په کابل کې د ستارې ښوونځي کې په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون چې تر څنګیې د دفاع وزارت پخوانی ویاند دولت وزیري هم خپله رأیه وکاروله.
په کابل، کونړ او فاریاب کې خلک د رأیو مرکزونو ته ځي چې د خپلې خوښې نوماند ته رأیه ورکړي.
د کابل ستاره لېسه یو له هغو ښونځیو چې په کې انتخاباتي محل جوړ دی. د نورو رایو ورکوونکو تر څنګ د دفاع وزارت پخوانی ویاند دولت وزیري هم دغه محل ته راغلی چې خپل د خوښې وړ کاندید ته خپله رایه وکاروي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د رأیو مرکزونو ته ولاړل او د خپلې خوښې نوماند ته یې رأیه ورکړه.
د کابل پکتیا کوټ کې د رأی ورکولو مرکز لا نهدی پرانېستل شوی.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق په يو بريد کې ووژل شو. هغه د وسله والو طالبان سره د سختې دښمنۍ لپاره پېژندل کېده او تور یې پوري کاوه چې هغوی د پاکستان لاسپوڅي دي خو طالبان او پاکستان دا تورونه نه مني. د ژوند په اړه یې نور معلومات د بشير ګواښ په راپورکې وګورئ.
د امريکايي ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت مخ په ځوړ روان دی. دا چې لامل يې څه دی؟ د احمد شاه اعظمي په ترتيب کړې ويډيو کې يې وګورئ.
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د کرکټ یوه میاشتنۍ ټورنمېنټ تېره ورځ ناوخته د پوهنتون اې لوبډلې په بریا پای ته ورسېد. په دغه ټورنمېنټ کې چې ۲۴ لوبډلو برخه اخېستې وه لومړی مقام پوهنتون اې ټيم دوهم عابد ټيم اودرېیم مقام د لمر ټيم ترلاسه کړ. پهدغه ولایت کې د کرکټ بورډ د اداري مشر محمدنبي عادل د یادې لوبې د پای مراسمو کې ازادي راډيو ته وویل چې دا ټورنمېنټ د پوهتنون د ادارې لهخوا ترتیب شوی وو. بلخوا لوبغاړي هم خوښ وو او له کرکټ بورډه یې دا غوښتنه وه چې لوبغالی ورته جوړ کړي او ټورنمینټونه ورته ترتیب کړي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر تور پورې کړی چې د جولای پر ۲۵مه په انتخاباتو کې درغلي شوې. محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر اوومه د ګوند د شهیدانو ورځې په مناسبت په کوټه کې غونډې ته وویل، دا کار یوازې د یوه کس د وزیر اعظمۍ لپاره شوی. د پاکستان انتخاباتو کمېشن دا تور په بیا بیا رد کړی. اڅکزي وویل، افغانان ل
د سویل ختیځو ولایتونو یو شمېر نارینه او ښځینه بڼوالو او صنعتکارانو خپلو محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره په ګردېز کې یو، یو ورځنی نندارتون جوړ کړ.
د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې د ودونو په غونډو کې ټولو بلل شویو مېلمنو له ډوډۍ يا پاستي ښځې پخوي.دغه مېرمنې د ۵۰ کلو بوجۍ پخولو ۱۲۰۰ روپۍ مزدوري اخلي. د مشال راډیو خبریال ځلاند يوسفزی د ټانک په ګومله سيمه کې يو واده ته ورغلی او دا ویډیويي رپورټ یې جوړ کړی دی. د خېبر پښتونخوا په ټانک
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي راشد خان د یو ورځني کرکټ په درجه بندۍ کې د تر ټولو لوړ الراونډر مقام خپل کړ. دی نړیوالو ته څه پیغام لري؟ په ویډیو کې یې لیدلای شئ.
نور راوښيه