د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۴

ځانګړی راپور

د قزاقستان پخوانی ولسمشر نور سلطان نظرباییف
د قزاقستان پخوانی ولسمشر نور سلطان نظرباییف

د ازادي راډیو یوه څیړنیز راپور موندلې چې د قزاقستان د پخواني ولسمشر نور سلطان نظرباییف کورنۍ او نژدې خپلوانو یې د هغه د اوږدې مودې واکمنۍ د څه باندې شلو کلونو په موده کې په بهرنیو هېوادونو کې څه کم اته سوه میلیونه ډالره په ملکیتونو پانګونه کړې، عصري کورونه او اپارتمانونه یې اخیستي دي. نورسلطان نظرباییف نژدې درې لسیزې، له ۱۹۹۱ نه ترتیر۲۰۱۹ کال پورې د دې هېواد واکمن و.

د ازادي راډیو د دغه څیړنیز راپور موندنې ښیي چې د څه باندې شلو کلونو په موده کې د نظرباییف خپلوانو په شپږو هېوادونو کې پانګونه کړې او پر نژدې ۷۸۵ میلیونه ډالرو یې عصري اپارتمانونه او کورونه اخیستي دي.

د ازادي راډیو د راپور له مخې دا ټوله هغه پانګونه نه ده چې د نظرباییف اولادونو، لمسیانو او نورو نژدې خپلوانو او هغه ته نژدې سیاسي کړۍ یې په بهر کې کړې بلکې دا یوه لومړنۍ هڅه ده چې هغه ملکیتونه تثبیت او ارزښت یې معلوم شي چې پر ډېرو یې له کلونو راهیسې حقوقي لانجې روانې دي او رسنۍ یې هم ډېرې بوختې ساتلې وې.

د فرانسې د کن ښار د یوې غونډۍ پر سر پر یوې لوکسې ویلا د نظرباییف د ورور بولات او د هغه د پخوانۍ مېرمنې مایرا کورمانګالیوا ترمنځ د مالکیت پر سر دعوا ده، همداسې د نیویارک ښار په والسټریټ کې پر یوه لوکس اپارتمان چې کړکۍ یې د دې ښار د مرکزي پارک پر لوري دي هم د دوی دواړو دعوا روانه ده.

د نظرباییف مشره لور داریغا
د نظرباییف مشره لور داریغا

د نظرباییف د دوهمې لوردینارا میړه تیمور کولیباییف د هسپانیا په کاستابراوا کې د یوې ماڼۍ مالک دی چې تل پرې جنجال و، د چاپیریال ساتنې سیمه ییزو مدافعانو د دغه ملکیت له خوا د یوه سړک د بندولو له هڅو سره مبارزه کړې ده. دا هغه ماڼۍ ده چې ویل کېږي په خپله نظرباییف هم ډېر ځلي ورغلی او په کې اوسیدلی دی.

او زوی یې نورعلي بیا په بریتانیا کې د څو ملکیتونو څښتنان دي چې د بریتانیا د جرایمو ملي ادارې په نښه کړې دي. پر هغوی تور دی چې پرهغو پیسو چې دغه ملکیتونه اخېستل شوي ښایي له غیر قانوني سرچینو برابرې شوې وې.

داریغا همداشان د لندن په یوه مشهوره کوڅه، بکرسټریټ کې هم پر ښاري بڼه د کورونو د بلاک د یوې برخې خاونده ده چې ویل کېږي د یوې نامعلومې غیرفعالې کمپنۍ له لارې اخېستل شوي دي.

همداسې د داریغا یو لیورایسلطان په لندن کې د یوه عصري ملکیت او په چک جمهوریت کې د یوه هوټل خاوند دی.

په سویس کې د جنیوا د جهیل په خوا کې د نظرباییف دوهمه لوردینارا دوه کورونه لري.

همداسې په یو شمېر نورو ځایونو کې هم د نظرباییف د کورنۍ غړي د ملکیتونو خاوندان دي.

نورسلطان نظرباییف نژدې درې لسیزې، له ۱۹۹۱ نه تر۲۰۱۹ کال پورې د قزاقستان یوازینی واکمن و چې پر چارو یې کلکه څارنه کوله او د هرې سیاسي هڅې چې نوموړی یې له خطر سره مخامخ کاوه، مخه نیولې وه.

د تیلو او ګازو بډایه زېرمو لرونکي دې هېواد د نظرباییف د واکمنۍ په موده کې د سوکالۍ پر لوري د پام وړ وده کړې خو اداري فساد او خپلوي پالنه په کې یوعام دود شوی دی.

