په دې خپرونه کې د پروان ولایت د کوۀ صافي د ولسوالۍ د هغه اوسیدونکي ستونزه څیړو چې وایي ورور او وراره یې دده ځوانه لور وژلې ده، میرمن یې ټپي کړي او اوس مهال هم د ده د وژلو هڅه کوي دی وایي، کورنۍ یې په تیښته کې ده او هیڅوک یې غږ نه اوري.
د انصاف په لټه کې دغه خپرونه مو هغه کس ته ځانګړې کړې چې وایې، په کندز کې یې زراعتي ځمکه کې محلي پولیسو امنیتي پوسته جوړه کړې او اجاره یې هم نه ورکوي.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه مو د لوګر ولایت د سواد زده کړې هغه ښوونکي ته ځانګړی کړی چې وایې، شاوخوا یوکال د مخه یې ازموینه هم ورکړې خو امتیازي تنخوا یې نه ده اخیستې.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه مو د لغمان ولایت د مریم کلي هغو اوسیدونکو ته ځانګړې کړې، چې وایې د بریښنا د ریاست مشر ترې د بریښنا د مزو د غزولو په بدل کې د بډې په توګه پیسې غوښتي او دوي اوس مهال د دغو پیسو د راټولولو توان نه لري.
د انصاف په لټه کې دې خپرونه کې مو د کونړ د مرکزي محبس د بندیانو ستونزه څيړلې ده دوی ادعا کوي چې شاوخوا ۱۵۰ کسو دوه وارې اعتصاب کړی خو ستونزې یې اوارې شوې نه دي.
د انصاف په لټه کې دا خپرونه مو د ننګرهار او کاپیسا ولایتونو هغو اوسیدونکو ته ځانګړې کړې چې له محلي پولیسو څخه شکایت کوي دوي ادعا کوي محلي پولیسو یې کسان وژلي دي.
د کندز د امام صاحب دا اوسیدونکې وایې چې؛ خاوند یې د وسلې په وسیله د مرګ ګواښ ورته کوي.
چې د یوه درملتون خاوند وایي چې؛ د عامې روغتیا وزارت سره له دې چې د فعالیت جواز یې ورکړی فعالیت ته یې نه پریږدي دا چې ولې دا به همدې خپرونه کې واورئ چې حمیده عثمان هارون یې وړاندې کوي:
د انصاف په لټه کې دا خپرونه مو هغه ځوان ته ځانګړې کړې چې؛ یوکال مخکې د پوهنې وزارت د تدارکاتو د ریاست له یوې څوکۍ ګوښه شوی او تر دې دمه وزګار دی.
د انصاف په لټه کې خپرونه کې مو د لوګر ولایت د هغه اوسیدونکي ستونزه څیړلې چې؛ د کابل په یوه موټرشویې کې یې لکونه افغانی بندې دي او د ملي بس د تصدۍ د پخواني ریس په منځګړیتوب یې دغه موټر شويې تړلې ده.
په دې خپرونه کې به د مزارشریف د یوه داسې اوسیدونکي د ستونزې په اړه واورئ چې وایې یوه امریکایې شرکت د یوې ساختماني پروژې تر پیل وروسته ورسره درغلي کړې.
د انصاف په لټه کې دغه خپرونه مو د پکتیکا ولایت د یوه ښوونځي ښوونکي ته ځانګړې کړې چې؛ وایې درې کاله مخکې یې د اداري اصلاحاتو ازموینه ترسره کړې خو د هغې له لارې تنخوایې نه ده اخیستې.
نور راوښيه