د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۸

ځانګړی راپور

د پښتو ژبې د معاصر ادب سرلارى شاعر پروفيسر رحمت‌الله درد د چهارشنبې په ورځ د ٨٢ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

پروفيسر رحمت‌الله درد د پښتو په معاصر شعر کې يو له هغو شاعرانو و چې شعر يې د خپل خيال، جوړښت او اهنګ له پلوه خپل ځانګړى رنګ لري.

رحمت‌الله درد د ۱۹۳۴ میلادي کال په ډسمبر کې د خېبر پښتونخوا صوبې د جنوبي سیمې لکي مروت په مستي‌خېل سیمه کې زېږېدلى و.

نوموړي د لکي مروت عالي لېسه کې تر لسم ټولګي، د بنو دولتي کالج کې تر دولسم ټولګي او څوارلسم ټولګى يا لېسانس‌ زده‌کړې يې د دېره اسمعیل خان په دولتي کالج کې کړې وې او بيا وروسته‌يې په اردو ژبه کې د ماسټرۍ سند له پېښور پوهنتونه ترلاسه کړى و.

پېښور مېشتي ليکوال او شاعر اسير منګل له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ارواښاد درد د شاعرۍ په اړه وويل:

"درد صيب غزل يو داسې ځاى ته رسولى دى، لکه موږ وايو چې حمزه بابا د غزل استاد دى يا د استاد باچا دى، رحمت‌الله درد صيب بيا په هغه کې چې غزل کې کوم تغزل وي، کوم درد وي کوم کرب وي يا کوم هغه ثقافت، دود دستور يا په يو نوي انداز کې يې د پښتو غزل ډېر مخکې بوتلو. يو خو يې ډېر اسان کړو، دومره‌يې اسان کړو چې د حجرې خبرې، د کور خبرې او يا داسې مقام ته ورسولو چې عامو خلکو ته‌يې ورسولو او عامو خلکو خوښ کړو. درد د حمزه بابا نه پس يو داسې شاعر دى چې که پښتنو چا سره مينه کړې ده، نو درد سره‌يې کړې ده."

ارواښاد درد د شاعرۍ تر څنګ په بېلابېلو دولتي ښوونځيو کې د استادۍ دنده هم ترسره کړې وه او په ١٩٩٥میلادي کال کې د لکي مروت دولتي کالج نه د سر معلم يا پرنسپل په توګه تقاعد شوى و.

ښاغلى منګل د پروفيسر درد مړينه د پښتو ادب روان شعري بهير لپاره ستر زيان بولي او وايي:

"داسې شاعران په صدو کې پيدا کېږي، ډېره موده پس پيدا کېږي. داسې شاعران چې هغوى کې په‎ خپله ډېر زيات اصليت وي، لکه موږ به دا ووايو چې په پښتو کې د نظم يو خپل ځانګړى اسلوب چې د عبدالرحيم مجذوب صيب دى، همداسې يو ځانګړى اسلوب د رحمت‌الله درد صيب دى. نو يقيناً چې دا يو لوى تاوان دى د پښتو ادب لپاره."

د رحمت‌الله درد د شعرونو اووه ټولګې "١ – غزل، ٢ – درد، ٣ – منتخب درد، ٤ – وفا، ٥ – نون نه تر نون، ٦ –هغه سترګې چې غږېږي او ٧ – ويال سړى" چاپ شوي او په دې وروستيو کې يې ټوله شاعري د "کليات درد" په نامه چاپ شوې چې په وروستۍ برخه کې يې د ارواښاد درد اردو شاعري هم ځاى شوې ده.

د يادونې وړ ده چې ارواښاد درد د چهارشنبې په ورځ ناوخته په‎ خپل کلي مستي‌خېل کې خپلې پلرنۍ هديره کې په داسې حال کې خاورو ته وسپارل شو چې په جنازه کې يې ګڼ شمېر ليکوالو، شاعرانو او د ارواښاد مينه‌والو ګډون کړى و.

د ارواښاد درد د شعر څو بېلګې:

