پر کابل او څو نورو ولایتونو د پاکستان بمباري، ۴ ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي د امریکا یوه لویه تېل رسوونکې الوتکه عراق کې لوېدلې، ۴ امریکايي عسکر پکې وژل شوي راشدخان د نړۍ د کرکټ د شل اووریزو او یو ورځنیو تر ټولو غوره بالر شو هایلایټ خبرونه صفي الله ستانکزی وړاندې کوي
په کابل کې د پاکستان په هوايي برید سره لږ تر لږه څلور ملکیان وژل شوي او ځينې هستوګن کورونه وران شوي. طالبانو تایید کړې چې د کابل په ختیځ کې د پلچرخي په سیمه باندې بېګا پاکستاني پوځیانو بمبار کړی دی. د سیمې خلک او زیانمن د بریدونو له شدت او د ډېرو هستوګنو کورونو له ورانېدو خبرې کوي.
د افغانستان، سیمې او نړۍ مهم خبرونه
په داسې حال کې چې ایران کې جګړه دوه اونیو ته رسیږي، له دغه هېواده د کډوالو نوې څپه افغانستان ته ماته شوې ده. د اسلام کلا په بندر کې کورنۍ په کمو امکاناتو او ستړو څېرو افغانستان ته ستنېږي. کډوال وایي، هلته جګړې د افغانانو ژوند تریخ کړی دی. نور په دې ویډیو کې وګوری
هایلایټ: لنډ او مهم خبرونه
هغه اسراییلیان چې په کورونو کې خوندي خونه یا پټنځای نلري له یوې اوونۍ څخه ډیر وخت کېږي چې د تل ابیب په میټرو سټیشنونو کې هستوګن شوي. د آزادې اروپا / ازادي راډيو خبریال رې فورلانګ تل ابیب ته تللی او له یو شمیر خلکو سره غږېدلی چې په میتروګانو کې یې پناه اخیستې.
د افغانستان ، سیمې او نړۍ مهم خبرونه او خبري رپوټونه
دا څلورمه پرله پسې د ښځو نړیواله ورځ ده چې افغانې نجونې او ښځې يې د طالبانو تر بندیزونو لاندې تیروي. په تیرو څه باندې څلور کلونو کې له زده کړو، کار، پارکونو، عمومي ځایونو او د ژوند د نورو برخو سربیره طالبانو په یو لړ قوانیو کې حتی د ښځو غږ او مخ عورت وبلله.
افغان ښځو او نجونو د ښځو په نړیواله ورځ د عدالت لپاره خپل غږ پورته کړ. دوی له یوه نامعلومه ځایه وویل چې په افغانستان کې "جنسي توپیر" باید پای ته ورسیږي. نور دلته وګورئ.
بېګا د ایران په پلازمینه تهران کې د تیلو څو لویو چاڼځایونو او زیرمو اور اخیستی دی. د تهران په شمال لویدیځ کې د شهران د تیلو زیرمې اور اخیستی او لمبې یې زیاتې پورته ځي. همداراز په اقدسیه او سوهانک سیمو کې هم د تیلو زیرمو او چاڼځایونو اور اخیستی.
نور راوښيه