په سلګونو امریکایي پوځیان منځي ختیځ ته روان دي. په استرالیا کې تازه اورونو خلک وژلي او لارې بندې کړي. په هانګ کانګ کې د کال په لومړۍ ورځ خلکو تورې جامې اغوستي او په نوره نړۍ کې نوی کال لمانځل شوی.
په کابل کې د ککړې هوا د مخنیوي هڅې، په بغداد کې د واشنګتن پر سفارت برید، په استرالیا کې د زرګونو کسانو بیځایه کیدل او ورسره ترڅنګ په نیوزیلنډ کې د نوي کال د جشن پيلامه.
زرګونو طالب زندانیان د دوی د مشرانو او امریکا تر منځ د سولې توافق د خپلې ازادۍ سند ګڼي. د ایران او روسیې چارواکو د اټومي موافقې خوندي پاته کولو په اړه خبرې وکړې. د امریکا لوړپوړي چارواکي وايي، په عراق کې يې د ایران پر ملاتړ لرونکې ډلې هوايي بریدونه کړي.
نن د جدي ۶ پرافغانستان د شوروي د یرغل ۴۰ کاله پوره شول. په قزاقستان کې جمعه یوه الوتکه لویدلې چې پکې ۱۴ کسان مړه شوي. په ایران کې حکومت هغه خلک نیولي چې په مظاهروکې د وژل شویولپاره فاتحه ورکوله. او د هند په راجکوټ کې یوه فیشن شوجوړه شوې وه. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
طالبانو د سولې د ولسي حرکت ۲۷ غړي راخوشي کړل. په ترکیه کې د یوې بیړۍ د غرقېدو په پېښه کې اووه پناه غوښتونکي مړه شوي دي. د اسرايل هوايي ځواک نن په غزه تړانګه کې حملې وکړې. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په لار کې خنډونه، په سعودي عربستان کې د خبریال خاشقجي پر محکمې انتقاد، په هند کې مظاهرې او په اسلامي هیوادو کې مو له کرسمس څخه دلته خبرو.
په افغانستان کې یو امریکایي سرتیری ووژل شو، مخکې د یوه امریکایي عسکر تر وژلو وروسته د سولې خبرې ځنډیدلې وې. په پوځي برخه کې له پاکستان سره د واشنګتن مرسته، د روسیې د ترټولو پرمختللې الوتکې سقوط او د کرسمس جش په دې خبرې ټولګه کې:
اروپايي ټولنې او امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو نتایجو هرکلی کړی. په هندوستان کې د تابعیت اړوند نوي قانون پر وړاندي لاریونونه، په کریمیا کې ولادیمیر پوتین نوی پل افتتاح کړ، په سعودي کې د ښځو د هغو ازادیو په اړه راپور چې ښځو ته ورکړل شوي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.
د پاکستان د قانون وزارت د پرویز مشرف د اعدام پر حکم دعوه کوي. روسیه او اوکرایین په اصولو کې د ګازو د ټرانزیټ په یوه نوي تړون سلا شوي. په هند کې نن بیا سختې مظاهرې وشوې. اوله ډله انسانان له افریقا اوسني اماراتو ته راغلي و. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو هیله ښودلې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت د اوربند زمینه برابره کړي. د امریکا استازیو جرګې د ټرمپ استیضاح ته رایه ورکړه. د اسټرالیا په ځینو سیمو کې هوا ان تر پنځوس درجې ګرمه شوې. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
د اوربند او د طالبانو د پټنځایونو مساله د زلمي خلیلزاد او افغان چارواکو ترمنځ وڅیړل شوه. د دې سربیره په پاکستان او هند کې مظاهرې لیدلی شئ او د کډوالو په اړه د ملګرو ملتو د سرمنشي څرګندونې لرو.
له افغانستانه د زرګونو امریکایي ځواکونو د وتلو احتمال، په مرګ د پاکستان د پخوانی ولسمشر پرویز مشرف محکومیدل او په ترکیه کې د لسګونو کسانو د نیولو ترڅنګ مو د فوټبال د یوه لوبغاړې د خبرو پرسر له یوې لانجې خبروو.
نور راوښيه