د تېرې یوې لسېزې راهیسې په جنګ کې د وژل شویو ځینو کسانو پاتې شوني اثار په کابل کې نندارې ته وړاندې شوي دي. د خاطرو د صندوقونو په نوم د دغه نندارتون ګډونوال د سولې د شمعوو په بلولو سره وايي چې جګړه افغانان وژني او باید عادلانه سولې ته کار وشي. ایډیت: ولی سباوون، ویډیو:یوسف خان ځدراڼ
د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالینو شبکه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما وروستی راپور نیمګړی او یو طرفه ګڼي. د دغې شبکې غړو نن د یوه خبرې کنفرانس پرمهال وویل، که ملګري ملتونه دغه ډول راپورنو ته ادامه ورکړي، بې طرفي به یې تر پوښتنې لاندې راشي. ویډیو: ابراهیم صافی
افغان ميناتور او انځورګر عيسى منګل چې له څه باندې دوو لسيزو په جرمني کې ژوند کوي، په خپلو انځورګريو کې افغاني سبک ژوندى ساتلى دى. د ده تر ټولو مهم هنري اثر پر يوه خُم د ميناتورۍ ظريفه انځورګري ده، چې وايي څه باندې درې کاله يې ورباندې کار کړى دى. ازادۍ راډيو ته يې د خپلو انځورګريو ځينې عکسونه رالېږلي دي
د کابل ښار د پل خشتي سیمه، هغه سیمه ده چې ډېریو خلکو ته پخواني یادونه تازه کوي. هغه وختونه چې خوږې او ترخې خاطرې له ځانه سره لري. دا ټول رازونه په ځمکه پراته په هغو کاغذونو، سکو او لرغونو شیانو کې دي چې اوس یې یو بنډل په شاوخوا سلو افغانیو او په ډېره ټیټه بیه پلورل کېږي. وېډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی
په داسې حال کې چې د ژمي له راتلو سره ګڼ افغانان د طبیعي پېښو له ګواښونو ځوریږي افغان حکومت وايي چې سږ کال یې د زیانونو د کمېدو او پر وخت د مرستو رسولو لپاره بشپړ پلان جوړ کړی دی. ویډیو او اېډېټ: یوسف ځدراڼ
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ښځو؛ سولې او امنیت په اړه د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک د ملي عمل پلان د اړوندو ادارو سیاسي ارادې ته اړتیا لري. ویډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی
په کابل کې د لومړي ځل لپاره د الکټرونکي وسایلو نندارتون پرانیستل شو. په دې نندارتون کې شاوخوا سلو شرکتونو خپل محصولات په یوسلو شلو غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي وو. ویډیو: ابراهیم صافی
هغه سخت مقررات چې د خلکو په عبادت، اسلامي لباس او سیاسي ژوند لګول شوي دي د تاجکستان ټولنه یې سره ویشلې ده. د پروانې او سروناز په نومونو دوه خویندې هم په دغو اختلافاتو کې راګیر دي. یوه سخته دینداره او بله هم سخته غیر مذهبي ده.
د ناټو عمومي منشي یو ځل بیا ټینګار کوي چې ناټو له افغانستان سره په خپلو ژمنو ولاړ دی. د افغان ځواکونو چې د یاغیانو په وړاندې جګړه کې یې خپله وړتیا ثابته کړې ملاتړ ته دوام ورکوي او ناټو به په راتلونکو کلونو کې هم د افغان ولس ترڅنګ وي.
بي بي عايشه حبيبي اوس شا و خوا شپېته کلنه ده. خلک يې په قوماندان کفتر پېژني. په افغانستان کې د تېرو ٣٥ کلونو شخړو په نتيجه کې قوماندان کفتر ته وفادارو جنګياليو د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ او وسلوالو طالبانو په وړاندې جګړې کړې دي. تر ټولو جالبه دا ده چې قوماندان کفتر يوه ښځينه قوماندانه ده.
هغه تړون چې دبوسنیا هیرزیګوینا درې نیم کلن جنګ ته یې دپای ټکی کیښوده . دغه تړون بوسنیا هیرزیګوینا په دوه برخو وویشله چې دوامدارو اختلافاتو یې کلونو راهیسې دغه هیواد له سیاسی لانجوسره مخ کړی دی .
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر، د چک جمهوريت د کډوالو د ساتنې د يوه مرکز وضعيت غنلدى دى. د چک د عدليې وزير وايي د دې مرکز وضعيت تر زندان هم بدتره دى.
نور راوښيه