د بشري حقونو د څار سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغان معلولې ښځې په سیستماتیک ډول له تعبیض سره مخ دي او ان په دولتي ادارو کې هم ځورول کیږي. راپور زیاتوي چې معلولین په افغانستان کې له خپلو ډېرو اساسي حقونو لکه تعلیم او روغتیايي خدمتونو بې برخې دي. لیمه هادي په دې اړه راپور جوړ کړی.
د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ دا ورځ په ټوله نړۍ کې د ښځو د پیوستون او د دوی د ژوند د بدلون ورځ ګڼل کېږي خو افغان مېرمنې په دې ورځ لا هم د خپل راتلونکې لپاره اندېښمنې دي. د ازادي راډیو خبریاله هیلۍ اسد په کابل کې له یو شمېر مېرمنو سره غږېدلې ده.
کابل کې ډیری هغه مېرمنې چې دندې لري خپل ماشومان وړکتون ته لېږي، خو یو شمېر مېرنې بیا ځکه د خپلو ماشومانو له لېږلو ډډه کوي چې فکر کوي دغه وړکتونونه معیاري نهدي. د ازادي راډيو خبریاله هیلۍ اسد په دې اړه راپور چمتو کړی دی.
وکیل شاه خپله شخصي ځمکه د کلي په منځ کې د نجونو ښوونځي ته ورکړه څو د دوی لپاره په کې ښوونځۍ جوړ شي. وکیل شاه د دې کار د ترسره کولو له امله په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو او د افغانستان د پوهنې وزیر لخوا ډېر وستایل شو. نور جزئیات د احسان آرین په رپورټ کې:
مسيح علي نژاد ایرانۍ خبرياله او سیاسي فعاله ده چې اوسمهال په امریکا کې د جلاوطنۍ ورځې شپې تېروي. ملالۍ بشير له مېرمن علي نژاد سره خبرې کړي. مرکه دلته وګورئ.
دغه ښځينه بسکټبالرانې چې جګړې د پښو له نعمته محرومې کړي او یا پولیو ناروغۍ ترې د پښو توان اخیستی، راتلونکې ته په پوره هیله مندۍ ورزش کوي. دوی د "معلولیت ناتواني نه ده" تر شعار لاندې نړیوالو سیالیو ته ځي. د ازادی راډیو خبریال شفیع کریمي د دغې لوبډلې د تمریناتو پر مهال دا راپور برابر کړی.
ارزګان کې کلیوالي مېرمنې غواړي خپل ارمانونه پوره کړي د دغه ولایت یو شمېر کلیوالې مېرمنې وايي، لوی ارمان يې پر زوړنو کې زده کړې دي. په دې اړه نور حال شریف الله شرافت په راپور کې لیدلی شئ
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د یوه راکټ لګېدو ۱ ښځه وژلې او د ماشومانو او ښځو په شمول ۷ تنه نور ټپيان کړي دي. په خاص ارزګان ولسوالۍ کې په یوه بله ورته پېښه کې ۲ ښځې او ۱ ماشوم ټپيان شوي دي.
افغانستان هغه هېواد دی چې یو شمېر ښځې یې ان د رأیې اچونې په برخه کې خپلواکې نه دي. خو یو شمېر یې بیا د خپل برخلیک ټاکلو لپاره رأیې ورکولو ته لېوالې دي. ټاکل شوې چې د میزان د میاشتې په شپږمه نېټه د دغه هېواد د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي. لیمې هادي په دې اړه راپور برابر کړی.
څه باندې دوه لسیزې عمر یې د ښځو د کالیو په اغوستلو تېر کړ او په پای کې پوه شو چې لږه ښځه او ډېر نارینه دی. په جلال اباد ښار کې له عملیاتو وروسته د عادلې د نارینه کېدو خوب په حقیقت بدل شو. شفیع کریمي د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ ته تللی او دغه راپور یې جوړ کړی دی.
سیتا قاسمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، که طالبان د موسیقۍ د اورېدو حوصله او توان ولري، دا به سندرو ته دوام ورکړي. سیتا قاسمي وايي، په سل زرو ډالرو د نجونو یو ښوونځی جوړوي چې پیسې یې د هنري پروګرامونو له لارې برابرې کړي دي. ویډیو او اېډېټ: تمیم اخګر
په کندهار کې ۲۸۰ مېرمنې د غالۍ په اوبدلو بوختې دي. دوی وایي، تولید يې د سیمې په کچه دی او د پلور لپاره یې مناسب بازار لاهم نه دی پېدا شوی.
نور راوښيه