د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۰۶

ځانګړی راپور

ارشیف، هغه مور چې څو زامن‌یې په جګړه کې وژل شوي.
ارشیف، هغه مور چې څو زامن‌یې په جګړه کې وژل شوي.

د جوزا ۲۴مه د مور له ورځې سره برابره ده، د مور ورځ په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېلو ورځو کې نمانځل کېږي، په افغانستان کې دغه ورځ د جوزا په ۲۴مه ده.

افغانستان کې داسې میندې هم شته چې له دې ورځې بې‌خبره دي، خو یو شمېر خبر کسان د کابل ښار په ځینو ځانګړو سیمو کې خپلو میندو ته د ځانګړو ډالیو په اخیستلو بوخت وي.

د کابل ښار د ګلفروشي کوڅه هغه ځای چې په مناسبتي ورځو کې له بل هر وخت زیات مشتریان لري، د مور په ورځ وضعیت د عادي ورځو په څېر نه‌دی، خلک د خپلو میندو لپاره ګلان، عطر او نورې ځانګړې ډالۍ رانیسي.

د دوی له ډلې یو هم صدیق‌الله دی: "انسان باید د مور په قدر پوه شي چې په موږ څومره حق لري، موږ یې لوی کړي یو، باید حق یې ادا کړو، یوازې ګلان نه، باید حق‌یې په خوشحالۍ او خندا ادا شي، نن ورځ ګل رواج شوی، موږ اوس ګل فروشۍ کوڅې ته راغلي یو، څو یو ګل وروړو چې په خبره‌یې عمل وکړو او له موږ راضي شي، دلته زیات ګلونه دي، غواړم تازه ګل ورته یوسم چې خپله یو ځانګړی نمود لري."

ارشیف، د کابل شهرنو ګلفروشي کوڅه
ارشیف، د کابل شهرنو ګلفروشي کوڅه

مرضیه چې یوه مور ده، د خپلو اولادونو له‌خوا د دې ورڅې د نماځلو لپاره خوشحاله ده، خو وايي د مور له ورځې په داسې شرایطو کې نمانځنه کېږي چې جنګ جګړې دي او دا شاید د دې خاورې میندو ګډ درد وي.

نوموړې وايي، که چېرې جنګ جګړې نه‌وي او زموږ بچيان ونه‌وژل شي، هره ورځ زموږ ورځ ده.

مرضیه زیاتوي: "له بده مرغه روان کال د مور ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې میندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو شاهدانې دي، تمه لرم چې تر راتلونکي کاله تاوتریخوالی له‌منځه ولاړ شي، زموږ غوښتنه له دولت او د دولت له وسله‌والو مخالفو ډلو دا ده چې ژر سوله وکړي، ترڅو میندې د بچیانو، مېړونو او د کورنۍ د غړو له لاسه ورکولو شاهدان ونه‌اوسي."

اجمل چې د کابل په شهرنو کې ګل پلورنځی لري وايي، کرونا او روانې ناامنۍ د مور ورځې نمانځل پیکه کړي، خو بیا هم خلک دلته راځي.

ارشیف، د کابل ګلفروشي کوڅه کې د ګلانو یو پلورنځی
ارشیف، د کابل ګلفروشي کوڅه کې د ګلانو یو پلورنځی

اجمل وايي: "د مور ورځې په مناسبت بېلابېل ډول ګلونه دي، یو ځانګړی ګل چې ټول‌یې وړي، هغه د مرسل ګل دی چې څو رنګونه لري، ګل خوشبو د ورځې ګل دی چې سور مرسل هم ورته وايي، د دې ورځې په ویاړ د کېک د ډولونو فرمایش هم راکول کېږي او د مور له ورځې په ځانګړې مراسمو نمانځنه کېږي."

افغان میندې چې په اوسنیو شرایطو کې يې ډېری د خپلو بچیانو د ویر په ټغر ناستې دي، شاید د داسې ورځو نمانځنه‌یې تر یوه بریده غمونه راکم او خوشحاله کړي.

وحیده چې تېر کال د لړم په ۱۲مه‌یې زوی راهد د کابل پر پوهنتون په برید کې ووژل شو وايي، د مور ورځ هغه وخت مفهوم لري چې له خپلو بچیانو سره په خوا کې ناسته وې، نه دا چې بچیان دې په خاورو کې خښ وي.

اغلې وحیده وايي: "هره ورځ د مور ورځ ده، اوس چې د مور له ورځې نمانځنه کېږي، هغه میندې چې اولادونه‌یې وژل شوي، هغوی چې موږ ته‌یې د مور ورځ نمانځله اوس له موږ سره نه‌شته، نو له همدې امله د مور ورځ داسې میندو ته بې‌معنی او بې مفهومه ده، له دې ورځې اوس ترخه خاطره لرم، هېڅ نه‌غواړم چې دغه ورځ ونمانځم."

پر کابل پوهنتون برید کې وژل شوی راهد
پر کابل پوهنتون برید کې وژل شوی راهد

د یادونې ده چې دا یوازې میندې نه‌دي چې د دې ورځ تېرې خاطرې په زړه کوي او خپل وژل شوي اولادونه ژاړي، بلکې هغوی چې په بېلابېلو پېښو کې يې میندې وژل شوي هم نن به‌یې د هغوی په قبرونو د ګلو ګېډۍ ايښې وي.

په افغانستان کې څو لسيزو جګړو د دغه هېواد خلک سخت ستړي کړي او په خپل هېواد کې د سرتاسري سولې هيله لري.

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري، ننګرهار کې یو ماشوم د خښتو په بټیو کې په کار بوخت ښکاري.
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري، ننګرهار کې یو ماشوم د خښتو په بټیو کې په کار بوخت ښکاري.

د جون ۱۲مه د ماشومانو د کار د مخنیوي نړیواله ورځ ده. افغانستان په سویلي اسیا کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له یو میلیون زیات ماشومان یې درانه کارونه کوي.

جګړه، خراب اقتصادي وضعیت او بې‌وزلي، هغه لاملونه دي چې ماشومان یې کار کولو ته اړ ایستلي.

که څه هم د ماشومانو له‌خوا د درنو کارونو د مخنیوي لپاره په دولتي او غیر دولتي کچه یو شمېر کارونه شوي، خو ښکاري چې هغه ډول اړینه ده، پایله یې نه ده ورکړې.

۱۲ کلن نورالله د کندهار ښار په کابل دروازه کې د لویو موټرو د جوړونې په یوه کارخونه کې کار کوي، چېرې چې د ده د وزن څو برابره درنې اوسپنې ښکته پورته کېږي، نوموړی وايي، که کار و نه کړي، څه به خوري؟

بدخشان کې یو ماشوم په یوه شاقه کار بوخت ښکاري
بدخشان کې یو ماشوم په یوه شاقه کار بوخت ښکاري

نورالله زیاتوي: "زه چې دا درانه اوسپنې او شیان پورته کوم، ماښام مې بیا بدن خوږېږي، لاسونه مې درد کوي، ملا مې درد کوي، پښې مې درد کوي، ستړی شم. اړ یو، مسکینان یو، ډوډۍ نه لرو."

دا د زرګونو هغه ماشومانو یوه بېلګه ده چې د افغانستان په ګوټ-ګوټ کې درانه کارونه کوي. له دوی ډېر یې د کورنۍ سرپرستان دي.

۹ کلن شفیع الله د کابل ښار په یوه څنډه کې د ترکاڼۍ په یوه دوکان کې کار کوي. له ده نه یوازې ښوونځی پاتې، بلکې د خپل کوچنیتوب پر ټولو امیدونو یې خاورې اړولي او لویه هیله یې دومره ده چې تر ماښامه خپلې کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.

نوموړی وايي: "که زه کار و نه کړم، امکان نه لري. د کورنۍ توان مې ډېر کم دی. ما باید په دې عمر کې زده‌کړه کړې وای، نه دا چې درانه او سخت کارونه وکړم."

