د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۵

خبرونه

عرقچي له بریتانیا وغوښتل خپله تګلاره بدله کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې له لندن څخه وغوښتل چې د ایران پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي. هغه د ترهګر سازمان په توګه د سپاه پاسداران د اعلانولو هڅه او د امریکا او اسرائیلو ملاتړ «ناموجه» وباله.

عراقچي وویل، ایران په ښه نیت ډیپلوماسي پیل کړې وه، خو امریکا د ژمنو په ماتولو سره د تفاهم عملي کېدل ګډوډ کړل.

هغه همداراز خبرداری ورکړ چې په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ په چارو کې د درېیمو هېوادونو لاسوهنه به وضعیت نور هم پېچلی کړي.

د راپورونو له مخې، د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد یې د ایران پر ضد په جګړه کې ښکېل نه دی او د اختلافاتو د حل لپاره په ډیپلوماسۍ باور لري او له تهران سره د اړیکو او خبرو د دوام ملاتړ کوي.


یوناما یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز لیرې کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرسته جورجیت ګانیون
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرسته جورجیت ګانیون

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجیت ګانیون د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو لګول شوی بندیز لیرې کړي.

هغې دا څرګندونې کابل د استالف ولسوالۍ د نجونو د یوه ښوونځي څخه له لیدنې وروسته وکړې.

ګانیون په هغه وېډیو کې چې د جمعې په ورځ د یوناما په فېسبوک پاڼه خپره شوې، وايي چې واکمن چارواکي لا هم په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې په دولتي ښوونځیو کې له زده‌کړو منع کوي.

هغې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي، څو نجونې وکولای شي د خپل پرمختګ ترڅنګ د افغانستان په پرمختګ کې هم ونډه واخلي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړې او وروسته یې په لوړو او نیمه لوړو تحصیلي بنسټونو کې د هغوی پر زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.

د نړیوالو فشارونو او په افغانستان کې د خلکو له غوښتنو سره سره، د طالبانو حکومت تر اوسه دغه بندیزونه نه دي لغوه کړي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ ۲۳۴۶ افغانان بېرته ستانه شول

ارشیف، تورخم کې د کډوالو په یو کمپ کې له پاکستان راستنې شوې افغان کډوالې مېرمنې
ارشیف، تورخم کې د کډوالو په یو کمپ کې له پاکستان راستنې شوې افغان کډوالې مېرمنې

د طالبانو حکومت وايي چې یوازې د پنجشنبې په ورځ ۲۳۴۶ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د جمعې په ورځ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې له دې ډلې څخه له دوو زرو ډېر کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغه زیاته کړې چې نږدې ۵۰۰ افغان کډوال هم له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جولای له ۱۰مې نېټې راهیسې د بې‌اسنادو افغان کډوالو د ایستلو نوې لړۍ پیل کړې ده.

په دې موده کې لسګونه زره افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه کړل شوي دي.

له بلې خوا، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو څو ځله راډیو ازادي ته ویلي چې پر دوی فشارونه زیات شوي دي.

په دې وروستیو کې د بې پولې ډاکترانو سازمان (اېم اېس اېف) هم ویلي چې افغان کډوال په پاکستان کې د نیول کېدو، د کار او عاید له لاسه ورکولو او په زوره افغانستان ته د ستنولو له وېرې سره ژوند کوي.

دغه نړیوالې مرستندویه ادارې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي.

ننګرهار کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي

ارشیف، افغانستان کې سېلابونه
ارشیف، افغانستان کې سېلابونه

ننګرهار ولایت کې سیمه‌ییزو طالب چارواکو ویلي چې د جمعې په ورځ د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون د ننګرهار د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه مرګ‌ژوبله د یوه کور د چت د نړېدو له امله رامنځته شوې ده.

په شینوارو ولسوالۍ او همدارنګه د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې سېلابونو خلکو او عامه تأسیساتو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په نورستان او د هغه ترڅنګ په ځینو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته مرګ‌ژوبله او پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د ادارو د شمېرو له مخې، په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي دي.

ټرمپ: ایران سره جګړه ښه روانه ده او بالاخره به شاتګ وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې له ایران سره روانه جګړه “ښه پر مخ روانه ده” او د امریکا د پوځ بریدونو ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ چې ایران به بالاخره شاتګ ته اړ شي.

ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې د ایران د جګړې د وروستیو پرمختګونو په اړه وویل: “هر څه ښه روان دي. یوازنی کار چې تاسو یې کولای شئ دا دی چې بریاوو ته دوام ورکړئ، بیا به په پای کې یو څه پېښ شي، خو موږ هغوی په سختۍ سره په نښه کوو، په بشپړه توګه مو مغشوش او بې وسه کړي دي او موږ یوازې بریا ته دوام ورکوو.”

هغه زیاته کړه: “په پای کې به دوی پرته له دې بله چاره ونه لري چې بېرته راوګرځي او شاتګ وکړي.”

د ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه شوې دي چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د پنجشنبې په سهار اعلان وکړ چې متحده ایالاتو پر ایران یو لړ بریدونه ترسره کړي دي.

د جمعې له سهار راهیسې ایران هم ویلي چې پر کوېټ یې د بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی او د هرمز په تنګي کې یې پر دوو تېلو وړونکو بېړیو توغندي توغولي دي.

پاکستان کې د ډبرو سکرو کان کې د ګاز د چاودنې له امله لسګونه کسان مړه  شوي

پاکستان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د یوې ورته پخوانۍ پیښې انځور ، ارشیف
پاکستان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د یوې ورته پخوانۍ پیښې انځور ، ارشیف

پاکستان کې د ډبرو سکرو کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي دي.

