د بیت المقدس په اړه د امریکا د پرېکړې تر ردېدو وروسته د فلسطیني ادارې مشر محمودعباس وايي نور د امریکا د سولې هېڅ پلان نه مني، پاکستان ۲۸ هندي کب نیوونکي نیولي او د ریال مادرید او بارسلونا فوټبال ټیمونه سبا په مادرید کې سره مخ کیږي.
د استراليا په ملبورن ښار کې يوه موټر قصداً پنځلس کسان ټپيان کړل، موټر چلوونکی افغان وو. د جنوبي سوډان تر يو مليون زیات کسان له لوږې سره مخامخ دي. د هسپانيا په کتالونيا سيمه کې سيميېز انتخابات. د اوبو په یوه کاکریټي پايپ کې کور او هلته اوسېدل. دا خبرونه ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم کتلی شئ.
په سیمه ییزه کچه به په دې خبرې ټولګې کې تاسو له دې خبر کړو چې ایران وایي له حوثیانو سره مرسته نه کوي. د اقتصاد په ډګر کې مو په امریکا کې له یوه ستر بدلونه خبروو او دا به هم ووینئ چې هندیان په نوي ډیلي کې ولې هوا ته اوبه شیندي؟! دا خبرونه ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم کتلی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پاکستانه وغوښتل چې د تروريستانو پر وړاندي پرېکنده اقدام وکړي. نوازشريف نن یو وار بیا محکمې ته وړاندي شو. د هندوستان په يوه رستوران کې روبوټونه مېلمنو ته ډوډۍ وروړي. دا او نور جالب خبرونه له ازادي ستوډيو ووینئ. دا خبرونه پر اته بجې له پيشګام تلويزیونه هم خپریږي.
د امريکا ولسمشر نن د خپل هیواد د ملي امنيت ستراتيژي اعلانوي، په فلپين کې د مځکې ښويېدو له کبله ۲۶ کسان وژل شوي دي او په سريلانکا کې پنځوسو چينايي جوړو پر يوه ځای واده وکړه. دا او نور جالب خبرونه له ازادي ستوډيو ووینئ. دا خبرونه پر اته بجې له پيشګام تلويزیونه هم خپریږي.
ملګرو ملتونو ته د امريکا استازې وايي: شواهد شته چې ښيي ايران په يمن کې حوثي ياغیانو ته توغندي ورکوي. جاپان ويلي، پر شمالي کوريا به نوي بنديزونه ولګوي. زموږ د لمریز نظام غوندي یو بل لمریز نظام موندل شوی دی چې اته سيارې لري. ازادي ستوديو پر ۸ بجو له پيشګام تلويزيونه هم خپریږي
د غزې او اسرايل تر منځ پر پوله لاره تړل شوې ده، د روسیې ولسمشر وايي د ټرمپ مخالفانو د ده د مشروعیت زيانمنولو لپاره د ده د ټيم او روسیې تر منځ د اړيکو خبرې له ځانه جوړې کړې وې او د سوريې د سولې د مذاکراتو نوي جزیات. ازادي ستوديو له ۸ بجو له پيشګام تلويزيونه هم خپریږي
ګڼو اسلامي هېوادونو نن په یوه غونډه کې د بیت المقدس په اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړه وغندله، ملګرو ملتونو روهینګیه مسلمانان په نړۍ کې تر ټولو ځوریدلی اقلیت یاد کړ او پخواني فوټبالر دییګو مردونا له اړمنو سره د مرستې لپاره کمپاین پیل کړ.
پاریس نن د اقلیمي بدلون د تړون د سرمشریزې کوربه و، د فلسطینیانو او اسرایلیانو تر منځ نن په بیت الحم ښار کې نښتې روانې وې او د امریکا ولسمشر یو فرمان لاسلیک کړی چې زیات شمېر امریکايي ستورمځلي سپوږمۍ ته ولیږل شي.
د روسیې د بهرنيو چارو وزير وويل داسي هيڅ شواهد نشته چې مسکو له طالبانو سره مرسته کوي، د اسرايل صدراعظم له اروپايي هيوادونو وغوښتل چې بيت المقدس د اسرایل د پلازمينې په توګه په رسمیت وپېژني او په پای کې تاسو د ځغاستې يوې مسابقې ته بيايو. ازادي ستوديو له ۸ بجو له پيشګام تلويزيونه هم خپریږي.
په ځينو اسلامي هيوادونو کې نن د امریکا د ولسمشر د تازه پرېکړې پر ضد د اعتراضونه وشول. بریتانیه او اروپايي اتحادیه وايي له دې اتحاديې څخه د برتانيې د وتلو پر شرایطو په خبرو کې مهم پرمختګ شوی دی او کریستيانو رونالډو د نړۍ پنځم طلايي توپ خپل کړ. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د امریکا د ولسمشر له خوا د اسراییل د پلازمینې په توګه د بیت المقدس تر رسمي پيژندنې وروسته تُند غبرګونونه ښودل شوي، فرانسې او قطر د څه باندې ۱۴ میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل او په ریاض کې د ښځو لپاره لومړنی کنسرټ ترسره شو.ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
نور راوښيه