د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۶

ښځې

طالبانو د ښځو د حقونو فعاله 'پریسا آزاده' خوشې کړه

پریسا آزاده
پریسا آزاده

د ښځو د حقونو فعاله پریسا آزاده پرون دوشنبې د طالبانو له بنده خوشې شوه.

د عدالت او ازادي لپاره د افغانستان د ښځو د غورځنګ یوې مسوولې شمایل توانا بېګا ناوخته ازادي راډیو د هغې د خوشې کېدل تایید کړل او ویې ویل: "له نیکه مرغه پریسا آزاده له ۴۱ ورځو وروسته د طالبانو له بنده د دوشنبې د ورځې سهار خوشې شوه، خو په خواشینۍ سره چې روغتیایي وضعیت یې ډېر ښه نه دی. په اوس وخت کې دا او د کورنۍ غړي یې له رسنیو یا بل هرکس سره د خبرو کولو اجازه نه لري."

پریسا آزاده د نومبر میاشتې په ۱۵ د کابل په دشت برچي سیمه کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوې وه.

طالبانو له دې مخکې تېره اوونۍ د دوشنبې په ورځ بله ښځینه فعاله ژولیا پارسي له درې میاشتې بند تېرولو وروسته خوشې کړې او تر هغې مخکې یې ندا پرواني هم خوشې کړې وه.

خو له دې سره سره د منیژې صدیقي په نوم یوه بله ښځینه فعاله چې د تلې میاشتې په اولسمه په کابل کې نیول شوې، تراوسه له طالبانو سره زنداني ده.

په افغانستان کې د شپږمو ټولګیو نجونو خپل فراغت په اوښکو ونمانځه

په افغانستان کې د يوه ښوونځي زده کوونکې چې د طالبانو له بنديز سره سم له زده کړو محروم کړای شوې او له همدې امله اوښکې تويوي.
په افغانستان کې د يوه ښوونځي زده کوونکې چې د طالبانو له بنديز سره سم له زده کړو محروم کړای شوې او له همدې امله اوښکې تويوي.

په افغانستان کې د شپږمو ټولګیو نجونو خپل فراغت په اوښکو ونمانځه، ځکه دا د طالبانو په حکومتولۍ کې د هغوی د تعلیم وروستی کال دی.

د بهاره روستم په نوم یوې ۱۳ کلنې زده کوونکې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، همدغه میاشت یې شپږم ټولګی خلاص کړ، خو وایي بیا به د ټولګي مخ نه ګوري.

نوموړې وړاندې ویلي، د ژوند لویه هیله یې دا ده چې ښوونکې شي، خو زیاته کړې ده چې د ښونځي نه دوام یې دغه هیله سخته کړې ده.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې واک ته له بیا رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي تر دویم اعلان پورې بند کړل او د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په اړه غونډه کې له کار او تعلیمه د نجونو محرومول د اندېښنې وړ وبلل.

د امریکا ځانګړې استازې د افغان ښځو پر کار د محدودیتونو لرې کېدو غوښتنه وکړه

رينا اميري
رينا اميري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې په ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز د کال پوره کېدو په مناسبت د دغو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه.

رینا امیري تېره شپه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار ځنډول د حیاتي بشري مرستو رسولو لپاره یو جدي ګواښ دی.

د مېرمن امیري په لیکنه په تحصیل او کار کې د ښځو د مشارکت د مخنیوي کال پوره شو، هغې غوښتنه کړې چې په افغانانو کې باید دا شعار پیاوړی شي: "بندیزونه لیرې کړئ."

د طالبانو حکومت د تېر کال د ډسمبر پر ۲۴مه په ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو کې د ښځو کار منع کړ، بیا یې د ۲۰۲۳م کال د اپرېل میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ.

طالبان لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او په پوهنتونونو کې یې هم د ښځو او نجونو تحصیل منع کړی دی.

ریچارډ بینېټ یوځل بیا پر افغان ښځو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ یوځل بیا پر افغان ښځو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

یو کال وړاندې د طالبانو حکومت پر افغان ښځو او نجونو په نادولتي موسسو کې کار کولو بندیز ولګاوه.

