د چین په مرکزپیکنګ کې نن د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې د سیمې د څوارلس هېوادو استازي برخه اخلي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او ښځینه فعالانې د جمهورریس احمدزي د هغې پریکړې هرکلی کوي چې یوه ښځه به د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه وټاکي.
افغان ولسمشراشرف غني احمدزی په څلور ورځني سفرچین ته تللی او تر اوسه یې د دې هیواد له سیاسي مشرانو او پانګوالو سره لیدنې کتنې ترسره کړي دي.
ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې، په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو پر ناکامۍ بحث کړی دی.د بریتانيې دا ورځپاڼه لیکي..
افغان ولسمشرنن د بیجینګ په شینهوا پوهنتون کې وینا وکړه او د افغانستان پرمختګ یې د ټولې سیمې په ګټه وباله.ولسمشراشرف غني احمدزي ترډېره په دې وینا کې اقتصادي مسایلو ته اشاره وکړه...
کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو چېن ته د افغان ولسمشراشرف غني احمدزي د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
سخت دريځې هغه توری/کلمه ده چې په افغانستان کې د طالبانو او حقاني شبکې غوندې ډلوته او په چين کې اويغور مسلمانانو ته کارول کيږي. اويغور مسلمانان د چين په شنجن ايالت کې، چې له افغانستان سره پر پوله واقع دی، ژوند کوي.
د افغانستان ولسمشراشرف غني احمدزۍ د څلورو ورځو لپاره چين ته تللی دی.ولسمشراحمدزي پرون د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره په خبرو کې وويل، کابل پيکنګ خپل ستراتيژيک ملګری هېواد ګڼي.
یو شمېرافغان سیاسي کارپوهان د جمهورریس اشرف غني احمدزي له خوا د لومړې میاشتې اقدامات ستایي او د هغې په عملي کېدو ټینګار کوي.
نور راوښيه