له اداري فساد سره د مبارزې فعالان او د مرکزي اسیا د چارو څیړونکي وایي، د قزاقستان پر قبیلوي سیسټم ولاړ چې یوه مشخصه ډله ترې ګټه پورته کوي، د دې هېواد اوږدمهاله راتلونکي ګواښي.

د شفافیت نړیوال سازمان د ۲۰۱۹ کال د فساد د شاخص په فهرست یا جدول کې قزاقستان د نړۍ د ۱۹۸ هېوادونو په ډله کې په ۱۱۳م ځای کې راوستی او د بې پولې خبریالانو ټولنې هم په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادي په اړه د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په شاخص کې دې هېواد ته ۱۵۷ م ځای ورکړی دی.

ارشیف، په هرات کې روغتیاپالان د کرونا وېروس په پار خلک چیک کوي
ارشیف، په هرات کې روغتیاپالان د کرونا وېروس په پار خلک چیک کوي

کرونا وژونکې وبا افغانستان چې وار له مخه جنګ جګړو ځپلی له یوه ژور کړکېچ سره مخ کړ داسې چې ښايي عواقب یې تر ډېرو کلونو حس شي.

وحید احمد لومړنی افغان و چې په هرات کې د فبروري د ۱۳۹۸ کال د کب په پنځمه د فبروري په ۲۴ یې د کوویډ – ۱۹ ازموینه مثبته وختله.

ده ویلي و: "زه له قُم راغلم تقریباً شل ورځې دلته په روغتون کې بستر وم. څو ورځې چې زه روغتون کې وم یوازې په یوه اطاق کې وم. ډاکټر صاحبان چې راتلل ویزټ یې کاوه. ماته یې ډاډګېرنه راکوله چې باید قوي و اوسم. زه هم خپلو وطنوالو ته وایم چې باید قوي و اوسي."

په هرات کې هغه روغتون چې پر کرونا وېروس اخته ناروغانو ته ځانګړی شوی دی.
په هرات کې هغه روغتون چې پر کرونا وېروس اخته ناروغانو ته ځانګړی شوی دی.

کرونا ویروس چې د ۲۰۱۹ میلادي کال وروستیو کې د چین په وهان کې پیدا شو، ډېر ژر د افغانستان په شمول ټولې نړۍ ته خپور شو.

په افغانستان کې د کرونا د لومړۍ پېښې د ثبت راهېسې چې دا دی میاشت کم یو کال یې وشو دا ویروس په چټکۍ خپور شو، داسې ورځې هم راغلې چې په اوسط ډول تر نهو سوو ډېر افغانان په کرونا اخته کېدل.

ګڼو خلکو د کرونا معاینې د روغتیايي امکاناتو او وسایلو د نشتوالي له امله ونه شوې کړای او مړینې هم د ټولنیزو ناسمو دودونو په سبب نه راپور کېدلې.

په دې سربېره رسمي شمېرې ښيي چې د ډسمبر تر شلمې په ټول افغانستان کې پنځوس زره کسان په کرونا اخته او له ډلې یې څه باندې دوه زره تنه مړه شوي.

  • په افغانستان کې د کرونا وېروس د دوهمې څپې خطر

په داسې حال کې چې د نړۍ لوی هېوادونه د کرونا ویروس د واکسین په جوړولو او پلي کولو بوخت دي افغانستان د دې ویروس د دویمې څپې له خطر سره مخ دی.

افغان چارواکي وايي، هیله مند دي چې راتلونکی میلادي کال د کرونا واکسین ترلاسه او تطبیق يې پیل کړي، خو تر هغه پورې په کار ده چې روغتیايي سپارښتنې له پامه ونه غورځول شي.

په ګڼو عواملو لکه د واټن نه ساتل او د طبي سپارښتنو نه منلو سربېره د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتېدو یو لوی عامل هېواد ته د هغو ګڼ شمېر افغانانو راستنېدل و چې په پاکستان او ایران کې ایسار پاتې و.

د ننګرهار اوسیدونکي جان آغا ازادي راډیو ته وویل چې د تورخم د دروازې په خلاصېدو د ننګرهار په هر کور کې یو کس په کرونا اخته شو.

دی وايي: " کله چې د تورخم لاره خلاصېدله او بند پاتې افغان کډوال راستنېدل په لومړیو کې یو څه ټېسټونو کېدل. اخره کې بیا بیخي بیروبار جوړ شو. هر سړی په خپل سر راته او معاینات یې نه کېدل نو ورسره په افغانستان کې په خاص ډول ننګرهار کې د کرونا ویروس سخت زور واخېست. په هر کور کې یو یو کس تقریباً په دې ویروس اخته شو."

