ملګرو ملتو د غزني په ښار کې بشري وضعیت ته اندیښنه ښکاره کړه، امریکا د سلګونو میلیارډو ډالرو په ارزښت پوځي بودیجه اعلان کړه، د دې ترڅنګ مو په دې خبرې ټولګه کې د هغه زمانې له عبادتځي خبروو چې لا انسانان له کرهڼې سره نه و اشنا. دا خبرونه د شپې ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم کتلی شئ:
افغان چارواکي وايي چې د غزني ښار تصفیه روانه ده خو په جنګ کې تر سلو زیات افغان عسکر وژل شوي ، د پاکستان د پارلمان ۲۴۳ نویو غړیو نن د وفادارۍ لوړه وکړه او په استرالیا کې یو پلورنځی خلکو ته په وړیا توګه میوه او سبزي ورکوي. دا خبرونه د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.
چک جمهوریت به ژر سل نور پوځیان د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته واستوي، ملګرو ملتونو په یمن کې د سعودي په مشرۍ د اییتلاف له خوا هوايي برید چې پکې د ۲۹ ماشومانو په ګډون ۴۳ تنه وژل شوي غندلی او یو کنګلین کافي شاپ هم درباندې ګورو. دا خبرونه د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون کتلی شئ.
سعودي عربستان وايي: د دغه هیواد او کاناډا تر منځ ترینګلی وضعيت به د سعودي د تيلو پر صادراتو اغېز ونکړي. په امریکا او اروپا کې د تودوخې درجې له زیاتېدو سره په ځینو سيمو کې ځنګلونو اور اخیستی. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پېشګام ټلوېزیون مههېروئ
سعودي عربستان وايي: د دغه هیواد او کاناډا تر منځ ترینګلی وضعيت به د سعودي د تيلو پر صادراتو اغېز ونکړي. په امریکا او اروپا کې د تودوخې درجې له زیاتېدو سره په ځینو سيمو کې ځنګلونو اور اخیستی. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پېشګام ټلوېزیون مههېروئ.
د امریکا دفاع وزير وايي: له برتانيې منندوی دی چې په افغانستان کې يې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړ. د ايران د بهرنیو چارو وزير وايي: امریکا په هيڅ ډول نشي کولای د ايران تېل محدود کړي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پېشګام ټلوېزیون مههېروئ.
پر ايران د امریکا تر نويو بنديزونو وروسته د امریکا ولسمشر ويلي، هر څوک چې له تهران سره تجارت کوي، له امریکا سره به سوداګريزې اړيکې نه لري. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پېشګام ټلوېزیون مههېروئ.
سعودي عربستان د کاناډا سفيرې ته امر کړی چې په ۲۴ ساعتونو کې دننه له سعودي ووځي، نن د جاپان پر هيروشیما ښار د امریکا د لومړي اټمي بم حملې ۷۳ کاله پوره شول. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پېشګام ټلوېزیون مههېروئ.
د پاکستان مخالفو سیاسي ګوندونو پرېکړه کړې چې د صدراعظمۍ او د پارلمان د ریاست لپاره به خپل کاندیدان معرفي کړي، ملګروملتونو د یمن په جګړه کې ښکېلې خواوې د سولې خبرو ته بللي او د اپل شرکت د ونډو ارزښت تر زر میلیارد ډالرو واوښت. د دغو خبرونو د لیدلو لپاره ازادي سټوډیو مه هیروئ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي غواړي د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وګوري، د امریکا له خوا د ترکیې پر دوو وزیرانو د بندیزونو تر لګېدو وروسته لیره د ډالرو په وړاندې ډېره لویدلې او په مصر کې په ونه ټیټ ځوان د باډي بلډنګ شوق پوره کړی. دا خبرونه په ازادي سټوډیو کې کتلی شئ.
په جوزجان ولايت کې شا او خوا دوه سوه داعش جنګيالي افغان امنيتي ځواکونو ته تسليم شول. چين وايي که امریکا د سوداګرۍ مخې ته نور خنډونه جوړ کړي، ورته اقدامات به وکړي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پېشګام ټلوېزیون مه هېروئ.
فراه او ننګرهار ولايتونه نن د دوو امنیتي پيښو شاهدان وو. د شمالي او جنوبي کورياوو لوړپوړو مشرانو سره وکتل. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پېشګام ټلوېزیون مههېروئ.
نور راوښيه