د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یو شمېر ښوونځیو زدهکونکو ازادي راډيو ته وویل چې درې کاله کېږي چې ښوونځیو ته نهدي تللي.
د کندهار په جوماتونو کې هره ورځ د روژه مات لپاره دسترخوانونه هواریږي، د حضرت محمد مصطفی مسجد جامع یو له دغه جوماتونو څخه ده . په کندهار کې د ازادي رادیو خبریال صادق رښتیني د روژه مات د عکسونو دا ګالري برابره کړې.
په ارزګان کې د فوټبال فدارسیون مسؤلین وايي، دغه سیالۍ ۲۰ ورځنۍ دي او ۱۶ لوبډولو پهکې برخه اخېستې.
د سولې مشورتي لویه جرګه د ولسمشر اشرف غني په حضور سره پیل شوه. دغه جرګه له طالبانو سره د سولې په اړه د مشورو د اخیستو په هدف د ښاغلي غني لهخوا رابلل شوې ده. په دغې جرګه کې د افغانستان له ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو له استازو نږدې درې زره تنو ګډون کړی دی.
د کونړ ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، پاکستاني پوځ يې د ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ په فرضي کرښه اغزن تار غځولی دی.
غزنی چې ډېری وخت ورڅخه د جګړو او وینو تویولو عکسونه، خبرونه او ویډیوګانې راځي، خو دا ځل پهدغه ولایت کې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تأثیر د ښار له بېلابېلو ځایونو څخه د غوټیو او نوو ټوکېدلو ګلونو د عکسونو یو البوم تیار کړی دی چې دلته یې کتلی شئ.
په کندهار کې د سولې تر سرلیک لاندې د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې.دغه سیالۍ د چهارشنبې په ورځ د پیوند مدني ټولنې لهخوا د خېبر لېسې، باور خصوصي ښوونځۍ او بایسکل ځغلونې فدراسیون په همکارۍ جوړه شوې وه.
د هرات فرهنګي مسؤلین وايي، د دې ښار تاریخي ګدامونه د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي چې د افغانستان د حکومت له بودجې څخه دا پیسې ورکول کېږي. د ازادي راډیو خبریال شاهپور صابر خبرنگار رادیو په هرات کې پر دغو تاریخي ګدامونو دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
د دغه نندارتون مسؤلین وایي، په دغه نندارتون کې د کارتوني شخصیتونو له ۲۴۰ زیاتې نقاشۍ د یوې اوونۍ لپاره نندارې ته...
د بدخشان په مرکز فیض اباد کې یو شمېر ښځو د دغه ولایت د ښځو چارو له ریاست سره د نوي لمریز کال په مناسبت د سمنک...
ایراني چارواکي وايي چې د تېرې اوونۍ د شدیدو بارانونو او سېلابولو له امله ۳۷ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي. ۱۸ تنه د فارس ولایت مرکز شېراز کې مړه شوي دي.
چارواکي وايي چې پهدې وروستیو کلونو کې په کندز ولایت کې د خلکو ترمنځ د ګلانو د روزنې دود او فرهنګ وده کړې او دا مهال پهدې ولایت کې په سلګونه کسان د ګلانو په روزنې بوخت دي.
نور راوښيه