د کندهار د امنيې مخکیني قومندان جنرال رازق د وژل کېدو د قضيې په تړاو نوي معلومات. په تايوان کې د رېل اووښتو په پېښه کې اتلس کسان ووژل شول او ۱۸۷ نور ټپيان شول. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
ترکیي د سعودي عربستان د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي د قضیې په اړه پلټڼې بشپړې کړې، د امریکا دفاع وزیر جیم متیس له چین سره د پوځي اړیکو د ښه والي په لټه کې دی او د افغان پوځ ۸ معلول سرتیري د یو لړ لوبو لپاره اسټرالیا ته ورسېدل. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د افغانستان د ولسي جرګې نوماندانو د انتخاباتي کمپاين وخت نن ماخستن پر دوولس بجې پای ته رسيږي. د امريکا د بهرنیو چارو وزير نن ترکيې ته تللی. دا او نور مهم خبرونه د ماښام پر اتو بجو له پيشګام تلویزيونه هم خپريږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پومپيو د سعودي خبريال جمال خاشوقچي د قضيې په خاطر رياض ته رسېدلی. د امريکا دفاع وزير جيم متيس وايي: د دې هيواد ولسمشر ورته ډاډ ورکړی چې د ده بشپړه ملاتړ کوي.
اروپایي ټولنه د سعودي خبریال جمال خاشقجي د احتمالي وژل کیدو مساله څیړي، د امریکا دفاع وزیر ښایي کار پریږدي، د لسګونو میلیونه ډالرو په ارزښت مخدر مواد په تایلنډ کې نیول شوي، دا او یوشمیر نور مهم خبرونه دلته کتلی شئ.
عبدالله عبدالله وایي د منځنۍ اسیا ګڼ جنګیالي په افغانستان کې د طالبانو ملا تړ کوي. نړیوال بانک د افغانستان په شمول په ګڼو هېوادونو غږ وکړ چې د اقتصادي شاتګ د مخنیوي لپاره باید په خلکو پانګونه وشي او د امریکا دفاع وزارت د F-35 جټ الوتنې بندې کړې. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په ملګرو ملتونو کې افغان ډپلوماټې زحل سلیم وویل تېر کال څه باندې ۳ زره افغان ماشومان وژل شوي. د پيسو نړیوال صندوق ګواښ وکړ چې د امریکا او چین تجارتي جنګ بیوزلي خلک زیانمنوي او د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د رزمي لوبو اتل حبیب نورمحمدوف وستایه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
په افغانستان کې د ملکيانو د تلفاتو د زياتېدو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه، په ترکيه کې د سعودي خبریال د ورکېدو په اړه تحقیقات او په اولمپيک کمېټه کې د یوې افغانې غړيتوب. دا او نور خبرونه له پېشګام ټلوېزیونه د ماښام پر اتو بجو هم کتلی شئ.
زلمي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې پر هلو ځلو خبرې وکړې. په دې خبري ټولګه کې به دا هم واورئ چې پاکستان خپل اقتصاد ته اندېښمن دی او غواړي چې په زرګونه میلیونه ډالر پور ترلاسه کړي. دا به هم دلته وګورئ چې په اوکراین کې د مهماتو په یوې لویې ډیپو کې څرنګه چاودنې کېږي.
په پاکستان کې يوه عيسوي ښځه د اعدام له سزا سره مخامخ ده. چين له امريکا وغوښتل چې د چين پر وړاندې دې بېبنسټه انتقادونه نهکوي. دا او نور خبرونه د ماښام پر اتو بجو له پېشګام تلوېزیونه هم لیدلای شئ.
د روسیې او هند مشرانو ې ۵ میلیارده ډالریز دفاعي تړون لاسلیک کړ. د ۲۰۱۸ کال د سولې نوبل جایزه یزیدۍ نادیه مراد او افریقايي ډنیس موکویګه وګټله او دا یکشنبه د نړۍ د ازادو مبارزو دوه وتلي لوبغاړي روسی حبیب نورمحمدوف او ایرلندی کانر مکګریګور لوبه کوي. ازادي سټوډیو د شپې په۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له امریکا غوښتي چې له پاکستان سره دې بيرته پوځي مرستې وکړي. دا او نور مهم خبرونه د ماښام پر اتو بجو له پيشګام تلویزيونه هم خپريږي.
نور راوښيه