د چین جنوب لویدیځ ته سمندري توپان رسیدلی او ویره شته چې درانه مالي او ځاني تاوانونه به واړوي، د شمالي او جنوبي کوریا مشران سبا سره ګوري او د افغانستان د کرکټ ملي ټیم وايي چې له بشپړ چمتووالي سره د اسیايي جام لوبې ترسره کوي. ازادي سټوډيو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي سبا کابل ته ځي څو په سولې او امنیت خبرې وکړي، د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي نن د ۷ هېوادونو له استازیو سره پر سوریې خبرې وکړې،او سپېس ایکس کمپنۍ به لومړنی ګرځندوی کس د سپوږمۍ مدار ته ولیږي. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون کتلی شئ.
د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي خلک په افغانستان کې د طالبي افکارو د خپراوي یا طالبانیزایشن په خلاف دي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د خپل هېواد تر ټولو لوی پوځي تمرینونه وکتل او سني لیون د خپل ژوند په اړه په یوه سریال کې لوبیږي. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون خپریږي.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي: افغان امنیتي ځواکونه له دفاعي حالته تعرضي ته اووښتي دي. د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف د خپلې مېرمنې په جنازه کې د ګډون په خاطر په موقتي ډول له زندانه راخوشی شو. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې یاد، د افغانستان په ارتباط د واشنګتن خبرداري ته د جرمونو د نړیوالې محکمې ځواب، د روسیې بیسارې پوځي تمرینات او یوشمیر نور مهم نړیوال خبرونه دلته لیدلی شئ. د هند د سینما یوشمیر پخواني ستورې هم درښکاروو.
له ازادۍ سټوډیو څخه د نړۍ تازه پېښې په جرمني کې دوه افغانان د يوه سړي د وژلو په تور نیول شوي. ټاکل شوې ده د اسلامي همکارۍ سازمان سبا د سې شنبې په ورځ د افغانستان په اړه يوه غونډه جوړه کړي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
د امریکا دفاع وزیر جیم متیس له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې ډاډ یې ورکړ چې امریکا د افغان سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ژمنه ده. د ایران، ترکیې او روسیې ولسمشرانو د سوریې پر وضعیت بحث وکړ او په ترکیه کې افغان پناه غوښتونکي له ستونزو سره مخ دي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.
اروپايي ټولنې، ملګرو ملتو او د امریکا سفارت په کابل کې پرونۍ مرګونې حملې غندلي، د نړۍ دوو لویو ډیموکراسیو هند او امریکا د خوندي پوځي اړیکو تړون لاسلیک کړ او بریتانیا د بادي بریښنا تر ټولو لویې دستګاوې پرانیستې چې ۶ لکه کورونه روښانولی شي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.
د ملګرو ملتونو نوی راپور وايي: په افغانستان کې د روان ميلادي کال له پيل راهيسي د جګړې له کبله تر دوه لکه زيات کسان بې ځايه شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزير له پاکستان سره د ښو اړيکو له پيغام سره اسلام اباد ته تللی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي. واشنګتن د سوریې د جګړې په اړه تهران او ماسکو ته خبرداری ورکړ. د دې ترڅنګ به په دې خبرې ټولګه کې تاسو له یوه داسې حشره خبر کړو چې په میلیونونو کسانو پکې برخه اخیستې ده
یو سړی چې ادعا کوي افغان دی، په جرمني کې په اته نيم کلونو بند محکوم شوی دی. د ميانمار محکمې د رويټرز دوه ځايي خبریالان په اوو کلونو بند محکوم کړل. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
چین یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان په لرې پرته غرنۍ سیمه واخان کې پوځي اډه نه جوړوي، ترکیه وايي ژر له روسیې د اس څلور سوه دفاعي سیسټمونه پیري او د امریکا پوځیانو چې په ادن خلیج کې ګزمې کوي زر میله وسلې نیولې دي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.
نور راوښيه