خبرونه
د طالبانو د کډوالو او راستیندونکو چارو وزارت: بریتانیا دې له راستنیدونکو سره د سرپناوو په جوړولو کې زیاته مرسته وکړي
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړې استازي ریچارډ لینډسي سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې بریتانیا دې افغانستان ته د را ستنیدونکو لپاره د دایمي استوګنې د ښارګوټو په جوړولو کې لا زیاتې مرستې وکړي.
دې وزارت نن پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د بریتانیا ځانګړي استازي له مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې کابل او اسلام آباد د دایمي اوربند لپاره کاروکړي. ښاغلي لینډسي تراوسه د دې کتنې په اړه څه ندي ویلي خو له دې مخکې یې د اوکتوبرپه ۱۶ د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه کې ویلي وچې بریتانیا د ژمې په رارسیدو لپاره له هغو افغانانو سره مرستې زیاتوي چې له سختو ستونزو سره مخ دي. هغه ویلي چې ۶۳۶ ملیونه افغانۍ د اړینو خوړو او نورو خوراکي موادو د برابرولو لپاره ځانګړې شوې چې په لیرې پرتو سیمو کې به له زیانګالو افغانانو سره د ژوند ژغورلو پرچارو ولګیږي.
د افغان کډوالو نجونو د فوټبال لوبډله په مراکش کې لوبې کوي
ټاکل شوې چې د افغان کډوالو نجونو د فوټبال لوبډله د فوټبال د نړیوال فدراسیون، فیفا په چوکاټ کې خپله لومړۍ لوبه د اوکتوبرپه ۲۶ ترسره کړي. تردې مخکې تمه کیده چې د ښځینه فوټبالرانو دغه لوبې چې د “فیفا یوموټی کوي” په نوم ترسره کیږي، په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې وای خو فیفا اعلان وکړچې مراکش به د دغو لوبو کوربه وي. دغه پریکړه وروسته له هغې وشوه چې متحده عربي اماراتو افغان فوټبالرو ښځو ته ویزې ورنکړي.
د افغان کډوالو ښځو ۲۲ نفري لوبډله تیره میاشت وروسته له هغې جوړه شوه چې فیفا د روان کال په مې میاشت کې د هغوی د لوبو او فعالیتونو د تمویل لپاره ځانګړې بودیجه تصویب کړه.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي ټیم ډیرو لوبغاړو په نورو هیوادونو، په ځانګړې توګه انګلستان او آسټرالیا ته پناه یووړه.
اروپایي ټولنه پر روسیې نوي بندیزونه لګوي
اروپایي ټولنې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړچې د دې ټولنې غړي په اوکراین کې د روسیې د جګړې له امله پرمسکو د بندیزونو نولسمه بسته تصویبوي. ټاکل شوې چې دوی نن پنجشنبه دغه نوي بندیزونه اعلان کړي.
په دغو نویو بندیزونو کې د روسیې د اوبلن ګازو پروارداتو بندیز لګول هم شامل دي.
د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې له روسیې څخه د اوبلن ګازو پرپیر بندیز به په دوو مرحلو کې ترسره شي، له شپږو میاشتو وروسته پر لنډ مهاله قرارادادونو او د ۲۰۲۷ کال د جنوري له لومړۍ نیټې څخه پر اوږد مهاله قراردادونو.
د روسیې په وړاندې د بندیزونو په نوې بسته کې همدارنګه پر روسي ډیپلوماټانو د سفرکولو او د تیلو لیږدونکو په نژدې ۱۲۰ کشتیو باندې محدودیت هم شامل دي. مسکو تراوسه په دې اړه غبرګون ندی ښودلی.
د اوکراین پرضد د روسیې جګړه د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پيل شوې ده.
په روسیه کې په یوه فابریکه کې چاودنې لږترږه نهه کسان وژلي
د روسیې د اورال غرنۍ سیمې په کوپیاسک ښارکې په یوه فابریکه کې د چاودنې له امله لږترلږه نهه کسان مړه او پنځه نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې د دې فابریکې پرسر یوه بې پیلوټه الوتکه یا ډرون لیدل شوې خو دغه لومړني راپورونه تراوسه ندي تایید شوي. د چیلیبینسک د سیمې والي الکسې تکسلر پرټلګرام چینل په یوه بیان کې نده په ډاګه کړې چې دا څه ډول فابریکه وه چې پکې چاودنه شوې خو د راپورونو له مخې په دې فابریکه کې د روسیې د پوځ لپاره مهمات تولیدیږي. کوپیاسک له اوکراین څخه شاوخوا دوه زره کیلومتره لرې ده او دا سیمه قزاقستان پولې ته څیرمه پرته ده. له کله چې روسیې په اوکراین کې جګړه پیل کړې، کییف په زیاتیدونکي ډول د ډرونونو په کارولو سره د روسیې په خاوره کې دننه فابریکې او د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي.