د افغانستان له ماشومانو د ملاتړ قانون دروند یا شاقه کار هغه بولي چې کول یې د ماشوم په بدني یا ذهني ودې ناوړه اغېز وکړي.

د دې قانون د نهم فصل په ۶۲مه ماده کې د کار د قانون له حکم سره سم، فزیکي درانده، روغتیا ته زیان رسوونکي او تر ځمکې لاندې کارونو ته د تنکیو ځوانانو ګمارنه منع ګرځول شوي او سرغړونکو ته د قانون له مخې، د مجازاتو حکم شوی.

خو له دې ټولو سره-سره، د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت رسمي شمېرې ښيي چې په ټول وطن کې ۱،۲ میلیونه ماشومان په بېلابېلو درنو کارونو بوخت دي.

د دې وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي ازادي راډیو ته وویل، د کار نړیوال سازمان له هغو هېوادونو چې ماشومانو په کې درانه کارونه کوي غوښتي، څو تر ۲۰۲۵ کال پورې پر ماشومانو د درنو کارونو بشپړ مخنیوی وکړي.

په ټول افغانستان کې ۱،۲ میلیونه ماشومان په بېلابېلو درنو کارونو بوخت دي.
په ټول افغانستان کې ۱،۲ میلیونه ماشومان په بېلابېلو درنو کارونو بوخت دي.

نوموړی وايي: "د افغانستان حکومت، نړیواله ټولنه او په ټوله کې بېلابېلې ادارې په دې برخه کې له موږ سره همغږي دي، څو وتوانېږو له مختلفو لارو په ګټې دا شمېر را کم او یا هم پای ته ورسوو."

د اقتصادي چارو کارپوهان جګړه، خراب اقتصادي وضعیت او بې‌وزلي، هغه لاملونه بولي چې ماشومان یې کار کولو ته مجبور کړي.

شنونکي شعیب رحیم ازادي راډیو ته وویل: "دا ټول لاملونه د دې سبب شي چې تعلیم، روغتیا او نور امکانات له لومړیتوبونو ولوېږي، بالاخره موږ شاهد یوو چې د دې پرځای هغه ماشومان چې ښوونځیو یا هم مدرسو ته ولاړ شي، په بازارونو کې درانده کارونه کوي."

افغانستان کې د ماشومانو د کار د مخنیوي لپاره په دولتي او غیر دولتي کچه یو شمېر کارونه شوي، خو د امکاناتو او بودجوي ستونزو له کبله، ډېر محدود دي، ځکه یې د پام وړ پایله نه ده ورکړې.

خو سره له دې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، حکومت، د کار نړیوال سازمان، د کارګرو ټولنه او د سوداګرۍ خونه په دې هڅه کې ده چې د ماشومانو د کار مخه ونیسي.

د دې وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي ازادي راډیو ته وویل: "زموږ تر ټولو لویه او مهمه برنامه دا ده چې هغو ماشومانو لپاره چې سرپرستان نه‌لري، روزنتونونو ته ولېږدول شي او هغوی چې سرپرست لري، د مسلکي او تخنیکي زده‌کړو پروګرام ورته لرو، څو دوی د دې جوګه شي چې خپل ځان او کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي."

ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې له لسو ماشومانو نږدې یو یې کار کوي.

دا سازمان خبرداری ورکوي چې په دې سره د ټول نسل روغتیا، ښوونې او روزنې او ښه راتلونکې له ګواښ سره مخامخ ده.

دا خبرداری ملګرو ملتونو په هغه راپور کې ورکړی دی چې د ماشومانو د کار په اړه په هرو څلورو کلونو کې یو ځل خپریږي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو موسسې یا یونېسف او د کار نړیوال سازمان په خپل ګډ راپور کې لیکلي، په نړۍ کې د هغو ماشومانو شمېر چې کار کوي یو سل او شپیته میلیونو ته لوړ شو چې دا شمېره په تېرو څلورو کلونو کې اته میلیونه او څلور لکه تنه زیاته شوې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG