په تېرو اوونيو کې کندوز ولايت د زياتو ناامنيو شاهد و، څو ولسوالۍ يې د وسلوالو لاس ته ورغلې، خلک د جګړو له کبله په کې بېځايه شول او اقتصاد يې زيانمن شو. خو د دغو ناامنيو او جګړو تر څنګ په دې ولايت کې عادي ژوند هماغسې رنګين دى. د ازادۍ راډيو خبريال اجمل ارين د خلکو د عادي ژوند دغه عکسونه رالېږلي
آزادي راډیو د اریانا ټلویزيوني شبکې په همکارۍ له دوشنبې تر جمعې سیمه يیز خبرونه په ټلویزيوني بڼه خپروي. دا خبرونه د اریانا ټلویزيون د ماښام د ۶ او د شپې د اتو بجو په خبري سرويسونو کې کتلی شئ. نني خبرونه اجمل اند وړاندې کوي.
آزادي راډیو د اریانا ټلویزيوني شبکې په همکارۍ له دوشنبې تر جمعې سیمه يیز خبرونه په ټلویزيوني بڼه خپروي. دا خبرونه د اریانا ټلویزيون د ماښام د ۶ او د شپې د اتو بجو په خبري سرويسونو کې کتلی شئ. ننني خبرونه اجمل اند وړاندې کوي.
د ژوند خیریه ټولنې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د سه شنبې په ورځ پر شاوخوا دیرشو هغو بې وزلو کورنیو مرستې وویشلې،چې سرپرست نه لري او یوازې د خدای هیلې ته ناست دي. فلمبرداری اوراپور:شاه محمود شینواری ایډیت: ولی سباوون
د افغانستان د فواید عامې وزارت د سړکانو د ساتنې او څارنې معین کندهار ته د خپل سفر پر مهال وویل چې په دغه ولایت کې د ځینو سړکانو سروې شوې او پر ډیزاین یې کار روان دی. هغه وویل، د کندهار ښار او هوايي ډګر تر منځ سړک چې د افغانستان په کچه یو نمونوي سړک دی کار به یې پر وخت پای ته ورسیږي. راپور: محمد صادق
که څه هم د افغانستان رسنۍ د طالبانو له سقوط وروسته، د هيواد لپاره د پام وړ لاسته راوړنه ده، خو په افغانستان کې ژورناليزم يو له خطرناکو مسلکونو څخه شمېرل کېږي. ښځينه خبريالانې له کومو ستونزو سره مخامخېږي؟ پر دې سربېره چې دا مسلک له ګڼ شمېر ستونزو او خطرونو ډک دی. ملالۍ بشير راپور لري
آزادي راډیو د اریانا ټلویزيوني شبکې په همکارۍ له دوشنبې تر جمعې سیمه يیز خبرونه په ټلویزيوني بڼه خپروي. دا خبرونه د اریانا ټلویزيون د ماښام د ۶ او د شپې د اتو بجو په خبري سرويسونو کې کتلی شئ. ننني خبرونه رضوان مراد وړاندې کوي.
نړیواله ټولنه له ایران سره د اټومي لانجې په اړه په خبرو بوخته ده او تمه ده چې د روانې میلادي میاشتې تر اخره دواړه لورې یو هر اړخیز تړون وکړي. د دې تړون په اړه او د اټومي تاسیساتو دننه د یو شمیر علمي اصطلاحاتو د وضاحت لپاره احمد شیبر د اټومي زده کړو له متخصص محمد تنها سره په دې ویډیو کې غږیدلی
نور راوښيه