ریچارډ بینیټ: طالبان دې فوراً ټول اعدامونه ودروي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ وايي، طالبان په عامه محضرکې له اعدامونو د خلکو د د ویرولو او کنټرولولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
ښاغلي بینټ د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې، په بادغیس ولایت کې د طالبانو له لوري د یو تن وروستي اعدام ته په اشاره په عام محضرکې بدني سزاګانې یوځل بیا په کلکه وغندلې.
په بیان کې ویل شوي چې اعدام په هر حالت کې د اندیښنې وړ دی، خو کله چې دا د طالبانو د قضايي سیسټم په چوکاټ کې چې د ده په خبره هغه " خپلواک ندی او قانوني پروسه یې عادلانه نده" ترسره کیږي دا "ډیر خطرناک" دی باید په کلکه وغندل شي.
ښاغلي بینټ پر طالبانو غږ وکړ چې فوراً ټول اعدامونه ودروي.
طالبانو تیره اونۍ د اکتوبر په ۱۶ اعلان وکړ چې په بادغیس ولایت کې یې د "قتل" په تور یو سړی اعدام کړی دی.
د طالبانو سترې محکمې ادعا کړې وه چې د دغه سړي چې د جوند ولسوالۍ د دوو اوسیدونکو د "قتل" په تور تورن و، قضیه یې په ابتدايي، استیناف او ستره محکمو کې څیړل شوې او بیا یې وروستۍ پریکړه صادره کړې ده.
خو تردې مخکې د اعدام شویو کسانو یو شمېر کورنیو ازادي راډیو ته ویلي وو چې تورنو کسانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له ځانه دفاع وکړي یا مدافع وکیل وګماري.
په اپریل میاشت کې، طالبانو په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړل.
د طالبانو حکومت د سید اسحاق گیلاني په نوم ښارګوټی ضبط کړ
د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت نن چهارشنبې وویل چې د غصب شویو ځمکو د څیړلو ځانګړې محکمې دغه ښارګوټی «امارتي» ملکیت تثبیت کړی دی.
ویل شوي چې دا پریکړه د اسنادو، مدارکو، د ملکیت دفترونو د دقیقې څیړنې او د اړوندو چارواکو د معلوماتو او د دې ثبوت له نه درلودو وروسته وشوه چې ځمکه له حکومت څخه اخیستل شوې.
د سید اسحاق ګیلاني ښارګوټی د ننګرهار ولایت په سرخ رودو ولسوالۍ کې موقعیت لري چې مساحت یې پنځه زره جریبه ده.
د عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي، هغو کسانو چې په دې ښارګوټي کې یې ځمکه اخیستې باید له پلورونکو سره اړیکه ونیسي. د ښارګوټي مالکینو تر اوسه د دې پریکړې په اړه تبصره نه ده کړې.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وایي، له پاکستان سره د اوربند په موافقه کې هڅ څه پټ ندي
د طالبانو دفاع وزارت نن چهارشنبې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې وویل، " د اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر لخوا په مطبوعاتي کنفرانس کې مکمل وضاحت راغلی او له هغه وضاحت څخه علاوه نورڅه نشته، په توافقنامنه کې په تمامه معنی اوربند، یوبل ته متقابل احترام، د یوبل په امنیتي ځواکونو، ملکیانو او تاسیساتو د بریدونو نه کول، د خبرو اترو له لارې د ټولو مسایلو حل او یو پربل د بریدونه نه ملاتړیاد شوي، له دې څخه علاوه که څوک نورڅه یادوي هغه حقیقت نه لري. "
د طالبانودفاع وزارت دغه څرګندونې وروسته هغه کوي چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف روانه اونۍ له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې په دوحه کې د طالبانو له حکومت سره د اوربند د موافقې جزییات پټ دي.
