په دې پروګرام چې صفي الله ستانکزي جوړ کړی په عامه ځایونو کې د ښځو او نجونو د ځورونې په اړه له نصرت الله حقپال،لیمه انوري او شفیقې اخلاص سره بحث شوی دی.
د ځوان فکر خپرونې درنو اورېدونکو، د نن ورځې او دې اوونۍ د دې خپرونې موضوع په پکتيا کې د ښځو او نجونو ټولنيز وضعيت ته ځانګړې شوې
په پکتيا کې نږدې څلوېښت مدني او فرهنګي ټولنې دي، خو د دوی کارونه د خلکو له خوا په نشت حساب دي او وايي دا ټولنې يوازې د شهرت په موخه جوړې شوې نه د مدني فعاليتونو د تقويې په خاطر.
د دې اوونۍ په پروګرام کې د کندهار دځوانانو شورا له مسوولینو سره خبرې کوو . د کندهار د ځونانو شورا تازه جوړه شوې تر اوسه ۳۰ ښځینه او نارینه غړي لري.
د اپریل په دوهمه د فراه په مرکز کې طالبانو پر څو حکومتي ودانیو ډله ییز برید وکړ. په دې حملې کې د برید کوونکو په ګډون تر پنځوسو ډیر کسان ووژل شول او تر سلو ډیر ټپیان شول.
د ځوان فکر په دې خپرونه کي د هغو ځوانانو پر ستونزو خبرې شوي، چې د کانکور په وروستۍ ازموینه کې بې نتیجې شوي.
د ازادۍ راډیو د ځوان فکر خپرونه دا ځل دکوچیانو تعلیم ته ځانګړې شوې څه ډول تعلیمافته کوچیان ځوانان کولای شي د خپل قوم په بیداري او تعلیم کې ونډه واخلي.
د افغانستان او پاکستان د روابطو په ښه کولو کې خبريالان څه رول لري؟ د ځوان فکر په دې پروګرام کې دغه مسله له ځينو خبريالانو سره څېړل شوې ده. د دې پروګرام کوربه مجيب الرحمن انګار دى
د ځوان فکر د دې اونۍ پروګرام په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته چې د سې شنبې په ورځ ترسره کیږي ځانګړی شوی دی، دا چې دا ټاکنې د افغانستان لپاره څومره کتور تمامېدای شي، د کارپوهانو بحث واورئ.
په افغانستان کې دا مهال د ځوانانو تر ټولو ستره ستونزه بېکاري ده. ځوانان څنګه کولاى شي ځانونو ته خپله کارونه پيدا کړي؟ د ځوان فکر په دې پروګرام کې پر همدې مسئله خبرې شوي دي
د ځوان فکر د دې اوونۍ په پروګرام کې دا مسئله څېړل شوې چې ځينې ملا امامان ولې ځوانان افراطيت او جهاد ته هڅوي؟ لطيف سهاک د دې پروګرام کوربه دى.
د ځوان فکر په دې پروګرام کې پر دې مسئلې خبرې شوي چې په ننګرهار ولايت کې په نشو د اخته ځوانانو شمېر زيات شوى دى. خلک وايي اوس دغه ځوانان په بازارونو او کوڅو کې هم ليدل کېږي چې بېلابېلې نشې کوي.
نور راوښيه