په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د کابل په بېلابېلو برخو کې د دنګو ودانيو جوړېدو، د دې ښـار بڼه بدله کړه. که څه هم ويل کېږي دغه ودانۍ په معيار برابرې نه دي، خو خلک وايي دغو ودانيو ښار ښايسته کړى. د ازادۍ خبريال تميم اخګر دغه عکسونه اخيستي.
سربیايي مېرمن لوبیانکا نیکولوویچ د فضايي اکتشافاتو لپاره مرګ په ځان منلی. دا غواړي چې مریخ ته په داسي سفر لاړه شي چې بېرته راتګ نه لري. مارس ون ټولنې له هغو کسانو چې غواړي په مریخ کې ژوند وکړي د یو طرفه سفر تابیا کړې ده.
له اریانا ټلویزيوني شبکې سره په همکارۍ له بنجشنبې د ورځې خبرونه په ټلویزيوني بڼه خپروي. دا خبرونه د اریانا ټلویزيون د ماښام د ۶ او د شپې د اتو بجو په خبري سرويسونو کې کتلی شئ. سلطان محمد سرور ننني خبرونه وړاندې کوي.
له اریانا ټلویزيوني شبکې سره په همکارۍ له چهارشنبې د ورځې خبرونه په ټلویزيوني بڼه خپروي. دا خبرونه د اریانا ټلویزيون د ماښام د ۶ او د شپې د اتو بجو په خبري سرويسونو کې کتلی شئ. سلطان محمد سرور ننني خبرونه وړاندې کوي.
له اریانا ټلویزيوني شبکې سره په همکارۍ له دوشنبې تر جمعې سیمه يیز خبرونه په ټلویزيوني بڼه خپروي. دا خبرونه د اریانا ټلویزيون د ماښام د ۶ او د شپې د اتو بجو په خبري سرويسونو کې کتلی شئ. رضوان مراد ننني خبرونه وړاندې کوي.
آزادي راډیو هرکال د کال غوره شخصیت اعلانوي. هغه افغانان د کال د شخصیت په توګه غوره کېږي چې د آزادۍ راډیو له اهدافو سره سم د ډیموکراسۍ د ارزښتونو لپاره کار کوي. په دې ویډیو کې د آزادۍ راډیو له سږني شخصیت سره آشنا شئ! ویډیو ولي سباوون
د افغانستان د محابسو د عمومي ریاست شمیرې ښیې د ټولو بندیانو څخه هغه کسان چې د کورني امنیت په وړاندي یې جرمونه ترسره کړي، ۲۷ فیصده جوړوي او پدې کې پنځه فیصده یې ښځي دي . فریبا ظاهر د ښځینه بندیانو د راپورنو د ځانګړي لړۍ په لومړنۍ برخه کې دې ستونزې ته کتنه کړې