خبرونه
یوناما: په تیرو دوو کلونو کې د هغو ښځو شمیر ۴۰ سلنه زیات شوی چې د تاوتریخوالي له لوړخطرسره مخامخ دي
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وایي، په تیرو دووکلونو کې د تاوتریخوالي له لوړ خطر سره د مخ افغان میرمنو او نجونوشمیر۴۰ سلنه زیات شوی او اوسمهال ۱۴،۲ ملیونه ښځې خوندیتوب او مرستې ته اړتیا لري.
یوناما دغه څرګندونې نن سې شنبې د نومبر۲۵ د ښځو او نجونو پروړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین د پیل په مناسبت یوه خپره کړې اعلامیه کې کړې دي.
د یوناما سرپرستې مشرې او په افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې جورجیټ ګانیون وویل،
“د افغان ښځو لپاره تاوتریخوالی یوازې هغه څه ندي چې لیدل کیږي یا اوریدل کیږي بلکې د دوی د غږونو غلي کول، د دوی راتلونکې لپاره تړل شوې دروازې او د دوی د حقونو اخیستل هم تاوتریخوالی دی.”
هغې ویلي، د دې ترڅنګ چې د افغانستان له واکمنانو پرښځو او نجونو د محدودیتونو د پای ته رسولو غوښتنه کوي، پرنړیوالې ټولنې هم غږکوي چې د مرستې ټولې لارې خلاصې وساتي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د ښځو د چارو ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن خبرداری ورکړی چې د ښځو په مشرۍ سازمانونو لپاره د مرستو کموالی، له بې ساري محدودیتونو او د څارنې له زیاتوالي سره په ګډه د هغو کسانو لپاره د خدمتونو وړتیا محدوده کړې چې ترټولو له ډیرخطر مخامخ دي.
پرافغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې له شپږم ټولګي ور پورته نجونې له زده کړو راګرځول شوي او ښځې د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په ډیرو غیردولتي موسسو کې له کارکولو او هم د ټولنې په ډیرو نورو برخو کې له فعال ګډون څخه بې برخې کړای شوې دي.
لږ تر لږه ۱۰۰ افغان کورنۍ بېګا اسلام اباد کې نیول شوي؛ ځینې یې وايي چې تاوتریخوالی ورسره شوی
په اسلام اباد کې افغان کډوال وايي چې لږ تر لږه ۱۰۰ کډوالې کورنۍ پولیسو نیولي او له ځینو سره یې تاوتریخوالی کړی.
په خواله رسنیو کډوالو خپلې ویډیوګانې هم خپرې کړي دي.
له دې ډلې د ښځو د حقونو فعاله دیبا فرهمند ښکاري چې سر یې ډېر ژوبل شوی او په ویډیو کې یو وار بیا پرې حمله کېږي.
هغه شکایت کوي چې د نومبر په ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په ورځ د پاکستاني پولیسو له خوا سخته ژوبله شوې.
د راپورونو له مخې پاکستاني پولیسو د اسلام اباد په ارجنټینا پارک سیمه کې د میشتو افغان کډوالو په کورونو چاپې وهلي دي.
په نیول شویو کې ګڼې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دا افغان کډوال به د تمې له مخې د کډوالو موقتي کمپونو ته لیږل کېږي څو افغانستان ته ډیپورټ شي.
زیلینسکي ویلي د جینوا په خبرو کې "مهم ګامونه" اخیستل شوي خو له روسیې سره سوله لا هم لرې ده
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ویلي چې د جینوا په خبرو کې "مهم ګامونه" اخیستل شوي خو له روسیې سره سوله لا هم لرې ده.
هغه دا خبره یوې غونډې ته چې په سويډن کې جوړه شوې وه په یوه ویډیويي اړیکه کې وکړه.
د اوکراین، امریکا او اروپا چارواکو د یکشنبې په ورځ په سویس کې سره ولیدل، دا غونډه وروسته له هغه وشوه چې امریکا د روسیې د نږدې څلور کلن یرغل د پای ته رسولو وړاندیز وکړ.
سپینې ماڼۍ وویل چې له اوکراین سره د جینوا خبرو د جګړې د پای ته رسولو په لور "د پام وړ پرمختګ" کړی او یو تازه چوکاټ یې رامینځته کړی چې د اوکراین حاکمیت به وساتي او د عادلانه سولې لپاره به لاره هواره کړي، که څه هم د امریکا د ۲۸ ټکو پلان کې د بدلونونو جزئیات نه دي ورکړل شوي.
ځانمرګي برید ۳ پاکستاني عسکر وژلي او ۴ یې ژوبل کړي؛ شهبازشریف ویلي د برید عاملین باید ونیول شي
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي د پېښور د ننني برید عاملین باید ژر تر ژره ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
هغه د پېښور د سرحدي پولیسو د یوه مرکز مخ ته ځانمرګی برید غندلی او په عین حال کې یې د لا زیاتو مرګژوبلو په مخنیوي کې د پاکستاني پوځیانو «په وخت عمل» ستایلی دی.
د پېښور پولیسو تایید کړې چې د دوی دری ملیشه سرتیري په ننني ځانمرګي برید کې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د پېښور د پولیسو مشر میا سعید رسنیو ته ویلي چې ځانمرګي بریدګر د سرحدي پولیسو د مرکز مخ ته برید کړی وو.
هغه ویلي پولیسو دوه نور بریدګر په ډزو سره وژلي دي.
د ملیشه سرحدي پولیسو دغه مرکز د پیښور د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه [صدر روډ] کې موقعیت لري او نږدې ورته د پوځ یو مرکز هم پروت دی.
د برید مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
پېښور کې د سرحدي پولیسو پر مرکز ځانمرګی او وسله وال برید شوی دی
وسله والو کسانو نن سهار ( دوشنبه د لیندۍ ۳مه) پیښور کې د سرحدي ملیشه سرتیرو پر یوه مرکز ځانمرګی او وسله وال برید کړی دی.
رویټرز د یوې سرچینې په حواله ویلي، یوه ځانمرګي د سرحدي پولیسو د دغه مرکز دروازې سره ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد چوولي او بل هغه مرکز ته دننه شوی دی.
پر مرکز د برید کوونکو کسانو شمېر لا معلوم نه دی او سیمه د پولیسو او پوځیانو له خوا کلا بنده شوې ده.
پیښه کې سملاسي د لږ تر لږه درې کسانو د وژنې راپور ورکړل شوی دی.
د ملیشه سرحدي پولیسو دغه مرکز د پیښور د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې موقعیت لري او نژدې ورته د پوځ یو مرکز هم پروت دی.
د برید مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
د حزب الله دویمه درجه مشر هیثم علي طباطبایي د اسراییلو برید کې وژل شوی
د اسراییلو پوځ وايي چې د لبنان د پلازمینې بیروت په څنډه کې یې د حزب الله دوهم نمبر مشر هیثم علي طباطبایي په هوایی برید کې وژلی دی.
حزب الله یوه وسله واله ډله او همدارنګه یو سیاسي ګوند دی.
متحده ایالات حزب الله یو ترهګر سازمان ګڼي، او اروپايي اتحادیې یوازې د حزب الله پوځي څانګه په تور لیست کې شامله کړې ده.
د یکشنبې په ماسپښین د اسراییلو له برید څو ساعته وروسته، حزب الله په یوه بیان کې تایید کړه چې هیثم علي طباطبایي، چې د دې ډلې د لوی درستیز په توګه هم پیژندل کیږي، وژل شوی دی.
متحده ایالاتو مخکې د طباطبایي د نیولو په اړه د معلوماتو لپاره د ۵ ملیون ډالرو انعام وړاندیز کړی و.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د اسراییلو په برید کې چې په یوه استوګنیزه ودانۍ شوی، لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د کورني فوټبال غړی فرهاد عادل وژل شوی دی
د فاریاب د فوټبال ټیم د لوبغاړي فرهاد عادل زندۍ شوی جسد په هرات ولایت کې موندل شوی دی.
