جو بایډن د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه او له دې سره د ډونالډ ټرمپ د واک څلور کلنه دوره پای ته ورسېده. ۷۸کلن بایډن ته د امریکا د سترې محکمې قاضي القضات جان رابرت د کانګرس په انګړ کې قسم ورکړ.
ماریه حسېن حبیبي په یوه ښوونځي کې ښوونکې او په هیلدزهایم پوهتون کې استاده ده. ماریه حسېن حبیبي د 2016 کال له اکتوبر میاشتې راهیسي د خپلو تابلوګانو بیلابېل نندارتونونه جوړ کړي دي.
مختار اميري په کاناډا کې اوسېدونکی افغان انځورګر دی. هغه په ۱۹۹۴ کال کې زیږیدلی او انځورګري یې د غلام محمد ميمنګي په مرکز کې زده کړې ده. د نوموړي په هنر کې د افغان ميرمنو حالت په دې انځورونو کې کتلی شئ.
په هرات کې د خواجه عبدالله انصاري د المونیمو ویلي کېدو په کارخونه کې ۱۱۰ ډوله المونیمي لوښي جوړیږي چې ډېری یې اروپايي هېوادونو او کاناډا ته صادریږي.
د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې یوه اوونۍ پوره کیږي.
هيله ازاد د افغانستان د غزني ولايت ده. نوموړې له دولسم ټولګي فارغه ده. هغې ازادي راډيو ته ويلي چې غواړي د انځورګرۍ مختلف مکتبونه سره ګډ کړي. دلته یې د انځورونو ځينې بیلګې کتلی شئ.
.
د پروان ولایت مرکز چاریکارو کې د تېرې سې شنبې د شپې ناوخته سیلابونه راووتل. دغه سیلابونه د زمري د میاشتې ۴مه د شپې ناوخته هغه مهال راوتي چې خلک په خواږه خوب ویده وو جې د ښار اوسېدونکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.
شمسيه حسني د خپل هنر له لارې د ښځو ژوند ښيي. ۳۲ کلنه حسني په کابل کې اوسي. هغې پر کابل سربيره، په ترکيه او امريکا کې هم پر ديوالونو انځورونه جوړ کړي دي. دلته یې د کابل څو هنرونه وګورئ.
۹ کسه افغان غرختونکي چې درې په کې نجونې وې د بدخشان د پامیر لوړې څوکې نوشاخ ته ورسېدل.
یو کال د تصویر په ژبه
نور راوښيه