خبرونه
فوټبال؛ افغانستان نن له تاجکستان سره دوستانه سیالي کوي
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن سه شنبه د نومبر په ۱۹مه نېټه له تاجکستان سره دوستانه سیالي کوي.
د فوټبال فدراسیون د خبر له مخې، لوبه به د کابل پر وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې پیل شي.
دوه ورځې وړاندې په یو بلې دوستانه سیالۍ کې افغانستان ۲-۰ له نیپال ماتې وخوړه.
د ویلو ده چې دغه سیالۍ د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي عثمان توشف تر روزنې او څارنې لاندې ترسره کېږي.
نن د ملګروملتونو په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ۷۸ کاله پوره شول
افغانستان د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو او د ملګروملتونو د سازمان له جوړېدو وروسته د ۱۹۴۶ کال د نوامبر په ۱۹مه د دې سازمان غړی شو.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یوناما نن پر خپله ایکسپاڼه هغه تور او سپین عکس خپور کړی چې د افغانستان د هغه مهال استازی عبدالحسین عزیز د ملګروملتونو په مقر کې په داسې حال کې ښيي چې د دې سازمان له چارتر سره د افغانستان د یوځای کېدو سند لاسلیکوي.
سویډن او ایسلنډ هم له افغانستان سره په یوه ورځ د ملګروملتونو غړي شول.
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان د اقليمي بدلون له جدي افتونو سره مخامخ دی
د ناروې د کډوالو شورا وايي، افغانستان د روان اقتصادي بحران له کبله له ګڼو ستونزو، بېکارۍ او د اقلیمي بدلون له جدي افتونو سره مخامخ دی.
دې ټولنې پرون پر خپله وېبپاڼه په یوه راپور کې ویلي دي چې، افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ترټولو زیانګالو هېوادونو له ډلې دی.
په راپور کې په ځانګړي ډول یادونه شوې چې د بادغیس ولایت وضعیت ډېر خراب دی.
په بادغیس او د هېواد په نورو ولایتونو کې پراخې ځمکې د اقلیمي بدلونونو په نتیجه کې شاړې شوي او په نتیجه کې یې خلک د بقا لپاره نورو سیمو ته کډه شوي دي.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، پهداسې حال کې چې د اقلیمي بدلون بحران په پراخېدو دی، افغانستان د دې ستونزې د حل لپاره لازم چمتووالی نهلري.
لهدې مخکې د یکشنبې په ورځ د ماشومانو د خوندیتوب ادارې سېف دِ چیلدرن وویل چې، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو میاشتو کې په افغانستان کې د سختو اقلیمي شرایطو له کبله تر ۳۸ زرو ډېر خلک چې نیمايي یې ماشومان دي، له خپلو مېنو بېځایه شوي او نورو سیمو ته تللي دي.
خيبرپښتونخوا کې د يو بريد په پايله کې اته پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۷ تښتول شوي
د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، په خیبرپښتونخو ایالت کې د وسلهوالو په یوه برید کې اته پوځیان وژل شوي دي او د پولیسو اووه افسران تښتول شوي دي.
د استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې، په تیرا کې د پوځ او وسلهوالو ترمنځ په نښته کې اته سرتيري او نهه وسلهوال ووژل شول.
د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو ډلې TTP منلې ده.
د پولیسو یوه چارواکي هم پهدې شرط چې نوم یې افشا نهشي فرانس پرس ته ویلي دي چې، په خیبرپښتونخوا کې د تلاشۍ له یوې پوستې څخه د پولیسو اووه افسران د وسلهوالو لهخوا تښتول شوي دي.
دې چارواکي همداراز ویلي چې، د دې پولیسو وسلې هم د وسلهوالو لاس ته لوېدلې دي.
فرانسپرس د دې پېښې ځای نهدی ښودلی، خو ویلي یې دي چې د محمد ضیاالدین په نوم د پولیسو یوه افسر هم دا پېښنه تایید کړې ده.
پهدې وروستیو کې په پاکستان کې د ټيټيپي په حملو کې زیاتوالی راغلی.
دې ډلې د اکتوبر په ۲۵مه د پولیسو لس افسران ووژل.
د روسيې د يو بريد پر مهال اوکراين کې نن اووه کسان وژل شوي
په اوکراین کې نن د یوه ماشوم په ګډون اووه کسان د روسیې د بېپیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شول.
چارواکو نن وویل چې، دا برید د اوکراین په شمال ختیځ کې د روسیې پولې ته نژدې د سومي سیمې په هلوخییف Hlukhiv ښار کې وشو.
د سومي پوځي ادارې پر ټلېګرام شبکې په یوه بیان کې ویلي دي چې، پهدې برید کې چې د لیلیې پر یوه ودانۍ وشو، دولس نور کسان هم ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم په یوه بیان کې د دې برید په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې، هېواد یې د روسیې له زیاتېدونکو حملو سره مخامخ دی.
د نړۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو په غزه او لبنان کې د اوربند غوښتنه کړې
د نړۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو د غزې په تړانګه او لبنان کې د یوه هر اړخیز اوربند غوښتنه کړې.
د نړۍ دې سترو اقتصادي قدرتونو پرون په برازیل کې د خپلې سرمشریزې په پای کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د هغې طرحې په اساس چې متحدایالتونو وړاندې کړې، د اسراییلي برمتهو د خوشې کېدو په بدل کې په غزه کې د دایمي اوربند لپاره غږ کړی.
دوی همداراز په لبنان کې یې د داسې یوه اوربند غوښتنه کړې چې په نتیجه کې یې د اسراییلو د سرحد په دواړو غاړو کې خلک په خوندي ډول خپلو مېنو ته ستانه شي.
حزبالله چې ایران یې ملاتړ کوي، هم پوځي او هم سیاسي څانګې لري او د لبنان د جنوب سیمې یې په ولکه کې دي.
متحدایالات دا ډله یو تروریستي سازمان بولي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
د ايران د بشري حقونو فعال حسين رونقي د څو ساعتونو لپاره توقيف شو
د ایران د بشري حقونو فعال حسین رونقي د تهران په مرکز کې تر یوې احتجاجي غونډې وروسته د څو ساعتونو لپاره توقیف شو.
د دې قضیې په اړه د هغه د کورنۍ غړو پرون، دوشنبه خبر ورکړ.
د رونقي ورور حسن په ټلېګرام کې لیکلي چې حسین رونقي د مازدیګر په ۵ بجو د ولي عصر په څلورلارې کې د یوشمېر وسلهوالو افسرانو لهخوا په زوره نیول شوی او د شپې په ۹ بجو د خپل کور مخې ته خوشې شوی.
رونقي په ټلېګرام کې د خپلې احتجاجي ناستې خبر خپور کړی وو او ویلي یې وو چې دا کار د خبریال او فعال کیانوش سنجري د درنښت لپاره کوي.
کیانوش سنجري د نومبر په دیارلسمه په تهران کې له یوې ودانۍ څخه ځان لاندې واچاوه او ساه یې ورکړه.
سنجري تر دې پېښې مخکې نیول شوی او ترې پوښتنې ګروېږنې شوې وې.
لبنان او حزبالله له اسراييلو سره د اوربند په هدف د امريکا له وړانديز سره موافقه وکړه
لبنان او حزبالله له اسرايیلو سره د اوربند په هدف د امریکا له وړاندیز سره د ځینو ټکو په استثنی موافقه وکړه.
په همدې حال کې یوه لوړ پوړي لبناني چارواکي تېره شپه رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دا تر ټولو جدي هڅې بللې دي.
د لبنان د پارلمان د مشر نبي بري سلاکار علي حسن خليل وويل، لبنان په بيروت کې د امريکا سفير ته د امريکا د وړانديز په اړه خپل ليکلی ځواب وړاندې کړى او د سپينې ماڼۍ استازى اماس هوخشتاین هم د خبرو د دوام لپاره بیروت ته تللى دى.
اسراییلو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
حزبالله ډله د امریکا متحدایالاتو لهخوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي او اروپايي اتحادیې بیا یوازې د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې.
د حزبالله سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې استازي لري.
دا خبر پهداسې حال کې مخې ته راځي چې حزبالله پرون د تلابیب پر لور د ډرون څو بریدونه کړي دي.
د "ازادۍ جبهې" کابل کې د دوه طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې
د طالبانو یوې مخالفې وسلهوالې ډلې "ازادۍ جبهې" ویلي چې، په کابل کې يې پر طالب ځواکونو په برید سره دوه تنه وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.
دې جبهې پر خپله ایکسپاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، دوشنبه ماښام یې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند د چهاردهي په چهارقلعه واټ کې د طالبانو په پوځي موټر او چکپاینټ بمي برید کړی.
د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو لا د دې چاودنې او ور اوښتې مرګژوبلې په تړاو څه نهدي ویلي.
ازادي جبهه د مقاومت جبهې تر څنګ د طالبانو له لویو عمده مخالفو وسلهوالو ډلو بلل کېږي چې عمدتاً په کابل او ځینو نورو ښارونو کې پر طالب ځواکونو د بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي.
په برلين کې د افغانستان سفير او بُن کې جنرال کونسل له خپلو دندو لاس پر سر شوي
د جرمني په پلازمېنه برلین کې د افغانستان سفیر او په بُن کې جنرال کونسل له دندو لاس اخیستی دی.
په برلین کې افغان سفیر یما یاري په یوه بیان کې ویلي، په جرمني کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه له دندې لاس اخلي او د اصولو لهمخې اداري چارې په رسمي ډول خپلو همکارانو ته سپاري.
په بُن کې د افغانستان جنرال کونسل سید لطفالله سادات هم ویلي چې، د کوربه هېواد په غوښتنه او په کونسلي فعالیتونو کې د ځنډ او خنډ د مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده.
په جرمني کې یوه پخواني افغان ډیپلومات، چې لا هم له افغان ډیپلوماتانو سره راشهدرشه لري، د نوم د نه ښودلو په شرط تېره شپه ازادی راډیو ته وویل، په برلین او بن کې له دواړو افغان ډیپلومانو څخه د جرمني د باندنیو چارو وزارت د استعفا غوښتنه کړې وه.
وروسته لهدې چې طالبانو د افغانستان د څه باندې لسو ډیپلوماتیکو استازولیو چارې بېاعتباره اعلان کړې، په څو هېوادونو کې د افغانستان استازولۍ د کوربه هېوادونو د غوښتنې پر اساس بندې شوي دي.