کار ګران او د دوی ټولنې اندېښمنې دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به بهرنۍ مرستې کمې، ناامني به ډېره او د کارګرو وضعیت به خراب شي.
عطامحمد له څلورو کلونو راهیسې یوه خصوصي شرکت کې کار کوي وايي، له نورو ستونزو سره-سره، له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل یوه بله مسئله ده چې کارګران به له ستونزو سره مخ کړي.
یو شمېر افغان کارګران
دی وايي: "زه باوري یم، کله چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې دي او موږ کار نه لرو، ستونزې مو ډېرې دي، طبیعي ده که بهرنی ملاتړ لږ شي، د کار زمینې به هم کمې شي او ښايي کارګران له ډېرو ستونزو سره مخ شي."
یوازې دی نه دی چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د کار پر نشتوالي اندېښنه ښيي، بلکې د افغان کوریا د روزنیز مرکز رییس جلال الدین هشام هم په دې باور دی چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به د بې کارۍ کچه لوړه شي.
هشام زیاته کړه: "په خواشینۍ سره یوه ستونزه چې موږ یې په افغانستان کې لرو، د کار کموالی دی، که له روزنیزو بنسټونو فارغیږي او که نور دي، ټول له ستونزو سره مخ وي، له هېواده د نړیوالو ځواکونو وتل به د بې کارۍ ګراف لوړ کړي."
دغه ورځ پیړۍ مخکې د امریکا په شیکاګو کې د کارګرانو د اعتصاب له ورځې نه چې د کاري ساعتونو د زیاتوالي پر ضد یې کړې وه، پیل شوه.
دغه ورځ هر کال په ټوله نړۍ او افغانستان کې نمانځل کېږي، خو سږ کال له افغانستانه د بهرنیوځواکونو له وتلو سره سمه شوه.
افغان کارګران
د افغان کارګرانو د یوې ټولنې یوه غړي شهزاده مشال ازادي راډیو ته وویل: "د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به ګڼ شمېر افغان کارګران وزګار شي. د بې کارۍ بحران مخ په زیاتېدو دی، دا بحران د نا امنۍ نه وروسته ناوړه بحران دی چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي."
بل خوا د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به نه یوازې د بې کارۍ کچه لوړه نه شي، بلکې د کار ډېرې زمینې به برابرې شي.
د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي وویل: "دا هغه خبرې، اندېښنې او توطېي دي چې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې هم اورېدل کېدې، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې کوم بهرني ځواکونه له افغانستانه وتل، ویل کېده چې افغانستان تباه کېږي، اوس دا خبرې او ستونزې نشته، موږ ملت ته ډآډ ورکوو څنګه چې مو تېر کال د بې کارۍ کچه کمه کړه، انشاءالله په راتلونکو کلونو کې به نوره هم کمه شي."
د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې د ۱۷میلیونو ۲۳۷ زرو کسانو له ډلې نه ۵ میلیونه ۷۱۷ زره په کاربوخت دي چې ۴ میلیونه يې نارینه او ۹۵۵ زره یې ښځې دي.
طالبان ادعا کوي چې دوی اوس هسې سختدریځي نهدي چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې افغانستان کې د خپل واک پر مهال وو. هغه مهال طالبانو پر خلکو په ځانګړې توګه ښځو او دیني اقلیتونو د خپلو سختو قوانینو د نافذولو له کبله له نړیوال مخالفت سره مخ وو.
اوس چې د امریکا متحده ایالاتو افغانستان کې د خپلې ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د یو سولهییز جوړجاړي هڅې تېزې کړې دي، د طالبانو سختدریځه اسلامپالې ډله هڅه کوي له خپل ځانه یو پخلا کېدونکی او نرم تصویر وړاندې کړي.
خو هغه افغانان چې دا مهال د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې اوسېږي وايي، دا ډله لا هم له اسلام څخه په خپل سختدریځه تعبیر ولاړه ده او لا هم پر خلکو د وېرې خپرولو او زور راوړلو له لارې واک چلوي. دوی وايي د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې لا هم هغه سخت قوانین عملي کېږي چې دې ډلې د ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱م کال پورې د خپلې واکمنۍ پر مهال پر خلکو عملي کول.
"طالبانو هغه ښوونځي ته له تګ منعه کړه"
طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د نجونو پر زدهکړو سخت بندیز لګولی و او د نجونو ښوونځي یې تړلي وو.
دا مور اوس له خپلو کوچنیانو سره په ترینکوټ کې اوسېږي چې د افغان حکومت تر کنټرول لاندې ښار دی او وايي دلتهیې لور ښوونځي ته ځي.
ارزګان کې د هلکانو یو ښوونځی
د کونړ د دانګام ولسوالۍ چې یو برخهیې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، یو ځايي اوسېدونکي حاجي نثار احمد ازادي راډیو ته وویل، دلته یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونې زدهکړې کولای شي. د هغه په وینا له شپږم ټولګي پورته نجونو ته نه د زدهکړو شرایط برابر دي، نه طالبان د زدهکړو اجازه ورکوي او نهیې میندې پلرونه غواړي چې پېغلې لوڼې یې زدهکړې وکړي.
دی وايي: "دلته څوک له شپږم ټولګې پورته نجونې زدهکړو ته نهپرېږدي. خلک هم نهغواړي چې نجونې یې له شپږم ټولګي پورته زدهکړې وکړي او طالبان هم اجازه نهورکوي."
له اسلام څخه د طالبانو سختدریځي تعبیر او قبیلوي دودونه، د هغو لپاره چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د دې ډلې تر واک لاندې سیمو کې اوسېږي ښايي تر یوه حده د منلو وي.
خو د افغانستان په ښاري مرکزونو کې چېرې چې د طالبانو د واکمنۍ له نړېدو وروسته په تېرو دوو لسیزو کې ډېرې ټولنیزې، اقتصادي او ډیموکراتیکې بریاوې رامنځته شوي، دا نظریې تر ډېره خلکو ته د منلو نهدي.