په کندهار کې د امریکا د پرمختایي ادارې لخوا د ښځو د لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون. مسؤلین وايي، د دغه نندارتون څخه د دوو ورځو په جریان کې ۱۵۰۰ کسانو ليدنه کړې او د يو نيم ميلیون افغانيو په ارزښت پکې قرادادونه لاسليک شوي او د څلور نيم لکو افغانيو په ارزښت نندارې ته اېښودل شوي توکي خرڅ شوي. محمد صادق رښتیني د دغه نندارتون څخه د عکسونو دا ګالري برابره کړې.
په کندهار کې د ماهیانو د خصوصي فارمونو شمېر په تېرو دوو کلونو کې له ۹۲ څخه ۱۲۰۰ ته لوړ شوی چې ۲۵۰۰ کسانو ته د ګټې او کاروبار ښه فرصتونه برابر شوي دي.
د لغمان ولایت قرغهیي ولسوالۍ یوه سمسوره ولسوالۍ ده، بزګر یې تل له خپلو کرنیزو توکو د ژوند بېړۍ روانه کړې.
د هلمند ولایت د لښکرګاه په وروستي برید کې چې ټول تلفاتيې ۳۳ تنه وو، ویل کېږي ډېر ملکي کسان زیانمن شوي دي.
د روسیې پلازمېنه د افغانانو د هغې ټولنې لپاره کور دی چې د پخواني شوروي سواستوپول هوټل شااوخوا سیمو کې اوسېږي.
د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د هلمند ګرمسیر ولسوالۍ تللی او په اړه یې دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
ځانګړي ځواکونه، هغه ځواکونه چې د افغان او امریکايي ځواکونو په خبره د سیمې په کچه بېساري ځواکونه دي. هغه ۱۷ زره کسیز ځواکونه چې د پتنګ قریشي په څېر اتلان په خپلو ځانګړو عملیاتو کې لري.
په کابل کې د سرکس په نوم ښوونځی سلګونه افغان ماشومانو سره مرسته کوي، څو د کلونو جګړو او د بې وزلیو له امله شته ناروغۍ له منځه یوسي.
په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نېږدې په زوروه زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي. دوى وايي، په دې پېښه کې شا و خوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.
ياد زرنج امبولانسونه چې شمېر یې ۱۸۹عرادو ته رسېږي، د يونسیف مرستندویه ادارې له خوا د کندهار د عامې روغتيا رياست سره مرسته شوي دي.
د شمشاد خصوصي ټلوېزیون د وسلهوالو حمله کوونکو له حملې څو ساعته وروسته بېرته خپرونې پیل کړې. د شمشاد ټلوېزیون مسؤلانو لا تر اوسه د دې حملې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نهدي ورکړي.
دغه لوبغالی د یو میلیون ډالرو په لګښت د هند په مالي مرسته جوړ شوي چې اوس په کې د لومړي ځل لپاره د ګرېډ ون یا اولې درجې ۵۰ اوریزي لوبې پیل شوي.
نور راوښيه