پېښه د پنجشنبې په ورځ (د اسد ۸مه) ، کوټې ښار ته نږدې، د یوه کان شاوخوا ۱۲۰۰ متره ژوروالي کې رامنځته شوې ده.

د چاودنې پر مهال په کان کې ۳۶ معدنچیان وو.

د ۲ معدنچیانو د موندلو او ژغورلو لپاره عملیات لا هم روان دي چې تر خاورو او ډبرو لاندې بند پاتې دي.

په سیمه کې د کانونو د چارو یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي، عبدالغني بلوچ، ویلي دي: «د میتان ګاز د زورورې چاودنې له امله یوبل ته نږدې دوه کانونه ، سخت زیانمن شوي دي.»

زرګونه کډوال د افریقا په شمال کې دهسپانیې ترواک لاندې سبته ښارګوتي ته داخل شوي

سبته ته په لار کډوال په فنیدق سیمه کې راټول شوي دي.
سبته ته په لار کډوال په فنیدق سیمه کې راټول شوي دي.

تیره شپه زرګونه کډوال د مراکش له لارې د افریقا په شمال کې دهسپانیې ترواک لاندې سبته ښارګوتي ته داخل شول.

د هسپانیې د پولیسو یوې سرچینې د جمعې په سهار فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۴۰ زره کډوال له مراکش څخه دغې سیمې ته په داسې حال کې ننوتي دي چې ټاکل شوې وه د هسپانیې صدراعظم پیدرو سانشیز هلته ورسیږي.

د سرچینې په وینا، «د ټولې شپې په اوږدو کې د کډوالو د ورتګ بهیر په دوامداره توګه روان و.»

د هسپانیې پولیس سبته ښارګوتي ته د کډوالو د ورتګ دغه څپه د ۲۰۲۱ کال راهیسې دغه ښارګوتي ته د کډوالو ترټولو لویه څپه ګڼي.

اکثر دغه کډوال ځوانان او تنکي ځوانان دي چې سبتې ته د ورتګ په لار ددوی د ۱۸ کسانو مړینه تراوسه رپورټ شوې ده.

هسپانیه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې دافریقا کډوال هلته په ورتګ سره هڅه کوي د اروپايي اتحادیې ځمکو ته داخل شي.

د ایران پوځ وايي نن سهار یې په کویټ کې د احمد الجابر پر اډه برید کړی

ارشیف
ارشیف

د ایران پوځ وايي د جمعې په سهار یې په کویټ کې د احمد الجابر پر اډه د بې پیلوټو الوتکو برید کړی دی.

د ازادي راډیو د ایراني څانګې ،راډیو فردا ،د رپوټ په اساس دایران د پوځ اعلامیه وايی چې په برید کې" دامریکا جنګي الوتکې،د ارتباط سیستمونه، او دامریکا د پوځ دتجهیزاتو زیرمتونونه په نښه شوي دي."

د ایران پوځ وايي چې دغه برید یې په ایران باندې دامریکا د چهارشنبې د شپې د بریدونو په ځواب کې کړی دی.

سیمه کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ( سنتکام ) او د کویټ حکومت د ایران ددغې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

ټرمپ : د سولې پلاوی د غزې په تړانګه کې د حماس او نورو وسلوالو ډلو د بې‌وسلې کولو هوکړې ته رسېدلی دی

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د «سولې پلاوی» د غزې په تړانګه کې د حماس او نورو وسلوالو ډلو د بې‌وسلې کولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلی دی.

حماس د اروپايي ټولنې او د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پیژندل شوې ده.

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام (د اسد ۸مه) په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» کې ولیکل چې: «دا هوکړه یو مهم ګام دی، څو غزه بالاخره د یوې نوې فلسطینۍ ادارې تر واک لاندې راشي؛ داسې اداره چې د فلسطیني خلکو د مرستې لپاره به د سولې له پلاوي سره نږدې همکاري وکړي.»

د امریکا ولسمشر دغه هوکړه تاریخي او«د تلپاتې سولې او امنیت پر لور یو ستر ګام» بللی ده.

د سولې د پلاوي په نوم میکانیزم داسرائیل او حماس ترمنځ له اوربند وروسته، چې د ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب رامنځته شو، د اوربند د څارنې او د غزې د ادارې لپاره جوړ شوی دی.

یاد پلاوي هم په خپله اېکسپاڼه کې تایید کړې چې حماس «په غزه کې د اوربند د راتلونکو پړاوونو د پلي کولو لپاره یوه مفصله تګلاره منلې ده.»

جرمني روان کال زرګونه کسان له هیواد ویستلي دي

جرمني څخه افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال ، ارشیف
جرمني څخه افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال ، ارشیف

جرمني دروان ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه دپاسه ۹ زره او شپږ سوه کسان له هیواد ویستلي دي.

دا شمیر د تیرکال د همدې مودې په پرتله کم دی.

تیرکال جرمني په همدې موده کې ۱۱ زره او ۸۰۰ کسان ستانه کړي وو.

دا شمیرې د جرمنې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پربنسټ خپرې شوي دي.

جرمني په دې وروستیو کې افغانستان ته هم د ایستل شویو کسانو الوتنې بیا پیل کړې دي، هغه اقدام چې د طالبانو له حکومت سره د همغږۍ اړتیا له امله د منتقدانو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

تیره سه شنبې د جرمني د لایپزیګ هوايي ډګر څخه یوه ډله افغانان په یوې چارتر الوتکه کې کابل ته واستول شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG