د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې چې تېره ورځ سلګونه خلکو لارینونه پیل کړي او وروسته بیا تر مرکز غزني ښاره هم ورسیدل، نن دوهمه ورځ هم ادامه لري. دغه لاریون کوونکو پر لاریون سربېره د کابل ـ کندهار ترمنځ لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ تړلې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په قابل بای سیمه کې انتحاري حملېی یو تن وژل او څلور نور یې ټپیان کړي. وېډیو او اېډیټ سباوون کاکړ
ایراني چارواکي په تهران کې د مسلمانو د یوې صوفي ډلې د احتجاج کوونکو او د پولیسو ترمنځ په اخ و ډب کې د شپږو تنو د وژل کېدو او له درې سوه زیاتو کسانو د نیول کیدو خبر ورکوي.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له خوا، د کابل د ښځو د تولیداتو یو نندارتون د پنجشنبې په ورځ پرانېستل شو .
په کراچۍ کې د يو چينايي وګړي تر وژلو وروسته پوليسو د لټون عمليات پېل کړي دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې حملې پړه نه ده منلې. تېرکال هم پر چينايي وګړو ورته حملې شوې وې او له بلوچستانه دوه چينايان تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي وو. بشير ګواښ پرې ويډيو جوړه کړې.
په افغانستان کې انټرنېټي سوداګري زياته شوې ده. دا چې په کابل کې د امن او امان د خطر او د سختې ګڼې ګوڼې له وجې خلک زړه نه ښه کوي چې د ښار لويو مغازو ته لاړ شي، نو دوی د ان لاين یا انټرنېټي سوداګرۍ له لارې توکي غواړي. د فرانسې خبري اژانس په دې اړه يوه ويډيو خپره کړې چې پښتو بڼه یې دا ده.
په ټولنیزو شبکو کې د یوې ښځې د وهلو د ویډیو له خپرېدو وروسته د تخار د والي ویاند وايي، دغه ښځه ۲۲ کلنه ده او د کورنیو د غړیو لهخوا وهل شوې ټکول شوې ده. سنتالله تیمور د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په ویډیو کې یو سیمهییز قوماندان هم لیدل کېږي چې دی هم د دغې ښځې د کورنۍ غړی دی.
که څه هم د وچکالۍ د ويرې په کندهار کې څو ځله د باران غوښتلو لپاره خلکو د استسقاء لمونځونه او دعاګانې وکړې خو د دوشنبې په ورځ د باران ورېدولو د خلکو هيلې وغوړولې.
د کابل پر انټر کانتیننټال هوټل حمله کې څو تنه لوړ پوړي چارواکې وژل شوي دي، چې له هغې ډلې یې یو هم د سولې د عالي شورا غړی احمد فرزان و. د وژل شویو په کتار کې یو افغان ډیپلوماټ هم شامل و، نور په دې ویډیو کې وګورئ ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی
په کونړ ولایت کې نن شنبه اووه بجې د انتخاباتو لپاره خلک د رایې اچونې صندوقونو ته ورغلل
ولې په هر اس بزکشي نه شي کېدای؟ بزکشي د افغانستان داسې یوه لوبه ده چې په شمالي ولایتونو کې ډېره دود ده. خو مینه وال یې په نورو ولایتونو کې هم شته. په دې تصویري راپور کې تاسي د بزکشۍ میدان ته بیایو او دا هم درته وایو چې ولې په هر اس بزکشي نه شي کېدای.
نور راوښيه