له وړکتونه تر پوهنتونه دا تعلیمي کمپلېکس چې زدهکړیالانې یې نجونې او کارکوونکي او مدیریت یې هم ټول له ښځو سره دی، د طب پوهنځی او په څو روغتیايي برخو کې انسټیټیوټ هم لري.
ډاکتر عزیزالله امیر
ښاغلی امیر زیاتوي، د دې کمپلېکس د جوړېدو فکر د مور تر مرګ وروسته ورته پیدا شو.
که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په وار- وار دا ویلي چې پهدې برخه کې هڅه کوي او خدمتونه ښه او پراخ شوي خو لا هم ډېری افغانان د دارو درملو لپاره نور هېوادونو په ځانګړي ډول هند او پاکستان ته مخه کوي، چې اوس په نړۍ کې د کرونا وېروس خپرېدو دا چاره هم سخته کړې.
تازه دوه اوونۍ مخکې په ننګرهار ولایت کې په یوه ورځ د پاکستان د ویزې د اخېستلو په پروسه کې دولس ښځې تر پښو لاندې او مړې شوې چې ښايي دا هم ناروعانې وې او ډاکټر امیر او ډاکټر ستانکزي په شان به یې زامن په ماشومتوب بې موره شوي وي.
طالبانو یو په بل پسې په کمه موده کې له لږ مقاومت وروسته هلمند، زابل، غزني، میدان وردک، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه تر خپل واک لاندې راوستل او د کابل تر دروازو راورسېدل چې د برهانالدین رباني په مشرۍ د حکومت له مقاومت سره مخ شول.
دوه کاله وروسته طالبانو ننګرهار، کونړ او د لغمان له نیولو وروسته د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۶مه کابل ونیوه، یوه میاشت وروسته د طالبانو مشر ملا محمد عمر په افغانستان کې اسلامي امارت اعلان کړ.
د کومې اړتیا له مخې او ولې طالبانو دولت په امارت بدل کړ؟
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امر باالعروف وزیر او د حرکت انقلاب اسلامي اوسنی مشر مولوي قلمالدین وايي، په دولت کې شرعي حدود نهشي جاري کېدای، نو ځکه طالبانو دولت په امارت واړاوه.
مولوي قلمالدین
هغه زیاته کړه: "اسلامي نظامونه چې په نړۍ کې راغلي بنسټیې امارت و، ټول شرعي حدود په امارت کې جاري شوي، له امارت پرته حکومتونو کې حدود نهدي پلي شوي."
طالبانو د خپل واک پر مهال سخت اسلامي قوانین وضع کړل، د نجونو په زدهکړو، ساز او سندرو، سینما، مطبوعاتو او په ځانګړي ډول په ټلوېزیونیې بندیز ولګاوه، په نارینهوو یې په زور ږیرې پرېښودې، له محرم او چادري ښځې له کوره نهشو راوتلی، د شرعي حدودو په جاري کولو یې ځینې قاتلین اعدام او د یو شمېر غلو لاسونه پرې کړل.
افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د ډېرو نظامونو د نومونو او جوړښتونو د بدلون شاهد و.
په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه مطلق شاهي نظام په مشروطه شاهي نظام بدل کړ چې شااوخوا ۱۰ کاله وروسته سردار محمد داوود د یوې سپینې کودتا له لارې شاهي مشروطه نظام په جمهوري دولت واړوه او بیا وروسته هر ډله چې واک ته رسېدلې په خپله خوښهيې نظام بدل کړی.
اوس پوښتنه دا ده چې د نظام بدلون او یا د نوم اړولو واک او صلاحیت څوک لري؟
د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر وايي، هره هغه ډله چې د خلکو له ارادې پرته د ټوپک په زور نظام او د نظام نوم ته بدلون ورکوي، غیر قانوني عمل دی.
ده وویل: "هره جنګي ډله چې په زور واک ته ورسېږي او د دولت نومونو ته بدلون ورکړي، دا غیر قانوني او غیر مشروع عمل دی، په خپله خوښه د نظام نوم ته بدلون ورکول (دولت په امارت) اړول حتی بغاوت دی."