پروانه عارفي معلوله ده، دواړه پښې یې د افغانستان په کورنۍ جګړه کې پرې شوي، خو پنځه کاله کېږي چې پاورلفتنګ ورزش کوي او ۷۰ کیلو وزن پروته کوي. نور حال د لېمې هادي په راپور کې:
پلوشه عمري چې له هلمند ولایت څخه کابل ته کډه شوې د کرکټ په برخه کې یې په شخصي لښګت یو کتاب لیکلی او د چاپ لپارهیې د لاس بنګړي ورته پلورلي دي. فریدالله سعادتیې په اړه دا وېډیو چمتو کړې:
د سولې په بینالافغاني خبرو کې د خپلو حقونو د برخلیک په اړه د اندېښمنو ښځو غږ، خو دا غږ له تېر هر غږ سره توپیر لري. دا چې دا غږ څنګه او ولې توپیر لري؟ په دې وېډیو کې چې هیلۍ اسد جوړ کړی، ووینئ.
له طالبانو سره د مذاکراتي ډلې غړې فوزيه کوفي د اګست د ۱۴مې له بريده لا بشپړه نه ده رغېدلې خو وايي په راتلونکو احتمالي مذاکراتو کې به له ولسواکۍ دفاع کوي. هغې زیاته کړه طالبانو ته به په ډاګه کړي چې د افغانستان اساسي قانون د شريعت سره په تضاد کې نه دی او بايد د ښځو او نارينه وو حقونه خوندي پاته شي.
مینه خان د ټیک ټاک او انسټاګرام مشهوره افغان څېره ده. پر ټولنیزو رسنیو د دې ويډیوګانې ملیونونه ځله کتل شوي. مینه خان په مسلکي توګه د انجینرۍ په برخه کې زده کړې کړي او اوس په جرمني کې اوسي. ملالۍ بشیر له مینه خان سره د دې د ژوند په اړه خبرې کړي. مرکه د مینه خان په ويډیو پیلیږي.
خاټول مومند په اروپا کې د افغانانو لپاره د چاپېدونکې مجلې پيوستون مسئول مدیره ده. د دې دوه کتابونه هم خپاره شوي. ملالۍ بشير له خاټول مومند سره د ادب په برخه کې د دې د کار په اړه خبرې کړي دي.
د واده په مراسمو په دغه ځانمرګي برید کې چې مسئولیت يې داعش وسله والې ډلې ومانه په کې ۶۳ کسان ووژل شول او ۱۸۲ نور ټپیان شول. د یو کال په تېرېدو سره د دغه حملې د قربانیانو د کورنیو رواني حالت لا هم ښه نه دی. نور جزئیات د لېمې هادي په راپور کې:
د سې شنبې شپه د کابل-کندهار پر لویه لاره غلو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د محمدي پمپ سیمه کې مسافر ولوټل او د موټر چلوونکو د ادعا له مخې پر یوې ښځې یې جنسي تېری وکړ، خو وسلهوال طالبان بیا وايي دغه پېښه شوې، خو معلومه نهده چې وسلهوالو کسانو پر دغو ښځو جنسي تېری کړی کنه. د لېمې هادي راپور
د هرات ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې مېرمنې د ورېښمو په کارخونو کې په کار کولو سره خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې یوه پېغله چې د کورنۍ سرپرستي ورله غاړې ده روانې جګړې ترې یوه پښه اخیستې. دا وايي، ارمانیې درلود چې ډاکتره او یا هم ښوونکې شي، خو دا هیلهیې پوره نهشوه. روحالله انوري له کونړه دا راپور چمتو کړی.
د افغانستان د لسیزو جګړو ځپلې ښځې وایي له جنګه ستړې دي او سوله غواړي. دغو مېرمنو چې د سولې مشورتي لویه جرګه کې یې ګډون کړی وایي حاضرې دي چې د کورنۍ د قرباني شویو غړو وینې وبخښي، خو په دې شرط چې دایمي سوله راشي. نور حال د لېمه هادي په راپور کې.
نور راوښيه