کله چې له تورخم لیکې خلک راوښتل د کرونا معاینات یې اړین وو
کله چې له تورخم لیکې خلک راوښتل د کرونا معاینات یې اړین وو

د روغتيايي اسانتیاوو کموالی بل لامل و چې افغانستان کې یې د دې ویروس پراخې خورېدنې ته لاره هواره کړه.

د بلخ یو اوسیدونکی حبیب الرحمن وايي: "بدبختانه موږ په مزارشریف کې یو کلنیک د کوویډ – ۱۹ لرو چې مراجعین یې هم ډېر دي او ډاکتران په سمه توګه نه شي کولای چې مراجعینو ته ورسیږي. موږ له دولته غواړو چې په دې برخه کې پام وکړي چې د مرګ او میر نه مخنیوی وشي."

  • کرونا وېروس روغتیاپالان هم زیانمن کړل

د نړۍ د ګڼو نورو سیمو په څېر افغان روغتیاپالان هم د کرونا په لومړۍ درجه اغېزمنو خلکو کې حسابیږي. د بېلګې په توګه ډاکټر میر ابراهیم بسیم چې د کرونا لومړنۍ مثبته قضیه یې معلومه کړې وه او د هرات د حوزوي روغتون د انتاني څانګې مشر و په خپله کرونا ونیوه او ساه یې ورکړه.

نور روغتیاپالان وايي چې د عامه پوهاوي په نشتوالي سربېره، روغتونونو ته د مراجعینو بې غوري او تر ټولو مهمه د روغتیاپالانو کم امکانات د دې لامل شو چې ډاکتران ډېر زیانمن شي.

د ننګرهار د کوویډ – ۱۹ ځانګړي روغتون یو مرستندویه ډاکتر خېبر کلیوال ازادي راډیو ته وویل: "روغتیا پالان خو بیخي له یوه صحي جنګ سره مخ شول. په اول سر کې زموږ یو ډاکټر صاحب په افغان جاپان روغتون کې وفات شو. زه خپله هم اخته شوم. بیا چې کله کور ته انتقال شوم. زما په کور کې زما د کور اکثر غړي اخته شول. نو ننګونې خو ډېرې زیاتې وې خصوصاً د ډاکټرانو لپاره. وزارت چې څومره امکانات ورته جلا کړي و په هماغه اندازه امکانات و. ما خپله یوازې یو عادي کېټ درلود چې په هغې مو ځان ساته."

  • چارواکي ځان د کرونا وېروس پر وړاندې برلاسي بولي

افغان چارواکي د کرونا ویروس په مدیریت کې ځان برلاسي بولي، خو په روغتیايي سکتور باندې کمه پانګونه هغه څه یادوي چې شته ستونزې یې تر بل هر وخت ډېرې برسېره کړې.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکتر اکمل سمسور په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "۲۰۲۰ کال د روغتیا وزارت لپاره له ننګونو ډک کال و. د کرونا ناورین صحي سیسټم او صحي سکتور او د روغتیا وزارت له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړ. د کرونا بحران دا وښودله چې په تېرو شلو کلونو کې په صحي سکتور او د روغتیا وزارت کې چې په روغتونونو باندې پانګونه نه ده شوې، نو ډېر زیات ضرورت یې د کرونا په بحران کې احساس شو."

ډاکټر سمسور زیاته کړه چې د سیمې د نورو هېوادونو په مقایسه د افغانستان وضعه ښه ده، خو ده ټینګار وکړ چې که روغتیايي سپارښتنې جدي ونه نیول شي ښايي د کرونا دویمه څپه خطرناکه ثابته شي.

اشرف غني وايي، د کوویډ نولس له امله رامنځته شوې ویجاړۍ ورځ تر بلې زیاتې را برسېره کېږي.
اشرف غني وايي، د کوویډ نولس له امله رامنځته شوې ویجاړۍ ورځ تر بلې زیاتې را برسېره کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ډسمبر په درېیمه د کوویډ – ۱۹ په اړه د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې عمومي غونډې ته په وینا کې وویل چې د کوویډ نولس له امله رامنځته شوې ویجاړۍ ورځ تر بلې زیاتې را برسېره کېږي.

نوموړي ویلي و: "د دې ساري ناروغۍ د اغېزو پراختیا او ویجاړتیا د هرې ورځې په تېرېدو سره، لا ډېره څرګندېږي. موږ د ویروس د خپرېدو لنډمهالې اغېزې له هغې ډلې ځاني تلفات، د دندو زیانونه او اقتصادي رکود په هماغه لومړیو کې تجربه کړې؛ خو تراوسه نه یوو توانېدلي د دې ویروس د خپرېدو منځمهاله او اوږدمهاله اغېزې جبران کړو او په بشپړ ډول ورسره مبارزه وکړو. له همدې امله، سره له دې چې هم مهاله د هغه له سمدستي اغېزو سره مبارزه کوو، موږ باید راتلونکي ته هم پام وکړو او د هغه اوږدمهاله اغېزو سره مبارزې ته هم چمتو واوسو."