هغه وویل، لاسلیک شوې موافقه له هغه څه سره توپیر لري چې په اعلامیه کې راغلي او دی یې نه افشا کوي.
د عدالت نړیواله محکمه نن پریکړه کوي چې اسراییل غزې ته د نړیوالو مرستو د رسیدو په برخه کې کوم مسولیتونه لري
د ملګرو ملتونو لوړ پوړې محکمه به د چهارشنبې په ورځ د هغو ادارو په وړاندې د اسراییل د مکلفیتونو په اړه پریکړه وکړي چې په غزه کې فلسطینیانو ته بشري مرستې چمتو کوي. دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې له نافذ شوي اوربند وروسته مرستندویه ادارو دې ځپل شوې سیمې ته د زیاتو مرستو د لیږدولو هڅې تیزې کړې دي.
په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ICJ له قاضیانو څخه د "مشورتي نظر" غوښتنه شوې چې په غزه کې د مرستو رسولو د اسانتیا لپاره د اسراییل مسولیت واضح کړي.
ملګرو ملتونو له ICJ څخه وغوښتل چې بې له خنډه د فلسطینیانو د بقا لپاره د اړینو بیړنیو اړتیاو چمتو کولو او اسانه کولو د یقیني کولو په ګډون د اسراییل مسولیتونه، د یوه اشغالګرځواک په توګه د ملګرو ملتونو او نورو ادارو په وړاندې روښانه کړي.
د ICJ دا مشورتي نظر به اجرایي بڼه نه لري خو د محکمې په باورهغه له قانوني او د اخلاقي اعتبار له پلوه دروند وزن لري.
د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د عدالت نړیوالې محکمې یو بل مشورتي نظر هم ورکړی و چې پکې ویل شوي وو په فلسطیني سیمو کې د اسراییل اشغال "غیرقانوني" دی او باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.
د عدالت نړیوالې محکمې قاضیان همدارنګه هغه ادعاوې هم اروزی چې د جنوبي افریقا لخوا دې محکمې ته وړاندې شوې او وایي، اسراییل په غزه کې په خپلو کړنو سره د ۱۹۴۸ کال د ملګرو ملتونو د نسل وژنې کنوانسیون ترپښولاندې کړی دی.
پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې لږترلږه شپږ تنه وژل شوي
پر اوکراین د روسیې په هوايي بریدونو کې د دووماشومانو په ګډون لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.
د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلینسکي دغه بریدونه "ناوړه " بللي او ویلي یې دي چې د پلازمینې په ګډون په لږترلږه لسو سیمو کې دغو بریدونو د انرژۍ او ملکي تاسیساتو ته زیان رسولی دی.
زیلینسکي پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، "یوه بله شپه دا ثابتوي چې روسیه له جګړې څخه د وتلو لپاره کافي فشار نه احساسوي.... د ډيپلوماسۍ په اړه د روسیې خبرې ترهغه وخته پورې هیڅ معنی نه لري چې د روسیې مشرتابه د ستونزي جدي احساس ونه کړي."
نوموړي دغه څرګندونې سویډین ته تر سفردمخه وکړې چیرې چې دواړه هیوادونه به خپل ترمنځ د دفاعي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د ویلنیوس هوایي ډګر بیرته فعالیت پیل کړ
د لیتوانیا په پلازمینه ویلنیوس هوايي ډګر کې الوتنې نن چهارشنبې سهار وختي بیا پیل شوې.
د رویټرزخبري آژانس د راپورله مخې د هوایی ډګر چارواکو په یوه بیان کې د هوایي ډګر د فعالیت د بیا پیل اعلان وکړ.
د لیتوانیا د بحران د مدیریت ملي مرکز ویلي، هوایی ډګر د سه شنبې په ماښام وروسته له هغه وتړل شو چې د ګاونډي بیلاروس څخه د قاچاق وړونکو لسګونوبالونونه د پلازمینې فضا ته ننوتل.
دې هوایي ډګرته تلونکې ډیرې الوتنې نورو هوایي ډګرونو ته منحرفې شوې او ځینې بهر ته تلونکې الوتنې لغوه شوې.
دغو محدودیتونو چې د سه شنبې په ورځ په سیمه ایز وخت د شپې په ۱۰:۲۳ بجو لګول شوي و، ۳۰ الوتنې او له ۴۰۰ څخه ډیر مسافر اغیزمن کړل.