د فاریاب د فوټبال ټیم ( سرسبز یاشلر) اعلان کړی چې پر هغه لومړی برید شوی او بیا یې جسد ځوړوند شوی دی.
په هرات کې د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په فیسبوک کې په یوه پیغام کې فرهاد عادل د سرسبز یاشلر ټیم پخوانی لوبډلمشر یاد کړی او د هغه وژنه یې تایید کړې ده.
د فوټبالر د وژل کیدو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
ټاکل شوې وه چې هغه د دوشنبې په ورځ د افغانستان د کورني فوټبال د اتلانو لیګ کې له خپل ټیم سره ملګری وي.
ایران تېرو دوه ورځو کې ۲۹۲ افغان زندانیان افغانستان ته لېږدولي دي
ایران پرون او وړمه ورځ ۲۹۲ افغان زندانیان افغانستان ته لیږدولي دي.
دا خبره په تهران کې د طالبانو د حکومت شارژدافیر ( د سفارت سرپرست) فضل محمد حقاني تېره شپه ناوخته( یکشنبه د لیندۍ دویمه) ازادۍ راډیو ته وکړه.
ایرانۍ رسنۍ وایي چې پر بېلابیلو جرمونو محکومو شویو دغو افغانانو په ایران کې د محکومیت دوره تیره کړې، خو د قانوني پړاوونو د بشپړولو لپاره د طالبانو د حکومت اړوندو ادارو ته معرفي شوي دي.
معلومه نه ده چې ایران کې دا مهال څه شمېر افغانان بندیان دي، خو طالب او ایراني چارواکو په دې وروستیو کې د بندیانو د تبادلې پروسه ګړندۍ کړې ده.
تیره اونۍ د ایران د بشري حقونو سازمان ازادۍ راډیو ته ویلي و چې د سږ میلادي کال له پيله ایران کې ۷۲ افغانان اعدام شوي چې په خبره یې د محکمې جریانونو یې عادلانه نه وو.
په ایران کې د افغانانو د محکومیت لاملونه تر ډیره د نشه یي توکو قاچاق او جنایي جرمونه دي.
د پکتیا د ملي ټلویزیون خپرونې بندې او راډیویي بڼې ته واوښتې
د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، د ګردیز ملي ټلویزیون خپرونې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له کبله ودرېدې.
دغه مرکز نن یکشنبه ( د لیندۍ دویمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پکتیا ملي ټلویزیون خپرونې اوس راډیویي بڼې ته اوښتي دي.
د خبرپاڼې له مخې پکتیا ۲۳م ولایت دی چې د طالبانو د امرباالمعروف او نهې عن المنکر ادارې دغه بندیز په کې عملي کیږي.
د رسنیو د ملاتړ بېلابیلو سازمانونو پر دغو محدودونکو اقداماتو نیوکې کړي، خو د پام وړ کومه پایله یې نه ده ورکړې.
د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو تراوسه پکتیا کې د تلویزیون د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو کابل کې د کابینې ګڼ شمېر غړي لا هم د خپلو ورځنیو چارو لپاره له ویډیویي راپورونه کار اخلي.
د کاناډا او جرمني مشران: د اوکراین د سولې په تړون کې باید کیف شامل او ضمانتونه ورکړل شي
د کاناډا صدراعظم مارک کارني او د جرمني صدراعظم فریدریش میرتس د اوکراین د جګړې او د غزې د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
کاناډا او جرمني د یکشنبې په ورځ (د نومبر ۲۳مه) په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دواړو صدراعظمانو په جنوبي افریقا کې د G20 سرمشریزې په څنډه کې سره ولیدل.
دواړو مشرانو د اوکراین په ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې هر ډول تړون کې باید په مستقیم ډول کیف شامل وي، د هغه هېواد اصلي ګټې خوندي کړي او د امنیت د پام وړ تضمینونه ورکړل شي.
کارني او میرتس د غزې په اړه، د جګړې په پوره پای ته رسولو او هلته په لویه کچه د بشري مرستو پر لېږد ټینګار وکړ.