په ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان په ګډون په جګړه ځپلو هيوادونو کې په ۷۰۰ بيلابيلو حملو کې روغتونونه، امبولانسونه، ډاکټران، نرسان او ناروغان په نخښه شوي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ
ترکیه وايي هېوادونه باید پرینښودل شي چې د امریکا په څېر په بیت المقدس کې سفارت پرانیزي، په بریتانیا کې د روسیې پخوانی جاسوس سرګي سکریپال چې ۲ میاشتې مخکې بې سده شوی و نن له روغتون رخصت شو او سبا د انګلستان د شهزاده هري او میګن مارکل واده دی.
د ازبکستان ولسمشر خپل امریکايي سیال ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي، اروپايي ټولنه وايي له ایران سره اټومي تړون بې عیبه نه دی او د انګلستان شهزاده هري او د هالیوود لوبغاړې میګن به په دوو ورځو کې واده وکړي.
وروسته له هغه چې په غزه تړانګه کې اسرايلي ځواکونو شا او خوا شپېته فلسطينيان ووژل، د اعتراضونو لړۍ دوام لري. د جرمني صدراعظمې نن له ايران سره د ۲۰۱۵م کال د اټومي موافقې نوی ملاتړ اعلان کړ. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ
د لسګونو فلسطنیانو وژنه کابل غندلې. ایران د خپل اټومي تړون د خوندیتوب هڅې کوي او اندونیزیا ادعا کړې چې یوشمیر ترهګر یې پیژندلي. د دې ترڅنګ به د فوټبال ستوري، نیمار په اړه واورئ. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پیشګام تلویزیون څخه هم لیدلی شئ:
په دې خبري ټولګه کې له تل ابيب څخه بيت المقدس ته د امريکا د سفارت د لېږدولو په اړه د فلسطينيانو پر اعتراض، په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر مظاهری او د اټومي تړون د ژغورنې لپاره د ايران د بهرنيو چارو وزير پر هڅو په اړه معلومات اورئ. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د اندونیزیا په کوربه توب د دیني عالمانو په غونډه کې طالبانو ته د افغان حکومت د سولې د وړاندیز او هڅو ملاتړ وشو، له اټومي تړونه د امریکا د وتلو په غبرګون یو شمېر ایرانیانو نن مظاهره وکړه او په برازیل کې د بوډیو ښځو د ښایست ملکه انتخاب شوه. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.
په کابل کې د چهارشنبې ورځې د بریدونو د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ تنو ته لوړ شو، دری امریکايان چې په شمالي کوریا کې بندیان و خوشې شوي او ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې هرکلی ویلی او په قزاقستان کې لسګونه کسان د پولیسو له خوا نیول شوي دي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر د ايران له اټومي موافقې څخه د وتلو اعلان وکړ، د نړۍ هيوادونو بيلابېل عکس العملونه ښودلي دي. دا خبرونه د شپې ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم کتلی شئ
د ایران د اټومي تړون په اړه مو په دې خبرې ټولګې کې له مهمې پریکړې خبرو. په پاکستان کې د دوو ګوندونو د شخړې او د کن فلمونو د نړیوال فیستیوال په اړه دلته کتلی او اوریدلی شئ. دا خبرونه د شپې ۸ پیشګام تلویزیون هم خپروي:
د پاکستان د کورنيو چارو وزیر په لاهور کې تر درملنې لاندي دی. د روسیې ولسمشر نن د څلورمې دورې لپاره د روسیې د ورلسمشر په توګه لوړه وکړه. دا خبرونه د شپې ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم کتلی شئ
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د افغان ژباړونکو د پاتې کېدو لپاره پوره هڅه کوي، په پاکستان او هند کې خلک د هوا له ډېرې تودوخې په تنګ راغلي او بریتانیا یو ډول الماس په لابراتوارونو کې جوړیږي چې له طبیعي الماس سره توپیر نه لري. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
نور راوښيه