د کرکټ نړیوال شل اووریز جام د هند او سریلانکا په کوربه توب ترسره کېږي. صفي الله ستانکزی په دغه ویډیويي راپور کې تاسو ته د افغان لوبډلې د لوبو پر وخت او ځای معلومات درکوي او دا چې افغانستان له خپلو اوسنیو سیالانو سره څومره لوبیدلی.
پاکستان کې خونړۍ بمي چاودنې لسګونه شیعه ګان مړه او ټپیان کړي د ایران د اټومي پروګرام پر سر د ایراني او امریکايي پلاويو خبرې کابل او شاوخوا لسو ولایتونو کې بیا برېښنا په ګڼو سیمو کې پرچاو شوې ژمنی المپیک په ایټالیا کې پيل شو دا خبرونه د صفي الله ستانکزي په کوربه توب کتلی شئ
په اسلام اباد کې د شیعه و په جومات کې چاودنه تر اوسه د لږ تر لږه ۳۰ کسانو د وژل کیدو خبرونه خپاره شوې دي د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د اسلام اباد ننۍ چاودنه غندلې تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی
د کمال الدین بهزاد د میناتوري هنر د یونسکو په فرهنګي میراث کې شامل شوی دی. دا پریکړه د هرات د هنرمندانو د هڅونې سبب شوې ده. کمال الدین بهزاد، چې په هرات کې زیږیدلی، د تیموریانو په دوره کې د نهمې او لسمې پیړۍ یو له مشهورو انځورګرانو څخه و. د هغه میناتوري ځانګړی سبک لر.
هایلایټ: لنډ او مهم خبرونه
بامیان ته له ایران او پاکستانه ستنیدلي کډوالو ته کورونه ودان شوې دي، خو دا کډوال د ځینو نورو مهمو خدماتو غوښتنه لري، لکه د څښاک اوبه، ښوونځي، کلینکونه او کاري فرصتونه.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند وايي، له اسلام اباد سره یې د هغو افغانانو په اړه خبرې روانې دي چې په ۲۰۲۱ز کال پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه هېواد ته تللي ول.
د جاپان په شمال کې بیسارې واورې د ورځني ژوند چارې ټکنۍ کړي او تراوسه ۳۰ کسه مړه شوي. امنیتي ځواکونو او ژغورونکو ټیمونو له واورو څخه دلارو کوڅو او دخلکو کورونو پاکولو ته مخه کړه. چارواکي بیاهم خبرداری ورکوي چې د ژمي خطر لیرې شوی نه دی.
یو شمېر افغان کډوال چې له افغانستانه د خپل امنیت په خاطر له افغانستانه وتلي و او په ایران کې اوسېدل، په دغه هیواد کې د وروستیو لاریونونو او نا امنیو پر مهال بیرته افغانستان ته ستانه شوي
هایلایټ؛ د افغانستان او نړۍ مهم لنډ خبرونه
دافغانستان، سیمې او نړۍ مهم خبرونه او خبري رپوټونه
نور راوښيه