د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۳

خبرونه

څه باندې ۱۴۰ افغانان له اسلام اباده جرمني ته ورسېدل

له اسلام اباده جرمني ته د افغانانو د انتقال پروسه
له اسلام اباده جرمني ته د افغانانو د انتقال پروسه

د جرمني حکومت لخوا تنظیم شوې چارټر الوتنې د دوشنبې په ورځ ۱۴۱ افغان وګړي جرمني ته ورسول.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې په وينا، د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند تاييد کړه چې الوتکه په هانوور کې ښکته شوه.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دوی ته د جرمني له خوا د پناه ژمنه ورکړل شوې وه. دوی به د جرمني په مختلفو ایالتونو مېشت کړای شي.

پاکستان د جرمني حکومت ته د دې کال تر پایه پورې وخت ورکړی چې د دې خلکو د منلو پروسه بشپړه کړي. که نه نو، چارواکو وویل، دوی به افغانستان ته واستول شي. په هرصورت، د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ پوله اوس مهال په لویه کچه تړل شوې ده.

شاوخوا ۶۵۰ افغان اتباع چې مخکې یې د داخلې ژمنې ترلاسه کړې وې، په دې وروستیو کې د جرمني فدرالي حکومت څخه وروستی منفي ځواب ترلاسه کړ؛ مګر دوی ته وړاندیز شوی و چې افغانستان یا بل کوربه هیواد ته د ستنیدو لپاره پیسې او مالي مرستې ورکوي.

افغانستان او کویټ فوټسال کې لوبه مساوي کړه

د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم غړي
د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم غړي

د افغانستان او کوېټ د فوټسال ملي ټیمونو تر منځ لوبه بېګا (د دوشنبي په شپه) مساوي پای ته ورسېده.

لوبه د کوېټ په کوربه توب ۳ – ۳ ختمه شوه.
د افغانستان لپاره دری ګولونه فرزاد محمودي، امید قنبري او حمید رضا حسیني وهلي.

تر دې مخکې هم یادو ټیمونو وړمه ورځ خپله لوبه ۴ – ۴ مساوي کړې وه.

دا دواړه ټیمونه د اسیا جام د ۲۰۲۶ کال په سیالیو کې ګډون لري او دا لوبې هم د یادو سیالیو لپاره یو چمتووالی ګڼل کېږي.

دوه افغانان لندن کې د غلا او چل - دوکو په تور په بند محکوم شول

بلال هوتک او رحمت خان محمدي
بلال هوتک او رحمت خان محمدي

د لندن یوې محکمې دوه افغانان د همجنسګرایانو له کورونو د غلا په تور په بند محکوم کړل.
د انګریزي رسنیو د راپورونو له مخې د دغو افغانانو محاکمه پرون شوې.

محکمې د دغو دوو افغانانو نومونه رحمت خان محمدي او محمد بلال هوتک یاد کړي.

د راپورونو له مخې دوی د ۲۰۲۴ کال له اکتوبر راهیسې د همجنسګرایانو د ملګرتیا د یوه اپلیکشن له لارې ګڼ همجسنګرایان تېر ایستلي او د هغوی له کورونو یې مبایلونه او پیسې غلا کړي.

رحمت خان په پنځو کلونو او بلال په درې نیم کاله بند محکوم شوی.

هسپانیه کې د کریسمس د ګلنۍ لاتړي د ګټونکو اعلان پیل شو

په مدرید کې د کریسمس د لاتړۍ د ګټونکو د اعلان دغونډې یوه صحنه
په مدرید کې د کریسمس د لاتړۍ د ګټونکو د اعلان دغونډې یوه صحنه

هسپانیه کې د کریسمس د دودیزې لاتړۍ د ګټونکو کسانو د شمیرو اعلان نن په مدرید کې پیل شول.

د سان ایلډ یفونسو ښوونځي زده کوونکو د شاهي تیاتر په تالار کې بریالۍ شمیرې اعلان کړې.

په مجموع کې به ۲.۷ ملیارده یورو په ټوله هسپانیه کې وویشل شي.

د ۴۰۰،۰۰۰ یورو لویه جایزه "ایل ګورډو" نومیږي.

د دې کلنۍ لاټري چې تاریخ یې ۱۸۱۲ کال ته ستنیږي ، د ګټونکو اعلان هرکال د دسمبر په ۲۲ نیټه ترسره کیږي.

یوولس کسان د مخدرو موادو د خرڅلاو او قاچاق په جرم کابل کې په درو ووهل شول

افغانستان کې د طالبانو حکومت نن یوولس کسان د مخدرو موادو د خرڅلاو او قاچاق په جرم په درو ووهل.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې اعلامیه وايي دغه تعزیري سزا د کابل ولایت د نشه یې توکو او مسکراتو دمخنیوي د ابتدايی محکمې لخوا تطبیق او یاد کسان له ۷میاشتو تر۳ کلونو په تنفیذي حبس هم محکوم شوي دي.

سره لدې چې نور جزییات نه دی ورکړل شوي خو د طالبانو حکومت وروستیو کلونو کې د بدني سزا او اعدام ګڼ موارد علني تطبیق کړي دي.

دافغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو خاص راپورتر ریچارډ بینیت په دې هکله اندیښنه څرګنده کړې اودد غې پالیسۍ د سملاسي درولو غوښتنه یې کړې.

افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو کمی

هلکان په بوشکو کې د څښاک اوبه کورونه ته وړي ، کندهار ، ارشیف
هلکان په بوشکو کې د څښاک اوبه کورونه ته وړي ، کندهار ، ارشیف

اروپايي اتحادیه وايي افغانستان کې ۲۱ ملیونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري.

د اسیا- پاسیفیک لپاره د اتحادیې د بشري مرستو دفتر د دوشنبې په ورځ په ایکسپاڼه ولیکل چې په افغانستان کې اوبه د کلونو جنګ او د اقلیم د خرابیدو له کبله ډیرې کمي شوي دي.

اروپايي اتحادیه وايي اړمنو کورنیو سره د اوبو د راویستلو لپاره د لاسي پمپونو او د څاګانو په کیندلو کې مرسته کوي.

مخکې تردې، یونیسیف یاد کوچنیانو لپاره دملګرو ملتونوصندوق خبرداری ورکړی وو چې په کابل کې د اوبو زیرمې امکان لري تر ۲۰۳۰ کال پوري په پشپړه توګه پای ته ورسیږي.

یونیسف زیاته کړه چې په افغانستان کې له هرو لسو کسانو څخه اته کسان د څښاک لپاره له غیرصحي اوبو کار اخلي.

روسی جنرال مسکو کې د بم چاودنه کې ووژل شو

په دغه تصویر کې چې د روسي چارواکو لخوا د دیسمبر په ۲۲ خپور شوی د تحقیقاتو د کمیټې یو چارواکی دپیښې په صحنه کې لیدل کیږي.
په دغه تصویر کې چې د روسي چارواکو لخوا د دیسمبر په ۲۲ خپور شوی د تحقیقاتو د کمیټې یو چارواکی دپیښې په صحنه کې لیدل کیږي.

د روسیې چارواکو نن دوشنبې وویل ددغه هیواد یو جنرال په مسکو کې د بم په چاودنه کې وژل شوی دی.

د تحقیقاتي کمیټې چارواکو وویل ډګرجنرال فانیل سروروف دیوې منفجره وسیلې په چاودنه کې چې موټر پورې یې نصب شوې وه د پلازمینې په جنوب کې وژل شوی.

ددغې ادارې ویاندې سویتلانا پیترینکو وویل چې د قتل د لامل د معلومولو لپاره تحقیقات پیل شوي او پیښه کې د اوکراین د استخباراتو دلاس لرلو امکان هم څیړل کیږي.

۵۶ کلن جنرال سروروف په دې وروستیو کې د روسیې د پوځ د درستیزوالي په یوې څانګې کې کار کاوه .

د جرمني DPA خبري اژانس رپوټ زیاتوي چې د ۲۰۲۴ کال د دیسمبر په اولسمه د روسیې د اټومي ، بیولوژیکي او کیمیاوي دفاعي تسلیحاتو قوماندان جنرال ایوان کیریلوف هم په مسکو کې په یوې بمي چاودنه کې ووژل شو چې وروسته د اوکراین استخباراتو د پیښې مسئولیت په غاړه واخیست.

یوبل روسی جنرال ، یاروسلاف موسکالیک، په تیرې اپریل میاشت کې په مسکو کې په یوې ورته چاودنې کې ووژل شو.

نوموړي پخوا اوکراین سره د لانجې د حل په خبرو کې هم برخه درلوده.

کریملین: د کرسمس د رخصتیو پر مهال د سولې د هوکړې احتمال کم دی

ارشیف
ارشیف

کرملین وایي، د کریسمس د رخصتیو پر مهال په اوکراین کې د سولې هوکړې ته د رسیدو احتمال کم دی.

د روسیې د ولسمشر د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، فلوریدا کې د سولې په تړاو له ترسره شویو خبرو باید د جدي پرمختګ تمه ونه شي.

هغه په امریکا کې د کریسمس رخصتیو ته په پام وویل، دغه رخصتۍ کولای شي د چټک پرمختګ بهیر ټکنی کړي.

متحده ایالتونو تېره میاشت د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو په هدف ۲۸ ماده ییزه طرحه وړاندیز کړه.

اوکراین په غبرګون کې دغه طرحه د روسیې په ګټه وبلله او له خبرو اترو وروسته یې د طرحې د مادو شمېر ۲۰ ته راټیټ کړ.

په طرحه کې لانجمنه موضوع روسیې ته د اوکراین د یوې برخې سپارل و چې د اوکراین ولسمشر وویل، دا کار نه شي کولای.

امریکایي او اوکرایني مرکچیانو د فلوریدا خبرې ( رغوونکې او مثمرې) وبللې

ارشیف
ارشیف

د متحده ایالتونو او اوکراین استازو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په چارو کې د فلورېدا خبرې " رغوونکې او مثمرې" وبللې.

دواړو لورو په یوه ګډه اعلامیه کې د دغو خبرو هرکلی کړی، خو د جګړې د پای ته رسیدو د کوم ښکاره څرک خبره یې نه ده کړې.

دغه خبرې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف په کوربه توب د د دریو ورځو په مخه د فلوریدا په میامي کې روانې وې.

د خبرو پر مهال روسي او اوکرایني مرکچیانو له ویټکاف سره جلا جلا لیده کاته درلودل.

دا په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د امریکا د حکومت د هڅو تر ټولو تازه ګامونه دي.

بلوچستان کې ترافیکي پیښې لس افغانان مړه کړي

ارشیف
ارشیف

لږ تر لږه لس افغانان د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې ترافیکي پیښې مړه کړي دي.

ځایي چارواکو د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي چې پېښه پرون یکشنبه په چاغي ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي موټر او ټانکر د ټکر له کبله شوې.

یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم واخیستل شي، وویل چې دغه ازبک ټبره افغانان د ځایي قاچاق وړونکو په مرسته ایران ته پر لاره وو.

تراوسه د پيښې ډېر جزییات معلوم نه دي او پاکستان کې د طالبانو د حکومت سیاسي استازو هم پر پیښه تبصره نه ده کړې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG