د نامتو شاعر، لیکوال او سیاستوال ارواښاد اجمل خټک په مزار کې بمي چاودنو لس تنه ټپيان کړل او د زیارت ودانۍ ته يې د پام وړ زیان واړاوه. د نوموړي په نوې جوړیدونکې مقبره کې، چې د پيښور ختیځ لور ته د نوښار ضلعې یا ولسوالۍ په اکوړه خټک سیمه کې واقع ده په داسې حال کې چاودنې وشوې، چې تعمیراتي چارې يې د پای مراحلو ته نژدې وې.
هرموسم يو ځانګړی خوند او رنګ لري، پسرلی په ګلونو او بارانونو ښه ښکاري، ژمۍ که د چا د واورو له کبله ښه ايسي، نو د چا بیا اوړی خوښږي او ځینې ځینې یې بیا په مني کې د ونو په زیړو پاڼو کې د سپرلي نښې ګوري.
د ازادۍ راډیویي مجلې په دې خپرونه کې د سپیده په نوم د نوې پیل شوې هنري مجلې له پښتو اډیټر ډاکتر زغم سره مرکه. د زري کړکي ادبي جایزې وړونکې سلګۍ غزل.
د هلمند د مرکز لښکرګاه سينما تر پنځوسو کلونو وروسته په اساسي ډول جوړه شوه. په ننګرهار کې خلک د سراج المعارة ودانۍ د بيارغولو غوښتنه لري.
د اقتصادي چارو کارپوهان په دې نظر دي چې واړه پورونه یا قرضې د ښځو او کورنیو په اقتصادي وده کې ډېره ونډه لري. په وروستیو لسو کلونو کې ګڼو افغان ښځو د وړو پورونو په مټ د چرګانو ساتنه، مالداري، غالۍ اوبدنه، خیاطۍ او داسې نور واړه کارونه پیل کړي او له دې لارې یې د خپل ځان او کورنۍ د ژوند په بهترۍ کې برخه اخیستې ده.
وايي، چې ګیله له خپلو کیږي، کله چې د ملګرو ترمنځ هم مینه ډیره شي، نو بیا په وړو وړو خبرو یو له بله ګېلې کوي او سره مروريږي. دوي فکر کوي، چې یا یې ملګری له ملګرتیا ستړی شوی او یا یې هم تر ده ښه ملګري پيدا کړي.
د ازادۍ راډیویي مجلې په دې خپرونه کې له نیمروزې شاعرې ګلزاده حقدوست سره مرکه اورئ. د شین ګلاب په نوم د چین د خلکو یو خوږ حکایت، په کوټه کې د ډولچیانو د ستونزو په اړه رپورټ او نور مطالب اورېدلای شئ.
د روغتیا د نړېوال سازمان وروستي راپورونه ښیي، چې په افغانستان کې هر کال څه باندې پنځوس زره کسان په نري رنځ اخته کېږي چې د همدې ناروغۍ له امله هر کال شاوخوا لس زره کسان مري.
خان قرباغی په یوه سندره کې د چا د ښکلو سترګو ستاینه کوي، چې سترګې دې ډیرې ښکلې دینه، خو که د سترګو ساتنه ونشي، نو ښايي هم دید له لاسه ورکړي او هم ښکلا نو
د ازادۍ راډیویي مجلې په دې خپرونه کې د هستوي فزیک متخصص محمد رحمت الله تنها په افغانستان کې د اتومي انرژي په برخه کې د لیکل شوېو اثارو او د علم د دې ساحې د مشهورو اصطلاحاتو په باره کې خبرې کوي.
افغانستان یو شمېر خلک د دوي په دوو رسمي ژبو ( پښتو او دري ) کې د ځینو نوېو او نابلدو لغتونو او په خپل سر جوړو شوېو ترکېبونو اندیښمن کړي دي،دوي وایي، په چاپي رسنیو کې داسې څه لولي او په رادیو ګانو او تلویزیونونو..
ډاکټران وایي، ورزش کول ټول انسانان په تېره ښځې له ګڼو جسمي ناروغیو او رواني مړاوې توبه ساتي او د بدن په پیاوړي کېدو کې ډېره ونډه لري. ډاکټران وایي، ګڼې ښځې د ورزش په ګټو نه پوهېږي او له دې امله له ګڼو رواني ناکراریو او جسمي دردونو چې دوي یي په کور کې د ورزش په مرسته درملنه کولای شي ځورېږي.
نور راوښيه