ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا ریيس عبدالله عبدالله په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر جوبایډن سره وکتل. بایډن په دې کتنه کې وویل چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي خو له دې هیواد څخه د واشنګټن ملاتړ به پای ته ونه رسېږي.
"افغان مشرانو په حساس وخت کې امریکا ته سفر کړی "
افغان حکومت د اروپايي پانګه والو د جلبولو په هڅه کې دی
د مسکو او واشینګټن ترمنځ د ترینګلتیا اوج کې د بایډن او پوتین لېدنه
راس ویلسن ، په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت سرپرست او شارزدافیر وايي د ده هیواد د جګړې له لارې د افغانستان د کنټرول له هرې هڅې سره مخالف دی. ده دا خبره له ازادي راډیو سره په مرکه کې وکړه. د متحده ایالاتو دغه ډیپلومات په قطر کې خبرې ورو او مایوسوونکې وبللې. د ده د خبرو یوه برخه دلته وګورئ.
د پلخمري ولایتي روغتون چارواکي وايي چې د پېښې له ځایه ۱۰ مړي او ١٨ ټپیان دې روغتون ته وروړل شوي چې د یو شمېر ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی. افغان چارواکو د جوزا په ۱۹مه د چهارشنبې په ورځ دا حمله تأیید کړه. امریکا او بریتانیا د هلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې مالي ملاتړ کوي.
د بدخشان عامې روغتیا ریاست وايي چې د ډزو او تیږو د ویشتلو پر مهال ۴۶ لاریون کوونکي ټپيان او درې نور وژل شوي دي. د بدخشان ولایت سلګونه اوسېدونکو نن دغه ولایت کې د نا امنۍ، د څښاک اوبو د نشتوالي او د شورابک برښنا بند د پرانیستلو په اعتراض لاریون وکړ او دغه لاریون کې دولتي تأسیساتو ته اور اچول شوی دی.
په هلمند کې سلګونه کورنيو بېځایه شويو کډوالو د قلعه کهنه او د بست تاریخي کلا په کنډوالو کې اړولي دي. ځینو له دوی ان د دې تاریخي کلاګانو منځ کې ځان ته د خټو کورونه جوړ کړي. دې کډوالو د جګړو او نا امنیو له کبله له خپلو اصلي سیمو د هلمند مرکز لښکرګاه ته پناه راوړې ده. نور په دې راپور کې.
سلګونه پاکستاني کارګر د افغانستان له لارې خلیج ته ځي
د افغانستان د فوټبال ټیم حساسو لوبو ته چمتو کیږي
د نورستان سیمهییز چارواکي وایي د شپږو زرو تر ۱۰ زرو سیلانیان سږ کال د تفرېح لپاره دې ولایت ته ورغلي دي. نورستان په افغانستان کې د سمسورو ولایتونو له ډلې دی، دا ولایت تېر کال د حکومت له لوري د ملي پارک په نوم هم نومول شوی دی.
نور راوښيه