امریکایي ځواکونه به له افغانستانه ووځي؟ د دې ترڅنګ مو دلته په چین کې د ایسار شویو افغانانو له حاله خبرو. دا به هم وګورئ چې ایران یو تن د CIA د جاسوسي په تور په اعدام محکوم کړ. داسې موټر به هم وګورئ چې په اوبو کې ګرځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبانو تر اوسه نه ده ثابته کړې چې تاوتریخوالی دې یې کم کړی وي. پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن دوهم ځل محکمې ته وړاندي شو. چین وايي امریکا د کورونا ویروس په مخنیوي کې د پام وړ مرسته نه ده کړې.
د افغانستان حکومت هڅه کوي چې له ووهان ښاره خپل اتباع وباسي ځکه په چین کې مرګونی کرونا ویروس مخ په خورېدو دی. منظورپښتین په دیره اسماعیل خان کې محکمې ته وروستل شو. په اندونیزیا کې له څو کلونو راهیسې د یوې تمساح په غاړه کې ټېر بند پاتې دی. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون خپریږي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي افغان جګړه په نړۍ کې د ماشومانو لپاره تر ټولو مرګونې جګړه ده. کرونا ویروس تر دې دمه ۱۷۰ کسان وژلي دي. د افغانستان او پاکستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمره ملي ټیمونه جمعه د نړیوال جام کوارټرفاینل لوبه کوي. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
د تورخم دروازه نن څو ساعته وروسته تر تړل کېدو بیرته پرانیستل شوه. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی علي وزیر وايي، د حکومت د مذاکراتو وړانديز ځکه جدي نه دی چې يوه خوا د مذاکراتو خبرې کوي او بل لور ته د دوی ملګري نيسي. فلسطینیانو په غزه کې د امریکا د سولې د پلان پر ضد پراخ لاریونونه وکړل.
د منظور پښتین په ملاتړ مظاهرې شوي، د غزني په ده یک کې په هغه سیمه کې چې امریکایي الوتکه لویدلې عملیات روان دي او د چین په اوهان کې په لسګونو افغانان بند پاتې دي. په جنوبي افریقا کې به مو د پنګوین له حاله هم خبر کړو چې د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې منظور پشتین دې ژر تر ژره راخوشی کړي. فلسطینیانو په غزه کې د امریکا د سولې د پلان پر ضد لاریون وکړ. د باسکټبال د ستوري کوبې براینت مینه وال د ده پر مړینه خواشیني دي.
د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل افغان ولسمشر اشرف غنی ته ویلي چې جرمني لیواله ده څو د بین الافغاني خبرو کوربه توب وکړي. کورونا ویروس تر اوسه ۲۶ تنه وژلي. په مکسیکو کې یوه نجلۍ چې لاسونه نه لري غواړي د ښکلا ملکه شي. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
د روڼتیا نړیوال سازمان له فساد سره په مبارزه کې افغانستان ته له ۱۰۰یواځې۱۶ نمرې ورکړي. د یهودانو د ډلوژنې د کمپ آشویتځ د ازادېدو ۷۵ کلیزه په اسرایيل کې لمانځل کیږي. او د سوډان له ژوبڼ د کمزورو زمریانو د ایستلو هڅې روانې دي. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
افغان ولسمشر له طالبانو سره خبرو ته په اشاره وايي چې تمه لري په افغانستان کې به تاوتریخوالی پای ته ورسيږي. د امریکا سنا د ولسمشر ټرمپ د استیضاح اصول تاييد کړل. په چین کې نوي ویروس نهه کسان وژلي دي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډیو.
نن شپه د کانګرس له خوا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استيضاح نوې مرحله پيلېږي. د روغتيا نړيوال سازمان، په چين کې د خپاره شوي ساري او وژونکي وايروس د کنټرول لپاره اضطراري غونډه کوي. او په سريلانکا کې په زرګونو غبرګولي وروڼه او خويندوې راغونډ شوي چې نړيوال ريکارډ مات کړي.
د امریکا او طالبانو تر منځ تر احتمالي سولې مخکې الیس ویلز پاکستان ته تللې ده. په عراق کې د پولیسو او معترضانو تر منځ په نښتو کې د پولیسو دوه افسران وژل شوي. په تهران کې د ویشتل شوي اوکراینۍ الوتکې تور بکس د څېړنو لپاره بهر ته نه لیږل کیږي. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډيو.
نور راوښيه