اور راباندې بل دى ماته پته ده
ستا ديدن‌يې حل دى ماته پته ده

خلاصه پښه کوڅو کې شرمخان ګرځي
ښار نه‌دى، ځنګل دى ماته پته ده

دا چې په رڼا ورځې دهاړې وهي
څوک ورسره مل دى، ماته پته ده

څومره اعتماد به په ژوند وکړمه
مرګه پورې ځغل دى، ماته پته ده

خاندې، بل ته ګورې، ما په غوږ وهې
څوک د ديدن غل دى ماته پته ده

زه به هر څه اورم څه به نه‌وايم
دا د يار محفل دى ماته پته ده

بيا يې چې سينګار په مازيګر کړو ځان
ماته‌يې جوړ چل دى ماته پته ده

ښه غزل چې واوري نو جانان وايي:
"دا د "درد" غزل دى، ماته پته ده

_______________________
ناست وي په محفل کې خو تنها لګي
پته د مين سړي صفا لګي

دا واړه اعجاز دې د سرو شونډو دى
ته که دروغ هم وايې، رښتيا لګي

زه‌يې د "خوشال" غوندې په جار منم
ښکلي ګنې خلکه! د هر چا لګي

نه‌غواړي، د زړۀ علاج مې نه‌غواړي
وايه ګنې څه د مسيحا لګي

زه چې د چا بل ښکلي صفت کوم
خداى خبر چې ولې بد په تا لګي

ناز او په ستم کې فرق اسان نه‌دى
ښکلي موږ ته ځکه بې‌وفا لګي

غشي چې کاږۀ وي هدف نه‌لګي
ستا باڼۀ کاږۀ دي خو رسا لګي

وې ليدم، موسکۍ شوه، رو يې وويل:
"درد به مې په ټنډه خامخا لګي"

راپور: ذبيح مومند

د ازادي راډیو د کال غوره شخصیت اندېشه فرید ده
د ازادي راډیو د کال غوره شخصیت اندېشه فرید ده

د ازادۍ راډيو د ١٣٩٤ل کال شخصيت داسې څوک دى چې ١٥٠ هلکانو او نجونو ته يې په دوو روزنتونونو کې د زده کړې او استوګنې امکانات برابر کړي دي.

د دغه روزنتون د جوړونې مفکوره ١٢ کاله مخکې هغه وخت ايجاد شوه چې بنسټ ايښودونکي يې په پاکستان کې د کډوالۍ شپې سبا کولې، پيل يې په يوه کور کې د ٢٠ کډوالو ماشومانو له راټولولو وشو.

کله چې د دې ابتکار مسووله ٧ کاله مخکې له پاکستانه کابل ته ستنه شوه، هلته يې خپل پروګرام پراخ کړ او اوس يې يونيم سل ماشومان په دوو روزنتونونو کې راغونډ کړي دي. هغې په ايران کې هم د مهاجرت ترخې شپې ورځې تېرې کړې دي.

د ازادۍ راډيو د ١٣٩٤لمريز کال شخصيت اندېشه فريد ده.

مېرمن اندېشه وايي، ترهر څه مخکې د کډوالۍ په وخت کې د افغان ماشومانو وضعيت دېته مجبوره کړه، چې يو ګټور کار وکړي. داسې کار چې مستقيمه ګټه يې ټولنې ته ورسېږي.

مېرمن اندېشې زیاته کړه:

"د کډوالو وضعيت دېته اړ کړم چې افغان ماشومانو ته يو خدمت وکړم، دغه راز په اويايمو کلونو کې د افغانستان د کورنيو جنګونو په وخت کې د هېواد وضعيت هم دغه خدمت ته مجبوره کړم. په ١٣٧٢ل کال چې له ايرانه افغانستان ته ستنه شوم، هغه وخت هم وضعيت ډېر خراب و، جنګونه وو، خو خلکو بيا هم په ايران کې د کمپونو تر ژونده، چې هېڅ سهولت په کې نه و، په خپل هېواد کې ژوند بهتره ګاڼه. خو دا وار پاکستان ته په کډې کولو مجبوره شولو. کله چې له ايرانه افغانستان ته راتلو د ايران پوليسو ١٤ کلن ورور راته وواژه. پلار او خور مې ټپيان شول. دا يوه غموونکې پېښه وه."

اندېشه فريد وايي، په افغانستان کې اوس هم جګړې پايته نه دي رسېدلي او په زرګونو ماشومان شته چې لاسنيوي ته اړتيا لري.

دا وايي چې په پاکستان او تر هغه مخکې کې يې په ايران کې د کډوالۍ له کړاوه د ډک ژوند تر څنګ زده کړې وکړې د دې تر څنګ يې د بېوزلو او بې سرپرسته ماشومانو د لاسنيوي مفکوره کرار- کرار عملي کړه.

مېرمن اندېشه وايي، په لومړيو کلونو کې يې په کابل او ولايتونو کې د روزنتونونو شمېر ١١ ته رسېده، خو اقتصادي ستونزې د دې سبب شوې چې د دغو روزنتونونو شمېر اوس يوازې دوو ته راکم شي.

اندېشه فريد وايي، په افغانستان کې اوس هم جګړې پايته نه دي رسېدلي او په زرګونو ماشومان شته چې لاسنيوي ته اړتيا لري.
اندېشه فريد وايي، په افغانستان کې اوس هم جګړې پايته نه دي رسېدلي او په زرګونو ماشومان شته چې لاسنيوي ته اړتيا لري.

د هغې په وينا دغو ماشومانو ته د انټرنټ له لارې نورې بهرنۍ ادارې او يا هم په بهر کې مېشت اشخاص مالي مرسته لېږي، د دې تر څنګ د روزنتون ځينې ماشومان د رسامۍ له لارې د روزنتون مالي مرسته کوي.

