د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۱

ځانګړی راپور

ارواپوهان د نشې په پرېښودلو او بیا معتاد کېدو په مخنیوي کې د کورنۍ ونډه ډېره مهمه بولي.

ارواپوهان باور لري چې د نشې پړاو یوه سخته مرحله ده چې د کورنۍ جدي څارنې او پاملرنې ته اړتیا لري.

د ارواپوهانو له نظره د معتادينو په درملنه کې د کورنيو پاملرنه درې پړاوونه لري، په روغتون کي تر بستري کېدو مخکې پړاو، د بستري کېدو پړاو او له روغتون څخه تر رخصت کېدو وروسته پړاو چې دا دري واړه پړاوونه په نشه له روږدو کسانو سره د نشې په پرېښودلو کې مرسته کوي.

اروا پوه محمد عثمان منیب وايي چې د معتاد درملنه د کورنيو جدي څارنې او پاملرنې ته اړتيا لري:

"باید دوی ومني چې د کورنۍ دا غړی ناروغ دی او درملنې ته اړتیا لري، هغه په زور دېته اړ نه باسي چې نشه يي مواد پرېږدي، کله چې یې ناروغ په روغتون کې بستر شي، کورنۍ یې باید پوښتنه وکړي، دا حس ورکړي چې زموږ ملاتړ درسره دی، کله چې ناروغ له روغتون څخه رخصتېږي، دوی ته دې د کار زمینه برابره شي او ترڅو چې دوی عادي حالت ته را ګرځي ملاتړ ته اړتیا لري."

دا چې د ښاغلي منيب خبري د معتادينو له عملي ژوند او طبي لارښوونو سره څومره اړخ لګوي، په دې اړه به د داسي معتادينو خبري واورو چې دا پړاوونه يې په عملي ډول تېر کړي دي:

۱: نوم مې نوید دی، په ابن سینا روغتون کې بستري یم. مور مې تر روغتون پورې راسره راغله، ډاکټرانو ته یې له زارۍ کولو وروسته، دلته بستري کړم، د خپلوانو او کورنۍ هڅول و چې د نشې پرېښودلواراده مې وکړه.

۲: نوم مې فرید دی، د میدان وردګو ولایت یم، اوس مې ۳۱ مه شپه ده جوړ شوی یم، د هر چا باید داسې کورنۍ وي چې د خپل ناروغ درملنه وکړي، د چهارشنبې په ورځ پایواز راځي، خوشحاله یم.

۳: نوم مي جاوید او د بامیانو اوسېدونکی یم، زما په رغېدلو ټوله کورنۍ د خوښۍ احساس کوي، مور پلار راڅخه خوښ دي، اوس په کورنۍ کې په هغه پخوانی سترګه راته ګوري، له ما سره ښه چلند کوي، هغه اعتبار چې پخوا مې درلود اوس هغه ورو، ورو بېرته لاسته راوړم.

د نشي پرېښودلو ته په نشه د روږدو کسانو هڅول او د درملنې په اړه دوی ته ډاډ او معلومات ورکول له معتادینو سره د نشې په پرېښودلو کې مرسته کوي.

د لغمان ولایت محمد داوود چې خپل وراره یې د معتادینو په روغتون کې بستر کړی خپله تجربه داسې راسره شريکوي:

"وراره مو بهر ته لېږه، ده ویل زه نه ځم، زه په نشه روږدی شوی یم، باید روغ سړی ولاړ شي، کله چې پوه شوو چې دی په نشه روږدی شوی دی روغتون ته مو راوست او بستري مو کړ."

کله چي معتاد په روغتون کي بستري کړای شو، وروسته د هغه د پوښتني، احوال اخيستلو، پالني او روزني پړاو راځي.

د يوه معتاد ورور احمد امید کيسه کوي چي په روغتون کې یې د خپلو غبرګو معتادو وروڼو پالنه او څارنه څنګه کوله:

"اته کاله کېږي چې دوی پوډر څکوي، په اوونۍ کې یې یوځل پوښتنې ته راځم، دوی هم کله چي موږ ويني، داسې فکر وکړئ چې دوی بندیان دي، کله چې خپلوان ګوري خوشحاله کېږي او ورځ په ورځ ښه کېږي."

په نشه روږدي کسان له درملنې وروسته کورنۍ ته راګرځي، دوی د څارنې ترڅنګ مینې ته هم ډېره اړتیا لري.

يوه مور چې زوی یې تازه نشه خوشې کړې د خپل زوی کيسه داسي کوي:

"له کور څخه یې تر اوسه څه نه دي وړي او څه نه ځنې غواړم، څو بیا راسره جګړه ونه کړي، څه وکړو اولاد دی، دوې درې میاشتې کېږي چې له روغتون څخه کور ته راغلی دی، په کور کې ښه چلند کوي، بد خوی نه لري، مهربان هلک دی، دی خپله د کور مشر دی، زما کور دې تر ده قربان شي، خو زوی مې دې جوړ شي."

روانشناسان باور لري چې په نشه روږدي کسان ناروغانو ته ورته دي او کورنۍ غړي دي د ناروغ په ډول چلند ورسره وکړي، په روغتون کي د بستري کېدو پر مهال او تر هغه وروسته له نشه يانو مينه کول او ښه چلند په ده کې پر ځان باور پيدا کوي.

همداراز څېړنې ښيي چې یو شمېر په نشه روږدو کسانو هغه مهال بېرته نشو ته مخه کړې چې د کورنیو له خوا ورټل شي.

راپور: محمد اياز ترنک

په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا له مبارزې ۱۶ کاله تیرېږي خو لیدل کېږي چې د هرکال په تېرېدو د دغه مبارزې په جریان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاتېږي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر له لوري خپاره شوېو ارقام دا ښيي چې د ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې د روان کال د اګسټ د میاشتې ترپایه ۷۶ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سېپټمبر د میاشتې د ۱۱مې نېټې پېښه د دې لامل شوه چې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په هدف یو ائتلاف رامنځته شي او نېږدې ۱۲۰ بهرني ځواکونه افغانستان ته د القاعده شبکې او طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره راشي.

د افغانستان دفاع وزارت که څه هم په دغه موده کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه دقیق ارقام نه وړاندې کوي خو وايي، د نړیوالو همکارانو په مرسته دوی د ترورېزم پر وړاندې جګړه کې بریالي وه.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو مخالفینو ونشوای کړای چې په دغه هېواد کې خپلو لویو هدفونو ته ورسېږي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"د افغانستان وسله‎والو قوتونو وکړای شول چې د تروریستانو لوی او شوم هدفونه ناکام کړي، هغوی ونه‎کړای شوای چې په افغانستان کې لوی تروریستي مرکزونه جوړ کړي او یاهم ولایتونه او یا ولسوالۍ سقوط کړي او مرکزونه په‎کې جوړ کړي، هغوی په خپلې ستراتیژۍ او پلانونو کې ناکام شول او ډېر ژر به له مطلقې ناکامي سره مخ شي."

۱۶ کاله وړاندې په نیویارک، واشنګټن او پنسلوانیا کې د حملو له کبله په یوه ورځ شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.

د ۲۰۰۱ لومړي کال د سېپټمبر د میاشتې په ۱۱مه نېټه دوو الوتکو په نیویارک کې د نړۍ سوداګریز مرکز او یوې الوتکې د امریکا دفاع وزارت په نښه کړ او څلورمه هغه یې په پنسلوانیا کې سقوط وکړ.

دغه حملې د القاعده شبکې د ۱۹ غړو په واسطه په امریکا کې ترسره شوې.

له هغې وروسته د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د طالبانو پرضد د پوځي حملې پریکړه وکړه او له یوې میاشتې وروسته یې د طالبانو حکومت چې القاعده شبکې ته په پناه ورکولو تورن وه، ړنګ کړ.

څه موده وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ستراتیژۍ د اعلان پر مهال وویل، د سېپټمر د ۱۱مې نېټې پېښه په افغانستان کې پلان شوې وه او که دوی له دغه هېواده ووځي د القاعده، داعش او نورو ترهګریزو ډلو لپاره به خلا رامنځته شي.

د افغانستان په اړه د ډونالد ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:41 0:00

په کابل کې د قاطع ملاتړ ماموریت د معلوماتو له مخې چې د ۲۰۰۱ کال راهیسې تر دې دمه درې زره څلور سوه او اتیا تنه بهرني سرتیري وژل چې دوه زره درې سوه شپږ څلوېښت یې امریکایان دي.

دا مهال په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو۸۴۰۰ او د ناټو د غړو هېوادونه ۱۳۴۰۰ سرتیري موجود دي او ټاکل شوې چې څلور زره تازه دمې امریکايي سرتیري هم افغانستان ته واستول شي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان وايي چې په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو چلند فوق العاده ښه دی.

جنرال جان نیکلسن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانانو قربانیو ته په کتو به دوی د افغانستان له خلکو سره ژمن پاتې شي.

دی وايي:

"موږ به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړو، هغه مسئله چې غواړم واضح یې کړم دا ده چې د دغه مبارزې مشري د افغانانو په لاس کې ده او هغوی یې ښه مخ ته وړي. موږ د هغوی له پرمختګونو خوښ یو په لومړي ګام کې د هغوی ځانګړو ځواکونو چلند فوق العاده دی هېڅ یوه جګړه یې نه‎ده بایللې او نه به یې وبایلي."

