د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۵

ځانګړی راپور

په غزني کې د امان‌الله خان ویجاړه شوې ماڼۍ, 09 May 2019
په غزني کې د امان‌الله خان ویجاړه شوې ماڼۍ, 09 May 2019

د غزني اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، په‌دغه ولایت کې د اماني دورې له ابداتو څخه په مقر ولسوالۍ کې د غازي امان‌الله خان ماڼۍ د بیارغونې له‌پاره بودجه نه‌ورکول کېږي.

دوی وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه بودجه ورته منظور کړې، خو د مالیې وزارت ورته انکار کوي.

د دغې ماڼۍ پر بیا رغونه اووه میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس بشیر محمدي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"روانو جګړو دغه قصر وران کړی، دوه ځله مو انجنیران د رغولو سروې کړې، اوس ولسونو غبرګون ښودلی چې د ولسمشر د حکم پر اساس باید د اماني دورې ټول اماکن ورغول شي، څو د خپلواکۍ په سلمه کلیزه کې افتتاح شي، خو بیا هم د دغه قصر د جوړولو چارې ولاړې دي، د مالیې وزارت دې موږ ته بودجه راکړي."

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس بشیر محمدي
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس بشیر محمدي

په‌دغې ماڼۍ کې دا وخت د ملي اردو سرتېري ځای پر ځای دي او ځیني وخت ورباندې د وسله‌والو له لوري جګړې کېږي.

لرغون پېژندونکي او فرهنګپال هم د دغه ماڼۍ د بیا رغولو غوښتنه کوي.

په غزني پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو استاد نقیب‌الله خاني‌خېل وايي:

"که سوکه سوکه دغه ډول تاریخي ځایونه نړېږي او ورکېږي، نو لیرې نه‌ده چې موږ به ډېری تاریخي ابدې له لاسه ورکړو، اطلاعات او فرهنګ وزارت او تاریخي ابداتو ته ژمن ارګانونه باید د دغه ماڼۍ په رغونه او ساتنه کې خپل ملي مسؤلیت ادا کړي، د سیمې خلک هم باید خپل تاریخي ځایونه وساتي او دې حقیقت ته ځیر واوسي، ځکه دا ارزښت د دې سیمې ده، که خدای سوله راولي بیا به دغه ځای ته سیلانیان راځي."

د غزني ولایتي جارواکي هم وايي، د دغه ماڼۍ د بیا رغولو په اړه‌یې ټینګار کړی دی.

د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري
د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري

د ولایت ویاند محمد عارف نوري په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ هم په دا وروستیو کې د ولایت مقام له ادرسه، ادارې امور، سیمه‌ییزو ارګانونو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته مکتوبونه استولي، څو د افغانستان د سل کلن جشن په ویاړ دغه تاریخي ارزښت ورغول شي."

د غزني په مقر ولسوالۍ کې د غازي امان‌الله خان قصر هغه ماڼۍ ده چې غازي به له کابله د هېواد جنوبي ولایتونو یا هم هرات او نورو سیمو ته سفرونه کول، نو په دغه ماڼۍ کې به‌یې د غزني ولایت تر څنګ د پکتیا، پکتیکا، زابل، بامیان او نورو څنګ‌لورو ولایتونو له مشرانو سره لیده کاته کول او د هېواد د پرمختګ په اړه به‌یې ورسره مشورې کولې.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

آرشیف/ د فلم پوسټر فلم  Source: loco-films.com (Official website)
آرشیف/ د فلم پوسټر فلم Source: loco-films.com (Official website)

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جګړې په اړه يو هنري فلم جنجالي شوى دى.

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو قوماندان جنرال بوريس ګراموف او د روسيې د پارلمان د مشرانو جرګې غړي ايګور مورازوف پر هغه فلم انتقاد کړى چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جګړې په اړه جوړ شوى دى.

په پام کې ده دغه فلم چې د شوروي اتحاد سرتېرو ته سپکاوى ګڼل شوى، په درېيو اوونيو کې نندارې ته وړاندې شي.

له افغانستانه د وتلو په نوم دغه فلم د روسيې د مشهور فلم لارښود پاول لونګين له خوا برابر شوى دى.

دغه فلم د روسيې د نورو فلمونو له محتوا سره چې په هغو کې د روسانو وطن‌پالنه نندارې ته وړاندې شوى، توپير لري.

په پام کې ده له افغانستانه د وتلو په نوم فلم د مې مياشتې پر ٩مه چې د نازي جرمني په وړاندې د بريا له کليزې سره برابره او په روسيه کې عمومي رخصتي ده، نندارې ته وړاندې شي.

خو وروستيو انتقادونو د دغه فلم د نندارې د نېټې په اړه شکونه ولاړ کړي دي.

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد قوماندان جنرال بوريس ګراموف د روسيې د کلتور وزارت ته ليک ليکلى او دغه فلم يې له روسانو د بېرې له سپکاوي ډک دوديز مثال بللى دى.

په‌دغه فلم کې له ١٩٧٩میلادي کال څخه تر ١٩٨٩میلادي کاله پورې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد سرتېري انځور شوي
په‌دغه فلم کې له ١٩٧٩میلادي کال څخه تر ١٩٨٩میلادي کاله پورې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد سرتېري انځور شوي

ګراموف چې د پخواني شوروي اتحاد تر سقوط وروسته سياسي صحنې ته داخل شوى او له ٢٠٠٠میلادي کال څخه تر ٢٠١٢میلادي کاله پورې د مسکو والي و، ليکلي:

له افغانستانه د وتلو فلم کې روسي سرتېري د اوباشانو، جنايتکارانو او نامردو کسانو په توګه معرفي شوي دي.

راپورونه وايي، په‌دغه فلم کې له ١٩٧٩میلادي کال څخه تر ١٩٨٩میلادي کاله پورې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد سرتېري انځور شوي دي.

د دغو کلونو په جګړه کې څه باندې ١٤٠٠٠ روسي سرتېري وژل شوي او بالاخره افغانستانه د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو سبب شوه.

په فلم کې ښوول شوي چې روسي سرتېري د خلکو مالونه لوټي او شراب څښي.

ګروموف د يوه انجمن مشري کوي چې د جګړې په لسګونو زره سابقه دار کسان په‌کې غړي دي.

دغه انجمن د روسيې له کلتور وزارت څخه غوښتنه کړې چې د فلم د خپرېدو اجازه دې نه ورکوي

د روسيې د مشرانو جرګې د فرهنګي چارو کمېسيون رئيس ايګور مورازوف چې په خپله هم د افغانستان د جګړې له سابقه لرونکو څخه دى، ويلي دي چې د فلم جوړوونکي پاول لونګين د هېوادپالنې د روحيې خلاف فلم جوړ کړى چې په اردو کې د خدمت کولو لپاره د ځوانانو لېوالتيا کموي.

د ښاغلي مورازوف په خبره دغه فلم د پخواني شوروي اتحاد سرتېري ښيې چې پر هر سړک نشه ګرځي، جنګ او لانجې کوي او کاروانونه تالا کوي.

مورازوف ويلي، دغه فلم د شوروي اتحاد د وژل شويو غړو پر يادونو تور داغ لګوي او د روسيې حيثيت ته تاوان رسوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG