نن مو په دې خپرونه کې پر میدان وردک ولایت د بحث لپاره د دغه ولایت د والي ویندوی عطا الله لودین او د ولسي جرګې یوه غړي انجنیر شېرولي ته بلنه ورکړې ده.
په دې خپرونه کې مو د کندهار والي او په مشرانو جرګه کې د کندهار د خلکو یوه استازې مېلمانه دي.
اروزګان د افغانستان یو مرکزي ولایت دی او شاوخوا یې کندهار، دایکنډي، هلمند، زابل او غزني ولایتونه موقعیت لري.
په ننني پروګرام کې مو د تخار د والي مرستيال فريد ذکي مېلمه دى، چې د اورېدونکو ستونزې به ورسره شريکوو.
د ولایت په ولایت پروګرام کې مو اورېدونکو د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي مېلمه دی، ښاغلی مجددي به د لغمان ولایت د مسایلو په اړه ستاسو اورېدونکو پوښتنو ته ځوابونه ووايي....
ننګرهار نه یوازې د خپل خاص اقلیمي وضعیت له کبله مهم زراعتي ولایت دی بلکې د تعلیم او زده کړې په برخه کې هم مخکښ دی.
کاپیسا د اوبو پراخې سرچینې او شتمنې طبیعي زېرمې لري. د دې ولایت یوه مهمه شتمني د ګلبهار د نساجۍ فابریکه ده چې یووختې د هېواد له ډېرو سترو تولیدي فابریکو څخه وه.
خوست یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې نسبتاً ښه وده کړې. ډېر کارونه پکې شوي خو د دغه ولایت په ابادولو کې د نورو سیمو حلاف د خوست خپلو خلکو زیاته ونډه لرلې ده.
د ولایت په ولایت په دې پروګرام کې پر پکتیا خبرې شوي دي. په دې خپرونه کې د پکتیا د والي ویندوی روح الله سمون او په ولسي جرګه کې
د ولایت په ولایت د پروګرامونو په دې لړۍ کې نن لوګر ته ځو چې له پایتخت کابل، پکتیا، ننګرهار، وردک او غزني ولایتونو سره پوله لري.
نورستان ډېر غرنی دی تر دې چې د دغه ولایت د ډېرو سیمو اوسېدونکي نه یوازې په خپل منځ کې په اسانه تګ راتګ نه شي کولی بلکې د ولایت تر مرکزه د رسېدو لپاره باید له څو ولایتونو تېر شي.
د ولایت په ولایت د پروګرامونو په دې سلسله کې نن کندهار ته ځو چې د افغانستان په جنوب کې تر ټولو مهم ولایت دی. کندهار، چې یو وخت د افغانستان دوهم ستر ښار و، د وروستیو لسو کلونو جګړو سخت ځپلی دی.
نور راوښيه