جنرال جان نیکلسن سره مرکه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:17:00 0:00

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې افغان حکومت د ۲۰۱۷ میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې تر وروستۍ نېټې افغان حکومت د افغانستان پر ۶۵ سلنې خاورې نفوذ درلود.

په دغه راپور کې همدا راز راغلي وو چې د حکومت حاکمیت کم شوی او طالبان د افغانستان د خاورې پر شاوخوا ۱۱ سلنې حاکمیت لري او په ورته وخت پاتې نوره یې د منازعې په حال کې ده.

همدا راز شاوخوا درې میاشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کال کې له ۷۵ زرو څخه افغانان وژل شوي دي.

ښاغلی غني د کابل د پروسې په ناسته کې وویل چې شاوخوا څلور میلیونه افغانان د تاوتریخوالي له کبله مهاجر شوي، خلک بې کاره او ناهیلي دي او افغانستان د غمجنو میندو او یتیمو ماشومانو څخه ډک دی.

نوموړي همدا راز ویلي چې افغانان د ترورېزم پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي او له شلو نړیوالو تروریستي ډلو سره مخامخ دي.

محمد اشرف غني ویلي چې د تاوتریخوالي په زیاتېدو د هېواد اقتصاد وده نه‎شي کولای او ټینګار یې کړی چې یوې سیمه‎ییزې ستراتیژي او عملیاتي پلان ته اړتیا ده چې ترورېزم له‎منځه یوړل شي.

په افغانستان کې د ملکي وګړو د ځینو قربانیانو عزیزان وايي چې په افغانستان کې د ترورېزم پر وړاندې قاطعیت نشته.

صدیق ساحل د ۲۴ کلنې ناجیې پلار دی، ناجیه اوه کاله وړاندې د کابل د وزیر محمد اکبرخان په سیمه کې د فاینیسټ په نوم پر یوه پلورنځي په انتحاري حمله کې ووژل شوه.

نوموړی له حکومته غواړي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي ځانګړي تدابیر په پام کې ونیسي.

دی وايي:

"هره ورځ شاوخوا ۴۵ سرتیري او سل ملکي وګړي له‎منځه ځي، ځمکې او باغون ویجاړېږي د خلکو د خوښیو پر مراسمو غیرې مسؤلانه هوايي بمبارۍ کېږي افغان دولت باید د قانون د حاکمیت په اړه خپل پام متمرکز کړي."

له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او د عامه ځایونو له هدف ګرځېدو اندېښنه لري.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل چې د جګړې پرمهال په جدي توګه نړیوال قوانین مراعت کړي.

بلال صدیقي
بلال صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له زیاتېدو او په ځانګړي توګه د جګړو پرمهال د هغوی له ژوبلېدو اندیښمن یو او ورځ تر بلې عامه ځایونه، روغتیايي مرکزونه او د اوسېدو ځایونه هدف ګرځول کېږي چې د نړیوالو قوانینو سره ښکاره ټکر لري او موږ هیله من یو چې د جګړې ښکیلې خواووې نړیوال قوانین په هر اړخېزه توګه مراعت کړي."

د پوځي چارو کارپوه امرالله امان ازادي راډيو ته وویل چې له همدې کبله ملکي مرګ ژوبله زیاته ده او جنګ هم جدي شوی دی.

دی وايي:

"اوس هم جګړه دوام لري ملکي مرګ ژوبله شته او له یوه کاله بل هغه ته جنجالونه ډیرېږي، ۲۰۱۴ کال چې تېر شو ویل یې چې یوازې هماغه کال خونړۍ وه ۱۵، ۱۶او ۱۷ کلونه لا خونړي شول د امریکا متحده ایالتونه متوجې شول چې ترورېزم یو ځل بیا انسجام وموند او پوه شول چې اشتباه یې کړې ده نو پریکړه وکړه چې په دې برخه کې به عملیاتو او توجه ډېروي څو وکړای شي واقعاً ترورېزم له‎منځه یوسي."

د پوځي چارو کارپوه امرالله امان
د پوځي چارو کارپوه امرالله امان

یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا وايي چې په افغانستان کې ۱۶ کلنه جګړه له ځینو لاسته راوړنه سره هم مل وه او د ترورېزم او افراطیت شدت ته په کتو دوام ته یې هم ضروري دی.

سیاسي کارپوه برنا صالحي ازادي راډیو ته وویل چې مبارزه یوازې یوازې جګړه‎يیزه نه بلکې له سیاسي، ډیپلوماټیک او همدا راز د اسلامي او لودیځې نړۍ ترمنځ د یوې لوې اجماع په رامنځته کولو هم کیدای شي دوام ومومي.

نوموړی وايي چې د امریکا متحده ایالات باید په دې برخه کې ابتکار په لاس کې واخلي او د ترهګرۍ پر وړاندې دغه نړیوال حرکت تعقیب کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG