د ژوند په رنګونو کې مو دا ځل له یوه خواري کښه ماشوم سره د زړه خواله کړې چې په خپله موټرمینځي چې نوم يي نورالله دی او خپلې کورنۍ ته د ماښام خواړه برابروي چې په عمر لس کلن دی او وايي، چې د ورځې سل یا پنځوس افغانۍ پیداکوم چې هغه هم په موټرو پسې منډې وهو چې ترڅو موټر ومینځو او څو افغانۍ لاسته راوړو. نوموړی وايي، چې ښوونځیو ته ځو خو هلته درس نشته
د ژوند په رنګونو کې له یوې افغانې میرمنې سره چې فاطمه نومیږي او د خپل د ژوند په حالاتو راسره غږیدلې نوموړې وايي چې دیرش کلنه یم او وايي چې لس کاله مې د واده کیږي او اولادونه مې کال په کال راوړي دي ددې په وینا که غریبي او نیستي وي نو د کال په کال بچي راوړل ستونزمن دي او نشو کولای چې د ژوند ټولو چارو ته يي ورسیږو او وايي چې خاوند يي مې هم پر لاسي کراچۍ خواري مزدوري کوي.