په هرات ولایت کې پر یو شمېر لوحو لیکل شوي پيغامونو غبرګونونه راپارولي دي. پر دغو لوحو لیکلي: د ښځو بد حجابي د نارینه وو د بې غیرتۍ له کبله ده. د هرات د مدني فعالانو په باور په هرات ښار کې د لوحو د نصبولو تر شا هدف د اندېښنې وړ دی. راپور او اډيټ: ملالۍ بشير ويډیوګرافي: شاهپور صابر
کابل کې د ژمي سوړوالي د سوالګرو او کارګرو ماشومانو ژوند سخت کړی. یو شمېر سوالګرو او کارګرو ماشومانو ازادي راډيو ته وویل چې د کمزوري اقتصاد له امله اړ دي د ژمي ساړه په ځان ومني او د کورنۍ نفقه برابره کړي. عکسونه: په کابل کې د ازادي راډیو خبریاله فېروزه عزیزي
په افغانستان کې د بشر حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د جګړو د قربانیانو کورنۍ له حکومت غواړي چې جنګي مجرمین محاکمه کړي. شفیع کریمي د پلچرخي سیمې ته تللی او دا راپور یې چمتو کړی دی.
څېرې - له غوث الدین فروتن سره خبرې
۴۰ کاله وړاندې په همدې ورځ په ایران کې د اسلامي انقلاب ملاتړو محصلینو په تهران کې د امریکا پر سفارت حمله وکړه او د سفارت کارکوونکي یې د ۴۴۴ ورځو لپاره یرغمل کړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د وتلو پر سر له طالبانو سره د پټ ملاقات لغوه کړې ده. که څه هم ټرمپ له طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ ختمه بللې خو د سیمې پر سیاسي چارو نظر لرونکي فکر کوي چې اوس هم د امن هیله شته. بوریوال کاکړ په دې اړه د امریکا غږ راډیو جوړ کړی رپوټ وړاندې کوي.
کابل د پنجشنبې ورځې سهار په درېيو چاودنو پیل کړ. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پهدې پېښو کې ۱۱ تنه ووژل شول او ۴۵نور ټپیان دي. شفیع کریمي د پېښې له ځایه د نورو جزئيات سره. ويډیو او جوړونکی: شفیع کریمي
د ازادي راډیو په ځانګړې مرکه کې عصمت څاروان د افغانستان د اولمپیک کميټې له ریس حفیظ الله ولي رحيمي سره خبرې کړي. بشپړه مرکه دلته.
زیات نفوس د ګڼو کورنیو ژوند ستونزمن کړی دی.په افغاني ټولنه کې لا هم په قبیلوي شکل د زیاتو وګړو لرونکې کورنۍ شته چې ان د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي.
د پنجاب له مرکز لاهوره د بلوچستان مرکز کوټې ته تلونکې يو اور ګاډي يو بل اور ګاډي سره ټکر کړی دی.
یوه ډله مډلې نجونې څادري د افغانستان د فرهنګ برخه نهګڼي، خو مډل هلکان وايي پګړۍ په افغانستان کې د جنګ ښکارندویه نهده. شفیع کریمي د دغو نجونو او هلکانو د مډلنګ نندارې ته تللی دی.
نور راوښيه