د ازادۍ راډيو د افغانستان د څانګې عمومي مشر هاشم مهمند وايي، ازادي راډيو هرکال له ځينو مدني سازمانونو سره تر سلا-مشورې وروسته د کال شخصيت ټاکي، د هغه په خبره اندېشه فريد هم د هغې د ځينو بشردوستانه فعاليتونو له کبله انتخاب شوې ده.

ښاغلي مهمند زیاته کړه:

"سږکال مو اندېشه فريد ټاکلې ده. دا د بشردوستۍ او وطندوستۍ يوه عالي نمونه ده. دې هغو ماشومانو ته چې ميندې او پلرونه يې په وروستيو مصيبتونو او جنګونو کې مړه شوي هم د تحصيل زمينه برابره کړې او هم د يوه کسب د زده کړې زمينه. د افغانستان راتلونکي نسل ته د مېرمن اندېشه فعاليت او زحمت ته د درناوي لپاره مو دا د ازادۍ راډيو د کال د شخصيت په توګه انتخاب کړې ده."

انديشه فريد په فراه کې زېږېدلې، د دوو ماشومانو مور ده. زوى يې لس کلن او لور يې دوه کلنه ده.

مېرمن اندېشه وايي چې د خپل روزنتون د ماشومانو په مرسته يې په ليرې پرتو سيمو کې له نورو بې سرپرسته او يا هم بېوزلو ماشومانو سره تماس ټينګ کړى او هڅه يې کړې چې دغه ماشومان هم جلب کړي. خو دوى لومړيتوب هغو ماشومانو ته ورکړى چې د ليرې پرتو سيمو يا هم ناامنو ولايتونو وي. هغې زياته کړه چې په روزنتون کې دېره دغو ټولو ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره شوې ده.

مېرمن اندېشه زیاته کړه:

"ټول هغه ماشومان چې په روزنتون کې اوسېږي، ټول په دولتي ښوونځيو کې درس وايي. خو ٢٤ ساعته په دغه ځاى کې استوګنه لري. د خپل کور غوندې يې دى. هغه ماشومان هم چې کورنۍ يې په کابل کې دي، زموږ سره اوسي. په هرو دوو اوونيو کې ځي له خپلې کورنۍ سره ګوري."

د ليرې پرتو سيمو ماشومان په کال کې يو وار دا امکان لري چې لاړ شي او د خپلې کورنۍ له غړو يا هم خپلوانو سره وګوري.

د ازادۍ راډيو د افغانستان د څانګې عمومي مشر هاشم مهمند وايي، ازادي راډيو هرکال له ځينو مدني سازمانونو سره تر سلا-مشورې وروسته د کال شخصيت ټاکي
د ازادۍ راډيو د افغانستان د څانګې عمومي مشر هاشم مهمند وايي، ازادي راډيو هرکال له ځينو مدني سازمانونو سره تر سلا-مشورې وروسته د کال شخصيت ټاکي

په دغو روزنتونونو کې دېره ماشومان د زده کړې تر څنګ انځورګري کوي، د موسيقۍ زده کړه کوي او يا هم نور کسبونه ورښوول کېږي.

اندېشه فريد درېيمه ښځه ده چې د ازادۍ راډيو د کال د شخصيت په توګه اعلانېږي. دا وايي دا مقام دا او د هغې کاري ډله نور خدمت او کار ته تشويقوي:

"د دې ډلې غړي له خپلو ټولو شخصي مسايلو تېر شوي. د ټولو هيله دغو ماشومانو ته کار کول دي. دوى په داوطلبانه کار کوي. دا کار زموږ پر روحيې هم اغېز کوي، هيله رابخښي او زما کاري ډله هڅوي چې نور کار هم وکړي."

ازادۍ راډيو له ١٣٨٦ل کال راهيسې د نوي کال په اوله ورځ يو کس د کال د شخصيت په توګه ټاکي، چې د سولې، ملي يووالي، د ډيموکراسۍ د پياوړي کولو، ټولنيز عدالت او بيارغونې په لار کې يې خدمت کړى وي.

د ازادۍ راډيو د ١٣٨٦ کال شخصيت ګل اغا شېرزى، د ١٣٨٧ کال شخصيت انارکلي هنر يار، د ١٣٨٨ کال شخصيت رمضان بشردوست، د ١٣٨٩ کال شخصيت فرهاد دريا، د ١٣٩٠ کال شخصيت هنديه افغانستان، د ١٣٩١ کال شخصيت ډاکټر ناصر سرمست، د ١٣٩٢ کال شخصيت انجنير احسان الله بيات، د ١٣٩٣ کال شخصيت جواس جان او د ١٣٩٤ لمريز کال شخصيت مو اندېشه فريد وه، چې په همدې پروګرام کې مو درته معرفي کړه.

اندېشه فرید د ازادي راډیو د ۱۳۹۴ کال شخصیت ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:25 0:00

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG