په کابل، کونړ او فاریاب کې خلک د رأیو مرکزونو ته ځي چې د خپلې خوښې نوماند ته رأیه ورکړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د رأیو مرکزونو ته ولاړل او د خپلې خوښې نوماند ته یې رأیه ورکړه.
خلکو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې برخه اخیستې او د خپلې خوښې نوماند ته رأیه ورکوي.
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د کرکټ یوه میاشتنۍ ټورنمېنټ تېره ورځ ناوخته د پوهنتون اې لوبډلې په بریا پای ته ورسېد. په دغه ټورنمېنټ کې چې ۲۴ لوبډلو برخه اخېستې وه لومړی مقام پوهنتون اې ټيم دوهم عابد ټيم اودرېیم مقام د لمر ټيم ترلاسه کړ. پهدغه ولایت کې د کرکټ بورډ د اداري مشر محمدنبي عادل د یادې لوبې د پای مراسمو کې ازادي راډيو ته وویل چې دا ټورنمېنټ د پوهتنون د ادارې لهخوا ترتیب شوی وو. بلخوا لوبغاړي هم خوښ وو او له کرکټ بورډه یې دا غوښتنه وه چې لوبغالی ورته جوړ کړي او ټورنمینټونه ورته ترتیب کړي.
د سویل ختیځو ولایتونو یو شمېر نارینه او ښځینه بڼوالو او صنعتکارانو خپلو محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره په ګردېز کې یو، یو ورځنی نندارتون جوړ کړ.
د هلمند کجکي ولسوالۍ د ښې اب او هوا له امله د هلمند یوه له سمسورو ولسوالیو څخه ګڼل کېږي. دغه ولسوالي د هلمند په شمال کې موقعیت لري. د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي دغې ولسوالۍ ته تللی او دغه په زړه پورې عکسونه یې چمتو کړي دي.
نورستان د افغانستان په ختیځ کې یو ښکلی طبعیت لرونکی ولایت دی چې زیاتره سیمې سمسورې وې.
د ارزګان ولایت مرکز کې مېشت کوچيان وايي، زرګونه څاروي د لهمنځه تلو په حال کې دي او د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي. د دغه ولایت د لېرې پرتو سیمو یو شمېر کوچیانو چې تازه د ترینکوټ ښار څنډو ته د وچکالۍ له کبله راغلي ازادي راډيو ته وویل چې نه په وطن کې د شپې تېرولو ځای لري او نه هم غرونو کې، ځکه د دوی په خبره چې وچکالي ده او د څارویو لپاره څړ ځایونه نشته.
د خوست ځوانان او اوسیدونکي وايي، چې په یاد ولایت کې ډاډمن امنیت او د ښار په بیلابیلو سیمو کې د تفریح ځایونو او پارکونو جوړیدل د دې لامل شوي چې د نورو کلونو په پرتله دا اختر ډېر په خوند او خوشالۍ سره ولمانځي.
په جلال اباد ښار کې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې او راتلونکې لوی اختر په مناسبت د خلکو چمتووالی.
په هرات ولایت کې د انګورو او شاتو نندارتون پرانیستل شو، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر وايي چې ډېر ژر به بهرنیو هېوادونو ته د هرات له هوايي ډګره یې صادرات پیل شي. دا انځوریز راپور له هراته شاه پور صابر رالېږلی دی.
په خوست کې د کرنې وزارت په چوکاټ کې د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا پروګرام «کارډ-اف» له خوا د نسلي د چرګانو د پاللو لس زریز فارم له جوړېدو وروسته خپل فعالیت پیل کړ.
نور راوښيه