د عامې روغتيا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو رياست په کورونو کې د معتادينو د درملنې نوې طرحه چمتو کړې ده.
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دې مرکز ته له لېږل شویو دوسیو څخه معلومېږي چې په تېرو شپږو کلونو کې په افغانستان کې د ښیښې قاچاق ډېر شوی دی.
کابل ښاريان وايي چې، معتادين چړې په لاس د دوی د کورونو او دوکانونو لوټولو تر څنګ لارې هم نيسي.
د سولې د مشورتي لويي جرګې د جوړولو کمیسیون وايي چې په پنځو کټګوریو طالب بندیانو کې چې لویه جرګه به یې د خوشې کولو په اړه پرېکړه کوي، د نشه يي موادو قاچاق کونکي هم شامل دي.
اکثره بزګران د کوکنارو د کښت اوبولو لپاره له سولري يا لمريزي برېښنا څخه کار اخلي.
ډاکټران له نږدې دوو میاشتو قرنطین وروسته په کورونو کې د نشه يي موادو او دخانیاتو د استعمال د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې جرمي اقتصاد به د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې د بحث يوه مهمه موضوع وي.
د ارزګان ولايت اوسېدونکې خاتمه وايي چې مېړه يې لور د هیرویینو په بدل کې خرڅه کړې او (۲۵) کلن سړي ته يې په نکاح کړې ده.
ملګري ملتونه وايي چې قاچاق کوونکو او تراهګرو ډلو هغه ځوانان د نشه يي موادو د قاچاقو لپاره استخداموي چې د قرنطین له امله بې روزګاره شوي دي.
نور راوښيه