د امريکا ولسمشر وايي: د افغانستان مذاکرات په ښه توګه پر مخ روان دي. د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون خبرداری ورکړی چې له اروپايي ټولنې څخه د برتانيې د وتلو يا بريګزيټ د موافقې په اړه نور مذکرات امکان نه لري.
د ناټو سرمنشي له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه تازه څرګندونې کړې دي. د دې ترڅنګ به په دې خبرې ټولګه کې وګورئ چې د افغان کرکټ ټیم ګروپ په نړیوال جام کې معلوم شو او دا به ووینئ چې یو سړی یوې دنګې ودانۍ ته څرنګه پرته له وسایلو پورته کیږي
افغان ولسمشر وايي هڅه کوي چې د یوه منظم پلان په اساس د بهرنیو ځواکونو حضور صفر ته راټیټ کړي. امریکايۍ سناتورې کمالاهاریس اعلان وکړ چې په ۲۰۲۰ کال کې به د ولسمشرۍ ټاکنو کاندیده وي او د سویس په الپ غرونو کې د واورو پر سر د بایسکل چلوونې سیالۍ وشوې. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
عبدالسلام مفتون د غرني ولایت بدخشان اوسېدونکی دی او وايي چې ګوندي یوه ورځ یې د کاناډا د صدراعظم د لیدو ارمان پوره شي. نور په دې راپور کې ووینئ
د سولې شورا وایي چین باید مستقیماً طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره وغږیږي. امریکا د ایران د فاطمیون ډلې په شمول چې افغانان په سوریه کې جنګوي په ځینو ایراني ادارو بندیزونه لګولي او یو پاکستانی ځوان له پنسلونو بیلابیل لاسي صنایع جوړوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون کتلی شئ.
په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالبانو خبرې د څلورمې ورځې په مخه هم روانې وې، په وینزویلا کې د خوان ګوایدو له موقت حکومته امریکا او ملګرو یې ملاتړ کړی خو چین، ترکیې او ځينو نورو مخالفت ښودلی او په ترکیه کې د اوښانو لرغونې لوبه پيل شوه. ازادي سټوډيو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سويس ته ولاړ چې د داووس په اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي. زرګونو ویرجنو کسانو نن د یوې عرب اسرايلي نجلۍ په جنازه کې ګډون وکړ. ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه
په قطر کې د سولې خبرې چیرته رسیدلې؟ د پاکستان صدراعظم هم په دوحه کې دی، د دې ترڅنګ به وګورئ چې په نړیوالې اقتصادي سرمشریزه کې د ۲۰۱۹ کال د اقتصادي ودې مساله څیړل کیږي او افغان ستوری راشد خان د نړۍ د غوره لوبډلې لپاره انتخاب شو:
سيمې ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي سفر نن پای ته رسيږي. په مسکيکو کې د تیلو د پايپلاین چاودلو په پېښه کې د وژل شويو شمېر پنځه اتيا ته رسېدلی.
زلمي خلیلزاد د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر شامحمود قریشي سره د افغانستان د سولې او پخلاینې په پروسې وغږېد. ډونالډ ټرمپ وايي اجازه نه ورکوي چې ایران لرې واټن ویشتونکو میزایلو ته لاسرسی پیدا کړي او لوفویل هوايي ډګر د محمدعلي کلې په نوم ونومول شي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په ټيلیفون غږیدلی او د افغانانو په مالکیت او مشرۍ یې د سولې په پروسې خبرې کړي، د سوریې په منبج کې د پرونۍ انتحاري حملې مسوولیت چې ۴ امریکایان او ۱۵ سوریایان یې ووژل داعش په غاړه واخیست. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی پاکستان ته ځي. د برتانيا پارلمان وايي: له اروپايي ټولنې څخه د برتانيا د وتلو لپاره ځای نشته. ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه
نور راوښيه