د ازادي راډیویي مجلې په دې ګڼه کې له ځوان شاعر فرید باراني سره مرکه اورئ، چې د شعر په باره کې نوي نظریات لري.
د راډيويي مجلې په دې خپرونه کې له ارواښاد استاد محمدصديق پسرلي سره د دوي ترمړینې یوه موده مخکې شوې مرکه، دوه حکایتونه او د بشر د فکر و فرهنګ د سرلارو په لړۍ کې د مشهور فیلیسوف سقراط په اړه بحث اورئ.
د بالا حصار کلا خوا و شا ۵۰۰ کاله وړاندې مغل باچا ظهیرالدین بابر جوړه کړې وه، او پېښور چې کله د افغانستان د ژمي پلازمېنه وه نو پښتنو باچهانو به هم دغه کلا د خپل مرکز په توګه کاروله.
ورپسې د پښتو ژبې د یوه بل نوميالي ليکوال، شاعر، ژورناليسټ او فولکلوريسټ ابوالخير ځلاند په اړه د بارکوال مېاخېل رپوټ اورو.
استاد صدیق پسرلي تل د سوکاله، سوله ییز، خوشاله او پرمختللي افغانستان ارمان درلود او د دې ارمان د ترسره کولو لپاره يې خپله ونډه کار د قلم په څوکو هر شېبه تر سره کړی دی.
په داسې حال کې چې په رسنيو کې د امريکا او افغان حکومتونو تر مينځ د امنيتي تړون او د افغانستان د ۲۰۱۴ م کال نه وروسته حالت په څېر موضوعات تر بحث لاندې دي، افغان هنرمندان له موسيقۍ سره تړليو د خپلو کارونو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
د ازادي راډیویي مجلې په دې ګڼه کې استاد منلی د افلاطون په اړه معلومات راکوي، ډاکتر احسان الله درمل د شعر په موسیقي پاندې خبرې کوي، حکایتونه او د درویش دراني یو غزل او ځينې نور مطالب هم په دې خپرونه کې اوریدلی شئ.
د ازادی راډیویي مجلې په دې ګڼه کې له ځوان شاعر او ادب پوه دانیال طریر سره مرکه اورئ.
د ازادي راډیويي مجلې په پیل شوې خپرونه کې مو عصمت قانع د خپلو وروستیو وختونو پر شاعري خبروي.
د ازادي راډيو په دې خپروونه کې د دروېش دراني یو نظم اورئ، درې حکایتونه لرو، د علي ګل پیوند شاعري ته کتنه او د تحقیقي ژورنالیزم په اړه له محمد صادق ریښتیني سره مرکه هم لرو.
په دې خپروونه کې صفیه صدیقي د اشپزی به باره کې په خپل نوي کتاب خبرې کوي.
نور راوښيه