ریچارډ بینېټ پرون یکشنبه د ډسمبر ۲۴مه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د ښځو کار د ټولنې د اقتصاد لپاره مهم دی او د دوی ونډه د ټولنې هوساینې او پرمختګ لپاره اړینه ده.

پر ښځو په نادولتي موسسو کې د طالبانو دا بندیز ملګرو ملتونو د ښځو له اساسي حقونو او بشري اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې چې کله واک ته رسېدلي په افغانستان کې د ښځو پر فعالیت او کار د محدودیت لپاره له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

طالبان: د هر عمر نجونې په دیني مدرسو کې د زده کړې اجازه لري

ارشیف: په افغانستان کې د یوې مدرسې انځور
ارشیف: په افغانستان کې د یوې مدرسې انځور

د طالبانو د پوهنې وزارت پرون ویلي، د هر عمر نجونې په دیني مدرسو کې د زده کړې اجازه لري.

تر ډېره په دغو مدرسو کې هلکان درس وايي.

اسوشېټېډ پریس خبري اژانس پرون پنجشنبه راپور ورکړی چې د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد ورته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي، د دولت تر ولکې لاندې مدرسو کې د نجونو پر عمر کوم محدودیت نه شته.

د ده په وینا یوازېنی شرط دا دی چې نجونې د هغوی عمر ته په پام سره په ټولګیو کې کېنول شي.

تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، ملګرو ملتونو داسې اطلاعات ترلاسه کړي چې نجونې کولی شي په دیني ښوونځیو کې چې په مدرسو مشهور دي، تعلیم وکړي.

اوتنبایووا ویلي، دا معلومه نه ده چې په دغو مدرسو کې معیاري تعلیمي نصاب تدریسېږي که نه او دا هم څرګنده نه ده چې څو نجونې دغو مدرسو ته ځي.

څه باندې ۸۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او تر یوه کال زیات وخت کېږي چې په پوهنتونونو کې یې د نجونو او ښځو تحصیل هم منع کړی دی.

مدرسو کې د هر عمر نجونو ته د زده کړو اجازه؛ یوناما د دې موضوع د تایید په لټه کې دي

ارشیف: په کابل کې د یوې دیني مدرسې څنډه چې نجونو په کې زده کړې کوي
ارشیف: په کابل کې د یوې دیني مدرسې څنډه چې نجونو په کې زده کړې کوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا وایي، دوی د هغه څه د تایید په لټه کې دي چې ویل کېږي طالبان د هر عمر نجونو ته په دیني مدرسو کې د تعلیم اجازه ورکوي.

نوموړې پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه د راپور ورکولو پر مهال وویل، تراوسه مشخصه نه ده چې مدرسې څه اصول او مقررات لري، سټنډرډ تعلیمي نصاب لري او که نه او عصري علوم تر کومه حده په کې دي.

په افغانستان کې په معمولي ډول هلکان تر ډېره مدرسو کې دیني زده کړې کوي.

طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي تړلي او له همدې کبله د نړیوالو له غندنې سره مخامخ دي.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د روزا اتونبایوا په حواله لیکلي، د راپورونو له مخې د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو د ارزونې په حال کې دی او د دولتي مدرسو تعلیمي نصاب هم له سره ګوري.

اتونبایوا دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې په افغانستان کې د زده کړو کیفیت د اندېښنې وړ دی.

امیري: طالبانو د نیمايي وګړو خوبونه له منځه وړي او د راتلونکې نسل لرلید یې پیکه کړی

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، طالبانو یو کال مخکې افغان ښځې له پوهنتوني زده کړو منع کړې، د هېواد د نیمايي وګړو خوبونه یې له منځه وړي او د ټول هېواد اقتصادي ثبات او له هیلو ډک راتلونکې پر لور یې د راتلونکې نسل لرلید پیکه کړی دی.

هغې بېګا ناوخته په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې: "موږ باید په کلکه د افغانستان له خلکو په تیره له نجونو او ښځو سره ودرېږو ځکه هغوی له موږ غواړي چې له دغو سیاستونو سره مقابله وکړو او په یاد ولرو چې دغه سیاستونه د افغانستان له فرهنګ سره اړخ نه لګوي بلکه هغه د طالبانو ایدیالوژي ده."

پرون چهارشنبې د ډسمبر ۲۰مه یو کال پوره شو چې په افغانستان کې د پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ تړل شوي دي.

بینېټ د طالبانو له بنده د دوو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو د حقونو د دوو فعالانو ژولیا پارسي او ندا پرواني او د هغوی د کورنيو د غړو د خوشې کېدو هرکلی کړی.

بینېټ بېګا ناوخته پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دا مېرمنې اصلاً باید نه وای نیول شوې.

بینېټ یوځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د بشري حقونو مدافع فعالان، د نادولتي ټولنو کارکوونکي، خبریالان او نور هغه کسان خوشې کړي چې د بشري حقونو په ملاتړ یې غږ اوچت کړی دی.

ژولیا پارسي د تلې په پنځمه د کابل له کلای فتح الله سیمې څخه نیول شوې وه، خو پرون فعالانو تایید کړه چې طالبانو نوموړې خوشې کړې؛ او ندا پرواني چې د وږي په وروستیو کې له خپل مېړه او یو ماشوم سره په کابل کې نیول شوې وه د پنجشنبې په ورځ د طالبانو له بنده په ضمانت خوشې شوه.

د طالبانو د حکومت چارواکي د ښځو د حقونو د مدافعانو، مدني فعالانو او خبریالانو د نیولو او خوشې کولو په اړه څه نه وايي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار یولړ محدودیتونه ولګول، خو د ښځو د حقونو فعالانو د دوی پر ضد پراخ اعتراضونه کړي دي.

معترضه مېرمن 'ژولیا پارسې' د طالبانو له زندانه خوشې شوه

ژولیا پارسي نږدې درې میاشتې وړاندې د سپټمبر په ۲۷مه د فعالانو په خبره د طالبانو د امنیتي کسانو له خوا په کابل کې له خپل زوی سره د هغې له کوره ونیول شوه.
ژولیا پارسي نږدې درې میاشتې وړاندې د سپټمبر په ۲۷مه د فعالانو په خبره د طالبانو د امنیتي کسانو له خوا په کابل کې له خپل زوی سره د هغې له کوره ونیول شوه.

د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله او د معترضو افغان میرمنو د خوځښت یوه غړې ژولیا پارسي د طالبانو د حکومت له زندانه خوشې شوې ده.

د هغې دوو همکارانو نن دوشنبه ازادي راډیو ته دا خبر تایید کړی او ویلې یې دي چې مېرمن پارسي کور ته رسېدلې ده.

ژولیا پارسي نږدې درې میاشتې وړاندې د سپټمبر په ۲۷مه د فعالانو په خبره د طالبانو د امنیتي کسانو له خوا په کابل کې له خپل زوی سره د هغې له کوره ونیول شوه.

طالبانو د هغې نیول نه دي تایید کړي او تراوسه یې د نوموړي د خوشې کېدو په اړه هم تبصره نه ده کړې.

دوه ورځې وړاندې طالبانو د ښځو بله فعاله ندا پرواني او د هغې خاوند هم له څه باندې درېیو میاشتو وروسته له بنده ازاد کړل چې د بشري حقونو ادارو یې د دې ګام هرکلی وکړ.

د بخښنې نړیوال سازمان د 'ندا پرواني' د خوشې کېدو هرکلی وکړ

ارشیف
ارشیف

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له بنده د ښځو د بشري حقونو مدافع ندا پرواني او د هغې د خاوند د خوشې کېدو هرکلی کوي.

دغه سازمان نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویتر لیکلي، د اغلې پرواني خوشې کېدل یو مثبت پرمختګ دی.

وړاندې ویل شوي، پرواني باید نه وه بندي شوې.

د راپورونو له مخې، ندا پرواني چې د روژې میاشتې په پای کې له خپل خاوند او ماشوم سره په کابل کې نیول شوې وه، د چهارشنبې په ورځ په ضمانت خوشې شوه.

د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا د ښځو حقونو د مدافعینو ژولیا پارسي، مینژې صدیقي او پریسا ازاده د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان د هغوو کسانو چې د بشري حقونو او د بې عدالتي پر وړاندې غږ پورته کوي او په خپلسري ډول نیول او زندان ته اچولي کېږي، د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG