحیته بهر دي.»
په بیان کې ټینګار شوی: «د نورو هېوادونو په چارو کې د نهمداخلې اصل باید د نړیوالو دیپلوماتیکو اصولو له مخې رعایت شي. پاکستان ته د خپلو کورنيو چارو په اړه د بهرنيانو د مشورې اړتیا نشته.»
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې تمه ده د طالبانو رژیم د دوحې د هوکړې پر مهال خپلې ژمنې او نړيوال تعهدات عملي کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې طالبان باید اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرۍ لپاره وکارول شي.
پرون په لاهو رکې د پنجاب د پولیسو په وینا د تحریک لبیک پاکستان (ټي اېل پي) له پلویانو سره د دوی په نښتو کې يو سرتیری او د یاد تحریک درې غړي وژل شوي دي.
د طالبانو حکومت په دې پېښه خواشیني ښکاره کړې او ویلي یې دي " د پاکستان د پوځ له خوا په یادو مظاهره چیانو مخامخ ډزې او بریدونه شوي."
د افغانستان او پاکستان له جګړې نژدې ۴۸ ساعته وروسته، روسیې او چین په دې اړه غبرګون وښود

د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړه باندې اندیښنه ښودلې او له دواړو لورو یې د زغم غوښتنه کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه ( د تلې ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي " د معلوماتو له مخې اوس مهال وضعیت ارام دی او مونږ د دغه بهیر هرکلی کوو."
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان هم پرون په خپل اونیز خبري کانفرانس کې ویلي، چین د افغانستان او پاکستان د تازه جګړې په اړه اندیښنه لري.
طالبانو د شنبې په ماخوستن په ځایي وخت لس بجې پر پاکستان غچ اخیستونکي بریدونه پيل کړل چې لږ تر لږه دوه ساعته یې دوام وکړ او له ځوابي بریدونو سره مل وو.
د طالبانو حکومت خپل لوري ته د ۹ امنیتي سرتیرو د وژلو پخلی وکړ، خو پاکستان بیا وویل چې جګړه کې د دوی ۲۳ سرتیري وژل شوي او ۲۹ ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت وروسته تر هغه پر پاکستان بریدونه وکړل چې د پاکستان جیټ الوتکو د تیرې اونۍ د پنجشنبې په ماخوستن د کابل په زړه او پکتیکا ولایت کې بریدونه وکړل.
پاکستان کې پر مظاهره کوونکو برید کې درې کسان وژل شوي، د طالبانو حکومت پر پیښه خواشیني ښودلې

د پنجاب پوليس وايي چې د تحریک لبیک پاکستان (ټي اېل پي) له پلویانو سره يې په نښتو کې يو سرتیری او د یاد تحریک درې غړي وژل شوي دي.
پولیس او د تحریک لبیک پاکستان غړي هغه مهال په شخړه واوښتل چې پولیسو په مرید سیمه کې د اعتراض کوونکو پرلت پای ته رساوه.
تر نښتو وروسته حکومت لاهور او اسلام اباد ته تلونکې لويې لارې تړلې وې، خو لږ شېبه وروسته يې بېرته خلاصې کړې.
تحریک لبیک پاکستان چې یوه مذهبي ډله ده، د تیرې جمعې په ورځ له لاهوره د اسلام اباد پر لور لاريون پيل کړی و او د پلان له مخې یې غوښتل چې په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت مخې ته لاریون ورسوي.
دوی د غزې او فلسطینیانو په ملاتړ راوتلي وو.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له اعتراض کوونکو سره پر شوي تاوتریخوالي خواشیني ښودلې او یوه خبرپاڼه کې یې ویلي " د پاکستان د پوځ له خوا په یادو مظاهره چیانو مخامخ ډزې او بریدونه شوي."
ولسمشرټرمپ: د جګړو په پای ته رسولو کې ماهردی او کولای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه هواره کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي، دی کولای شي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه باندې کاروکړي ځکه «دی د جګړو په پای ته رسولو کې ماهردی.»
ټرمپ دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په واشنګټن کې اسراییل او مصرته له سفرمخکې په آیرفورس ون الوتکه کې د سپریدو په مهال خبریالانو ته وکړه او زیاته یې کړه چې له دې سفره له ستنیدو وروسته کولای شي دې چارې ته مخه کړي. ټرمپ وویل، دا به اتمه جګړه وي چې دی یې حل کوي او زیاته یې کړه چې اوریدلي یې دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوس جګړه روانه ده. ټرمپ وویل، «ترهغه باید انتظاروکړم چې بیرته راشم. یوه بله سرته رسوم ځکه زه د جګړو په هواري کې ښه یم. »
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې په ګډون د اوږدو شخړو د پای ته رسولو په اړه خپله ادعا بیا تکرار کړه او ویې ویل، دا د ځان لپاره ویاړبولي چې د سوله ییزو هڅو له لارې یې د جګړو د پای ته رسولو او د انسانانو له ژوند ژغورلو سره مرسته کړې ده.
ولسمشرټرمپ به د غزې لپاره د خپلې وړاندیز شوې طرحې د عملي کیدو لپاره نن له اسراییل او مصرڅخه کتنې ترسره کړي.