د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۲

ښځې

'آی او ایم' د افغان ښځو او نجونو د حقونو د بیا ورکولو غوښتنه کړې

ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' د افغان ښځو او نجونو د حقونو د بیا ورکولو غوښتنه کړې ده.

دغې ادارې پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې: "موږ په ګډه کولی شو، دې ته زمینه برابره کړو څو د افغان ښځو او نجونو حقونه ترلاسه، خوندي او ملاتړ یې وکړو."

څه کم دوه نیم کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه دوام لري.

له ګڼو غوښتنو سره سره طالبانو د نجونو او ښځو په وړاندې خپل دریځ بدل کړی نه دی.

د خوست لسګونو ښځو سره د وړو کسبونو او کارونو په برخه کې مالي مرسته شوې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ پرون پنجشنبه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې د دې انځور په خپرولو سره لیکلي چې د شپږو ماشومانو مور بس بېګم، د دغو مالي مرستو له لارې توانېدلي خیاطي پیل کړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ پرون پنجشنبه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې د دې انځور په خپرولو سره لیکلي چې د شپږو ماشومانو مور بس بېګم، د دغو مالي مرستو له لارې توانېدلي خیاطي پیل کړي.

د ملګرو ملتونو یوې ادارې، په خوست ولایت کې د وړو کسبونو او کارونو په برخه کې له لسګونو ښځو سره د مالي مرستې خبر ورکړی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ پرون پنجشنبه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د شپږو ماشومانو مور بس بېګم، د دغو مالي مرستو له لارې توانېدلي خیاطي پیل کړي.

دغې مېرمنې ویلي چې د هغو عوایدو له لارې چې ترلاسه کوي یې، کولی شي د خپلې کورنۍ لاسنیوی وکړي.

دا نه دي ویل شوي چې په ټوله کې له څومره شمېر ښځو سره مالي مرسته شوې او څومره پیسې لګول شوي دي.

بل لوري ته د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګې پرون په خپله ایکس شبکه کې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی به یې تر څنګ وي.

طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او فعالیتونو د محدودیتونو په دوام په زمري یا اسد میاشت کې د ښځو سینګارځایونه هم وتړل.

تر دې مخکې طالبانو په کورنیو او نړیوالو غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو او نجونو کار هم منع کړی و.

له زیاتو غوښتنو سره سره طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو نور تعلیم ته اجازه نه ده ورکړې.

کرزي یوځل بیا له طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دراوزو پرانیسته وغوښته

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازولۍ له مرستیال مارکس پوټزل سره په کتنه کې یوځل بیا له طالبانو غوښتي چې د افغانو نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.

کرزي نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر لیکلي، په دې لیدنه کې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د وروستي راپور په اړه خبرې اترې کړي دي.

سینیرلي اوغلو ته دنده وسپارل شوې وه چې د افغانستان د وضعیت په باب خپله بې پرې ارزونه برابره کړي چې د دې راپور برابرولو څو میاشتې وخت ونیوه او بیا امنیت شورا ته وړاندې شو.

کرزي په دې اړه چې دا لیده کاته کله شوي، څه نه دي ویلي.

پخواني ولسمشر تفاهم او ملي خبرې اترې په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره ضروري بللي او یوځل بیا يې پر طالبانو غږ کړی چې د افغانو نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې خلاصې کړي.

طالبانو په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې د پرله‌پسې فرمانونو له لارې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او ښځې یې له کار کولو منعه کړي دي.

یونېسف یوځل بیا د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو ټینګار کړی

ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونیزو ادارو دروازې تړلې دي.
ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونیزو ادارو دروازې تړلې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف یوځل بیا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو ټینګار کړی دی.

د سه شنبې په ورځ د جنورۍ ۱۶مه دغې ادارې په ایکس پاڼه کې لیکلي چې ډېری افغان مېرمنې غواړي پر خپلو لوڼو زده کړې وکړي.

يونېسف د نورستان ولايت د يوې اوسېدونکې سيدې بي بي په اړه ليکلي، چې له دې ادارې څخه د نغدي مرستو له ترلاسه کولو وروسته يې ویلي چې غواړي دا پیسې د خپلو نجونو پر زده کړو ولګوي.

سيده بي بي هيله څرګندوي، چې لوڼې به يې یوه ورځ ښې دندې ولري څو مجبوره نه وي د دې په څېر په کروندو کې کار وکړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته افغان نجونو ته له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورنه کړل شوه او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې هم د پوهنتونونو دروازې د افغان نجونو او ښځو پر مخ وتړل شوې.

ریچارډ بینېټ: طالبان دې له قید او شرط پرته د بې‌حجابۍ په تور نیول شوې ښځې خوشې کړي

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ پر طالبانو غږ کړی دی چې سمدسي له څه قید او شرطه پرته دې هغه مېرمنې له زندانه خوشي کړي چې د بد حجابۍ په تور یې په وروستیو کې نیولې دي.

هغه نن په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د سم حجاب د نه مراعاتېدو په تور د مېرمنو زنداني کېدل پر ښځو د نورو محدودیتونو وضع کول او د دوی د حقونو تر پښو لاندې کول دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پرون وویل چې په کابل کې یو شمېر ښځې چې اسلامي حجاب یې سم نه و مراعات کړی، نیول شوې دي.

د دغو مېرمنو د شمېر په اړه طالبانو څه نه دې ویلي، خو ځیني راپورونه وایي چې شمېر یې لسګونو ته رسېږي.

ډبلیو‌ایف‌پي: هره ورځ میلیونونه بې‌وزله افغانان د ځان مړولو او تودولو ترمنځ یو غوراوی کوي

ارشیف: په افغانستان کې یوه اړمنه مېرمن
ارشیف: په افغانستان کې یوه اړمنه مېرمن

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو‌ایف‌پي' وایي، په افغانستان کې هره ورځ میلیونونه بې‌وزله کسان د ځان مړولو او ځان تودولو ترمنځ یو غوراوی کوي.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر د هغې کورنۍ وضعیت انځور کړی چې په همدې ساړه ژمی کې د یو من لرګیو د اخیستو وس نه لري.

دغه سازمان او د ملګرو ملتونو نورو بېلابېلو ادارو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ژمي په یخه هوا کې د میلیونونه بې وزله افغانانو لاسنیوی وکړي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې شاوخوا ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې دوی کې څه باندې ۱۷ میلیونه داسې دي چې نه پوهېږي بل څاښت خواړه یې له کومه کېږي.

طالبانو په کابل کې یو شمېر ښځې د بې‌حجابۍ په تور نیولي

ارشیف: په کابل کې د مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عبدالغفار فاروق نن وویل چې په کابل کې یې یو شمېر ښځې د دې لپاره نیولي چې اسلامي حجاب یې نه و مراعات کړی.

د نیول شویو ښځو د شمېر په اړه د طالبانو دې ویاند څه نه دې ویلي، خو دا خبره یې وکړه چې دا مېرمنې به یا له سخت ضمانت ورکولو وروسته خوشې کېږي یا به قضایي ادارو ته معرفي کېږي.

وروسته تر دې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې کابل ونیو، دا لومړی ځل دی چې دوی په رسمي ډول دا تاییدوي چې د حجاب په خاطر یې یو شمېر کسان نیولي دي.

یوناما په افغانستان کې د خپلسرو نیونو مخنیوی وغوښت

ارشیف: په کابل کې د معترضو فعالانو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو فعالانو د یوه لاریون انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما له اکټوبر میاشتې راهیسې د نجونو د تعلیم د فعالانو احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان او د ښځو د حقونو د فعالې منیژې صدیقي خپلسري نیول د اندېښنې وړ بللې دي.

یوناما پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې د خپلسرو نیونو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د دې ادارې په وینا د کورنیو د کتلو حقوق، د مدافع وکیل لرلو، څارنې او عادلانه محاکمې حقونه باید رعایت شي.

طالبان چې تر دې مخکې یې نور فعالان هم نیولي، زیات وخت دغو خپلسرو نیونو په باب خبرې نه کوي، خو نیول شوي کسان د توقیف تر تېرولو وروسته خوشې کېږي، چې له رسنیو سره له خبرو منع شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا یوې کمپاینرې سمیرا حمیدي تېره اوونۍ هم د طالبانو له حکومته د منیژې صدیقي د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

ملګرو ملتونو په بادغیس کې یو شمېر ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي، د افغانستان په لوېدیځ کې یې د یوه بېړني پروګرام له لارې یو شمېر ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

دې ادارې د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې په بادغیس کې یې د نړیوال بانک په ملاتړ ځينو ښځو ته د سیمي جالونو د اوبدلو مهارت ور زده کړی او هغوی اوس له دې لارې خپلو کورنیو ته نفقه ګټي.

د دې ادارې په وینا دا ښځې سیمي جالونه د اوبو یا سېلابونو په وړاندې د زیانګالو ځمکو او باغونو په خاطر اوبي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ټينګار کړی چې د بادغیس په څېر لرو پرتو سیمو کې بزګري او کرنه د خلکو لپاره مهمه ده او دوی هڅه کوي چې په لا زیات ملاتړ سره د خلکو د وضعیت د خرابېدو مخه ونیسي.

په بامیان کې میندو او ماشومانو ته د روغتیايي خدمتونو برابرولو لپاره د مرستې ژمنه وشوه

ارشیف: په افغانستان کې یو نوی زېږېدلی ماشوم په روغتون کې تر پالنې لاندې دی.
ارشیف: په افغانستان کې یو نوی زېږېدلی ماشوم په روغتون کې تر پالنې لاندې دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د اسلامي پراختیا بانک ژمنه کړې چې په بامیان کې میندو او ماشومانو ته د ښو روغتیایي خدمتونو په برابرولو کې د ۱،۱ میلیون ډالرو مرسته کوي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې نن پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې د دغې مرستې په خاطر له اسلامي پراختیایي بانک څخه مننه کړې او لیکلي يې دي چې: "زموږ ګډ هدف د نویو زېږېدلو ماشومانو او میندو دواړو لپاره د حیاتي روغتیایي خدمتونو وړاندې کول دي."

د بې‌‌ پولو ډاکترانو ټولنې تېره اوونۍ وویل چې په افغانستان کې روغتیايي اسانتیاوو ته نه لاسرسي او د روغتیايي شرایطو خرابېدو د خلکو ترمنځ د مړینې خطر زیات کړی دی.

خوارځواکي بله هغه ستونزه ده چې د ډېرو ماشومانو او میندو ژوند یې له خطرسره مخ کړی دی.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف په اکټوبر میاشت کې ۸۳۸۶۳۷ هغه ماشومان په نښه کړې وه چې په خوارځواکۍ اخته شوي.

یونېسف د نومبر په ۲۷مه په خپل میاشتني راپور کې ویلي، په روغتیايي مرکزونو کې یې د دغو ماشومانو چې عمرونه یې له ۶ میاشتو تر ۵ کلونو پورې دي، یوازې د نژدې پنځوس زرو درملنه شوې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG