د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي وايي، فراه ولايت کې يې ۳۰ جريبه ځمکه د کوکنارو او بنګو له کښت پاکه کړې او دا عملیات به همداسې دوام ولري. ځيني هغه بزګران چې د طالبانو حکومتيې د ترياکو او بنګو کښتونه اړولي وايي، دې ځمکو کې يې هغه مهال ترياک او بنګ کرلي وو چې د طالبانو حکومتیې کښت نهو منع کړی.
د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې مخکې په اوونۍ کې دوه ورځې د تریاکو بازار جوړېده، خو تېره یوه اوونۍ کې دا بازار هره ورځ د تریاکو د پېر او پلور شاهد دی. د تریاکو کاروباریان ادعا کوي چې د تېرې یوې اوونۍ په پرتله د یو من تریاک بیه څه باندې یو لک پاکستاني کلدارې لوړه شوې ده.
په کونړ کې کروندګرو د کوکنارو کرکېلې پر ځای د باغونو جوړولو ته مخه کړې ده. د دوی په خبره، پخوا بهيې په ځمکو کې کوکنار کرل چې ګټهيې کمه او خواري يې ډېره وه. اوسيې چې باغونه جوړ کړي، د کوکنارو له ګټې يې څو چنده فایده زیاته ده. روحالله انوري
د فراه د معتادینو د درملنې مرکز کې د پوليسو یو شمېر هغه پخواني سرتېري بستر دي چې د دندې پر مهال په مخدره توکو روږدي شوي دي. د فراه امنیتي چارواکي هم تأییدوي چې د پولیسو په لیکو کې يې یو شمېر سرتېري په مخدره توکو روږدي دي. نور په دې راپور کې.
په کندهار کې په نشو روږده یوه مېرمن له کړاوونو ډک ژوند تېروي. دا مېرمن درملنې ته اړتیا لري چې خپل عادي ژوند ته بېرته ستنه شي. خو په کندهار کې اوسمهال په نشه د روږدو مېرمنو لپاره د درملنې هېڅ مرکز نشته. صادق رښتینی له کندهاره په دې اړه دا ویډیويي راپور برابر کړی:
د پلچرخي زندان د افغانستان یو له لویو زندانونو بلل کېږي چې نږدې ۱۰ زره زاندانیان په کې ساتل کېږي. شفیع کریمي په نشه یي موادو له اخته زندانیانو سره خبرې کړې دي. ویډیو او اېډېټ: شفیع کریمي
د کابل ښار په ډېرو کمو سیمو کې ښايي «ټابېلټ کا» چې نشه راوړنکي تابلېټ دي، پيدا نه شي. استفاده کوونکي يې وايي، په یوه ټیلیفون کولو سره کېدای شي پلورونکي دا ټابلېټ د کور تر مخه درته راوړي، نور جزئیات د تمیم اخګر په دې ویډيويي راپور کې. ویډيو: شفیع کریمي او ذکریا صفري
په کندهار کې د کوکنارو کښت حاصل ته رسېدلی، خو دولت يې د له منځه وړلو کمپاين تر اوسه نه دی پیل کړی. د کندهار د نشه يي توکو د له منځه وړلو اداره وايي، وزارت ورته له تېرو دوو کلونو راهيسې د دې کښتونو د له منځه وړلو لپاره بودجه نه ده ورکړې. راپور: صادق رښتینی ایډیټ: تمیم اخګر
ځوان شاعر او سندغاړی محمد تواب چې په څو ځلي یې د ملګرو په مرسته درملنه شوې، خو د بې کارۍ له امله بیا په نشه یي توکو روږدی شو. د ازادي راډيو له خوا د محمد تواب په اړه د یوې ویډیو تر خپرېدو وروسته ملي سوداګر حاجي محمد کریم رسولي په خپل شخصي لګښت د ده درملنه وکړه...
د ازادي راډیو د زهرو کاروان په نوم دغه پروګرام کې د خبرونو، راپورونو، مرکو، ګردي مېزونو تر څنګ، د معتادينو او د هغوی د خپلوانو د خاطرو او ډرامو په بڼه د نشهيي موادو د کښت، توليد، قاچاق او استعمال په اړه اورېدونکو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي. ویډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی
د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د لویو لارو موټر چلوونکو ته د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي په هدف د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړی. د ازادي راډیو خبریال مرسلین ارسلا په دغه کمپاین وېډیوي راپور چمتو کړی. اېډېټ: ابراهیم صافی
نور راوښيه