عدلیې وزارت: یو شمېر رامنځته شوي ګوندونه او خوځښتونه راجسټر شوي نه دي
د افغانستان د عدليي وزارت وايي، یو شمېر ګوندونه او خوځښتونه چې ګرم فعالیتونه تر سره کوي راجسټر نه دي او وايي چې یادو ګوندونو او د خلکو خوځښتونو ته وخت ورکړل شوی تر څو خپل موجودیت رسمي کړي.
د عدليې وزارت وايي، ځينې ډلو چې له ځينو پېښو وروسته پیدا شوي ژر په راجسټر کېدو اقدام کړی خو ځينې نورې بیا له ثبت کېدو پرته فعالیت کوي.
"د قانون حکم داسې دی، هر کله چې یو بنسټ، ټولنیز سازمان خپل شرایط چې ورته ټاکل شوي پوره کړي نو د عدليې وزارت ته باید راشي او چې ثبت یې کړو، هغه خوځښتونه او بنسټونه چې تاسې یې نوم اخلی تر اوسه یې مراجعه نه ده کړې."
د ګذار په نوم د خلکو د خوځښت اجرائیوي رئیس فهیم فطرت دغو اندېښنو ته په ځواب کې وايي چې د حرکتونو او خوځښتونو د جوړېدو هدف د عدالت ټينګښت دی نه له هغه زیات څه.
ښاغلی فطرت مني چې یو شمېر دا ډلې راجسټر شوي نه دي خو په باور یې دا ډول خوځښتونه دوامداره نه وي نو ځکه یې د ثبت کېدو اړتیا نشته.
نوموړي زیاته کړه:
"د خلکو غورځنګونه او مدني حرکتونه چې د وخت د یوې پېښې په اړه جوړېږي راجسټر کېدو ته اړتیا نه لري او نه هم دوی دا کار کوي، ځکه چې سازمانونه باید د یوه جوړښت شاهد وي، خو د خلکو بنسټونه لکه د نوم نه یې چې روښانه ده د مشرتابه کوم خاص سیسټم نه لري د خلکو له خوا جوړېږي او د همدوی لخوا رهبري کېږي."
نوموړی ټينګار کوي تر هغې چې د خلکو غوښتنې پوره او ټولنیز عدالت ټينګ نه شي خپل خوځښتونه به ونه دروي.
د عدليې وزارت د اندېښنو ور ها خوا یو شمېر خوځښتونه د عامو خلکو تر انتقاد لاندې هم راغلي او د فعالیتونو په اړه یې غبرګونونه لري.
رحمت الله په دې اړه ازادي راډيو ته وویل په وروستیو کې جوړ شوي خوځښتونه تر ډېره د خپلو شخصي ګټو او جیبونو په فکر کې دي نه د دې چې د عامو خلکو غم وخوري.
نوموړي زیاته کړه:
"دوی د ملت په خدمت کې نه دي دوی چې کله هم خپلې ګټې په خطر کې ویني ودرېږي، حرکت کوي او ائتلافونه جوړوي موږ ترې څه ګټه نه ده لیدلې."
د کابل یو بل اوسېدونکی ولي محمد وايي، د ستونزو او انتخاباتو په وخت کې تل د ائتلافونو، ګوندونو او ډلو شاهد وي خو تر ډېره یې احساس دا وي چې دا ټول د خپلو ګټو لپاره فعالیت کوي.
خو ایا رښتیا هم همداسې ده؟
کارپوه ودیر صافی وايي چې دا له حقیقته لېرې خبره نه ده چې د دغو ټولنو په منځ کې ځينې کسان په دولت د فشار او عدالت ټینګښت پر ځای شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.
ښاغلی صافی په دې باور دی چې د دومره ډېرو ګوندونو، ټولنو او خوځښتونو سره سره د د افغانستان راتلونکی روښانه نه دی ځکه چې دوی نه دي توانېدلي د عدالت د ټينګښټ لپاره اغېزمن څه وکړي.
ودیر صافی
نوموړي زیاته کړه:
"که دا انتقاد وکړو چې دوی شخصي ملحوظات لري او فعالیت یې نه دی کړی هم ویلای شو ځکه لیدل کېږي چې هېڅ چا هم په دې هېواد کې کار نه دی کړی هغه ګوندونه چې له حکومت سره دي هیڅ څه یې نه دي کړي او هره ورځ کار په خرابېدو دی."
د ودیر صافي په بارو که د خلکو ټولنې، خوځښتونه او ګوندونه قانوني او حرکات یې د خلکو د غوښتنو سره سم پر مخ ولاړ نه شي افغانستان به له نویو ستونزو سره مخ شي.