کرونا ویروس نه یواځې ډېر خلک ونیول او د ګڼو ژوند یې واخېست بلکې په پراخه کچه یې د افغانستان اقتصاد چې تر ډېره په بهرنیو مرستو روان و وځاپه.

  • پر کاروبارونو د کرونا وېروس اغیز

عام خلک وايي، کرونا ویروس یې ټول کاروبار ورخراب کړ او تاوانونه یې د جبران وړ نه دي.

د کندهار یوه اوسیدونکې بنفشه چې د لاسي صنایعو کاروبار لري ازادي راډیو ته وویل:"بیخي ډېره بده اغېزه یې کړې ده. تاوانونه را رسیدلي دي. موږ په قرنطین کې ډېر لږ لږ کسان موږ ته راتلل. پخوا مو اوونۍ کې شپږ اوه زره عاید درلود خو په قرنطین کې دوه سوه درې سوه یا ډېر یې زر افغانۍ کیږي."

کرونا سږ کال د نړۍ د اکثرو هېوادونو اقتصادي وده نه یواځې په ټپه ودروله بلکې منفي وده یې ورکړه.په دې معنی چې هېوادونو ټاکلي عواید ترلاسه نه شوای کړای او تاواني شول.

کرونا وېروس کاروبارونه هم وځپل
کرونا وېروس کاروبارونه هم وځپل

دا چې افغانستان څومره زیان لیدلی په اړه د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ داسې وضاحت ورکړی:

"کرونا وبا هغه څه و چې ټوله نړۍ یې وښوروله. ټول نړیوال اقتصاد باندې یې منفي اغېزې درلودې. افغانستان هم استثنا نه و. پر ځای د دې چې موږ مثبته اقتصادي وده ولرو زموږ د ارزونو له مخې زموږ اقتصادي وده په دې کال کې منفي پنځه اعشاریه پنځه سلنې ته راټیټیږي."

افغان حکومت له کوویډ – ۱۹ سره د مبارزې لپاره نږدې ۹۰ میلیارده افغانۍ چې شااوخوا یو میلیارد او دوه سوه میلیونه ډالره کیږي بېل کړل.

  • د کرونا وېروس د مخنیوي په پار نړیوالې مرستې

اکثرو مرستندویو هېوادونو او سازمانونو هم له افغانستان سره د کوویډ – ۱۹ په خاطر د سلګونو میلیونو مرستو ژمنه وکړه، خو د دغو مرستو او ځانګړې شوې بودیجې د یوې برخې د حیف او میل کېدو او فساد راپورونه او تورونه هم راپورته شول.

ولسمشر اشرف غني د جمهوري ریاست د بازرس اداره د دغو تورونو د څېړلو لپاره وګمارله. د دې ادارې ویاند فیروز بشري ازادي راډیو ته تایید کړه چې کرونا ته په ځانګړې شوې بودیجه کې لوی فساد شوی.

دی وايي: "د اتو ولایتونو دوسیې مو څېړلي دي. د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په شمول. دې نتیجې ته رسیدلي یو چې فساد شوی او دا دوسیې مو د لا زیاتو څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته لیږلي. لږ تر لږه یو سل او شل حکومتي چارواکي په دې تړاو مظنون پيژندل شوي او دوی مو لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي. د دې تر څنګ مو څه باندې زر سندونه او مدارک لویې څارنوالۍ ته لیږلي او خپلې موندنې مو ورسره شریکې کړي دي."

د عامې روغتیا پخوانی وزیر فیروزالدین فیروز
د عامې روغتیا پخوانی وزیر فیروزالدین فیروز

د فساد دا تورونه ان دې حد ته لوړ شول چې د عامې روغتیا پخوانی وزیر فیروزالدین فیروز او د هغه څو نږدې همکاران په فساد او اختلاس تورن او دوسیې یې څارنوالۍ ته واستول شوې.

ښاغلی فیروز که څه هم د فساد تورونه ردوي، خو افغان حکومت وايي، له فساد سره کلکه مبارزه کوي او د تورنو کسانو دوسیې به څېړل کیږي.

کوویډ-۱۹ لا هم په چټکۍ په خپرېدو دی او معلومه نه ده چې افغانستان چې د ډېرو ناخوالو تر څنګ یې روغتیايي سکتور ډېر پرمختللی نه دی په څه ډول به د کوویډ د دویمې څپې په مدیریت کې مخته ولاړ شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG